ژړه غوا لېونۍ سوه . خبره نه وه ، يو اور وو چي سرې لمبې يې د سترګو په رپ کښي په کلي کښي هري خوا ته خورې سوې ، په هغه کلي چي د ښارونو له ژوژه ډېر لېري د غرونه په منځ کښي دا ډول پروت وو لکه په شپه شپه چي هلته يو داسي دېب راوړي وي چي په خپله يې هم له ډېرو نارو بغارو بد کېږي او سکون او کرار غواړي .
بس نو څه وو، يو شخول سو ، دغسي په درزنو زنانو ، ماشومانو او سړو زموږ د ګاوبند په خوا را منډه کړه. ټول حېران وو او نه پوهېدل چي دا څه وسو . بلکه که دا هم ووايم چي د ټولو سترګي رډي راختلي وې او له سوالونو ډکي وې چي ولي ، نو بې ځايه به نه وي .
دا څه ، هر يو په نارو او چيغو وو چي دا څه وسول . عجبه ده ټول يو ځاي داسي ږغېدل لکه د مچو د ګبين مچي چي يو څوک هم نه په پوهيدي چي دوي اخير واي څه ، بس نو دغالبوزو په ځالۍ به څوک پوه سي .
دا يوه عجبه ننداره وه . پاي دغو ساده خېلو کليوالو په خپل ساده انداز کښي پوښتنه وکړه چي اخير ولي ، سوب يې څه وو چي خواره لېونۍ سوه ؟ چيري يو لېوني بوټي خو يې نه دي خوړلي ؟
نه يم خبر چي ولي ، زموږ برېتور قادر کاکا ورته وويل چي دا مهال په ګاوبند کښي د توت تر سايه داره درخته لاندي په ناست وو . ما خو په غوا کښي داسي هيڅ خبره نه ده ليدلي . سر مي نه خلاصېږي چي ولي ؟
خواري يو بياڼګي خو نه درلود چي مړ سوي وي او دا ورپسي ليونۍ سوي وي . د خيرني لونګوټې يو کليوال پوښتنه وکړه چي ډېر کړهانده وو .
کاکا زموږ د کور يو زوړ مذدور وو او مذدور هم نازولي چي بابا به خورا باور ورباندي درلود او هم دا سوب وو چي اوس دده وزه داسي وه لکه د کلي اصل خان چي دي وي ، په دغه ډېر غاور هم وو او اوس يې هم غرور په خبرو کښي چا محسوسوي بلکه په ساده پښتو کښي له دروا معلوم وو .
يه داسي خبره هم نه وه ، له دغو دوو کالو وچه وه . نه مي يادېږي چي يو واڼي دي يې راوړي وي .
رښتيا خبر دا وه چي دې خبري چي څرنګه ټول کلي لړزولي وو، دغه رنګه يې کاکا او زموږ کورنۍ هم چي دغه ناببره ټکه راغله څنګه او ناست ناست وسول څه .
زموږ کلي چي څرنګه ډېر اوړ وو ، هم دا راز ډېر ښکلي هم وو لکه د رنګارنګ ګلونو باغ چي شاوخوا خوشبوي ورته په لوبو او اتڼ وي او سندري واي .
ژړه غوا په ټولو کليوالو ډېره ګرانه وه ولي چي خورا ډېري پۍ يې درلودې . بله ډېره شريف مزاجه او نېکه هم وه ، ګرسره به يې په چا کار نه درلودي او نه به يې بد کول .
که څه هم زموږ په ګاوبند کښي څلور نوري غواوي هم وې ، خو سرې ښاماري وې البته دا تر ټولو ښه وه او په سړي به برناحقه ګرانه سوه .
بابک د خپلي علاقې يو مالداره او خوشحاله سړي وو چي خورا ډېر باغونه او له شنو فصلو ډکي مځکي يې درلودې . ژره غوا د ادې او بابا په شان په ما هم ډېره ګرانه وه بلکه زه يې تر تولو زيات شيدا وم ، ولي چي هر وخت به ورسره وم او لکه ددې بياڼګي ټينګ به ورباندي نيښتي وم .
ودې خبري ته به ټول حېران وو چي يوه زړه غوا ګوره او داسي بسياري شيدې ګوره . نوري څلور سره غواوي ځواني جهاني وې او په طاقت کښي هم وې ، خو پۍ به يې تر ژړې غوا په کمه وې او ټولو به دا عجبه بلله .
البته يوه خبره وه چي څلور سره د بياڼګانو مندي وې او د بابا په وينا قادر کاکا به د بابک په ويلو بچي ورايله کول چي له لوږي به يې له نږدې کوټې ناري ورته وهلې او د بابک نه زړه کېدل ، په دغه هم د هغو بد مخو شيدې لږ وې .
رښتيا وايم ، څلور سرو خورا بد کول او زموږ مذدوره قمره ابۍ به ډېره ځني وېرېده او نږدې به نه ورتله ولي چي په تېرو شکرو به يې وهله بلکه څو واره يې خواره خوږ کړي وه ، ځکه به نو قادر کاکا پخپله لوسلې چي په دې څانګه کښي خورا مزي وو .
هغه د پاخه عمر يو تک سور او پنډ غټ پټ سړي وو او خورا سخت مزاجه وو ، له ده سره به هر وخت يوه نرۍ ، اوږده ، نوده لښته وه چي د زړه له اخلاصه به يې څلور سره داسي په بې دردۍ ورباندي ووهلې ، لکه دده بې لاري کوردارۍ چي وي ، دم دستي يې د پلرو له کوره راوستلي وي او په لاره يې راوستل غواړي .
کله چي به ماځيګير مهال څلور سرو هغو وليدي ، نو داسي به سرونه ورباندي وځړېدل ، لکه بد کول چي د هغو په روح کښي لا نه وي او بدمخي مېړه يې په سراي او انګڼ را ننه وزي .
که څه هم د کلي ټول وګړي ډېر خواران وو ، خو په خپل حال کښي مست وو او صبر کول سړي له دوي زده کوي .
بابک او مورکۍ ته الله پاک په خپل نيت هم ورکړي وه . کليوال به تل زموږ کره راتله ، کڼ ، شيدې ، مستې ، کورت ، کوچي او شلومبې هر څه چي به هر چا غوښت ، مورکۍ به انکار نه ورته کوي. عجبه ساده خېل کلي وال وو چی بس هر څه دی د ژړی غوا وي ، ولی چي د رښتيا خوند پکښې وي .
ما به تل ددوي په دې معصومي غوښتني خندل . ولي چي ماځيګر کله چي به هم ټولی غواوی ولوسل سوې ، نو قمری ابۍ به په منا ګښي په لوی لګن کښي شيدې يو ځاي کړې او بيا به يې هغي شيدې چي شلومبې کولې به يې ، دتومني دپاره په يو بل لوي دېګ کښي ځني جلا کړې.
لکه چي دمخه مي وويل ژړه غوا ډېره امن ناکه او خاموشه وه ، خو اوس به يې هر چا له سترګو څخه دا اندازه لګوي سوه چي يوه ورځ به يې دغه لېونتوب زيات سي . رښتيا خبره هم دا وه چي تل به کړهانده وه ، ناخوبه به وه او موږ يې خونه هم ور جلا کړي وه ، ولي چي تر دې دمخه موږ ټولي غواوي يو ځاي تړلې چي اوس به ددې له سوبه دوي هم ناخوبه او ناارامه وې او په يوه خونه کښي يې ګزران ګران وو .
يوه ورځ خو د ژړي غوا ماغزه داسي پر له وګرځېدل چي توان من مغزي يې له هغي مېخ تبلې په زوره کش کړي چي ددې د غاړي زنځير به ورباندي تړلي وو ، شړک سو ، زنځير په منځ دوه ځايه سو ، د ګاوبند دروازه خلاصه وه او دغسي يې دباندي منډه کړه .
اوس هغې په خورا لېونتوب دباندي د کلي په سپېرو او ډبرينو کوڅو کښي منډي وهلې او څوک داسي ښاغلي نه وو چي راو يې ګرځوي . که څه هم هغې په زوره ناري او رامبوړي وهلې ، خو و ماته داسي معلومېده لکه هغه چي ژاړي او داسي له ډېره دړده کوي .
په دغه ساعت کښي کلي والو دا وګڼه چي هر هغه څوک به ددې له بدو شکرو مړ سي چي که يې ومخته راغلل . په دغه منځ کښي چي دې منډي وهلې ، د کلو سپو هم منډه ورسره وهله چي په شمېر خورا زيات وو او هم لوچک پکښې وو او هم خروړي چي غوږونه او لکۍ دواړه يې پرې وو ، خو ټولو بس په غپا ګزاره کوله او پوهېدل چي که څوک يې و مخته راغي ، نو به يې په پشو او شکرو کښي وکوټل سي او د ټولو دا هڅه وه چي په غپا يې راوګرځوي ، خو د هغې لېونو مغزو چېري ددوي غپا منله ، بلکه سترګي يې تر دوي زياتي سرې وې .
ناڅاپه دغسي توره شپه سوه ، د سترګو په رپ کښي اسمان له تورو وريځو ډک سو چي ټولي يو مخ په بدو نارو وې او يو بد او زورورباران دغسي شور وهل .
کلي شاوخوا له جګو درختو ډک وو . اوس اوني هم له وريځو سره په نارو سوې چي اول خو په ګنګوسو او په سرپي وې، خو پاي په بدو چيغو . اوس داسي ايسېده لکه وريځي او درختي چي هم له ژړي غوا سره په ګده ژاړي .
ناڅاپه يوه بله قيصه پيل سوه . ژړه غوا ودرېده او دغسي يې د کورونو و نودو دېوالونو ته پام سو او دا ډول يې د سترګو په رپ کښي څو کمزوري دېولونه په خپلو بدو شکرو ونړول . دا ښه وو چي و شاته يې څوک نه وو کنۍ تر دېولو به لاندي سوي وو .
اخير پاي مشرانو دا فېصله وکړه چي غوا خو په سمه نه راګرځي ، نو ښه خبره به دا وي چي قادر کاکا به ټک ورباندي کوي ، ځکه نو د سترګو په رپ کښي زموږ له کوره د بابک توپک راووتي ، ډز يې سو ، سرې ويني خورې سوې او ژړه غوا په دې جهان کښي نه سوه پاته .
که څه هم ژړه غوا د همېښ دپاره زموږ له منځه ولاړه ، خو په دې راز يو څوک هم نه سو خبر چي هغه لېونۍ ولي سوه ، ماغزه يې ولي پرله وګرځېدل او سد يې کار پرې ښوي ، بې له يوه سړي چي هغه زه وم . هو زه ، بل څوک نه ، د هغې د لېونتوب يواځني يو ګواه .
اوس به نو په دې پټي خبري او راز زه تاسي هم له ځانه سره راګد کړم چي ولي څنګه يو قيامت راغي او په ژړه غوا تېر سو .
دا هغي شپي وې چي شوروي له وطنه تلي وو ، مجاهد کمزوري سوي وو ، په وطن کښي ګده امۍ وه او هر ځاي د هغو خلګو باچهي وه چي موږ به توپکيان بلل ، بس هر ځاي به ددوي بېلا بېلو وسله وال او ډنډه مارو ډلو خپل خلګ درلود او لوټ مار به يې جوړ کړي وو . ظالمان په منځ کښي هم نه وو سره جوړ او يو بل به يې د لېوانو په شان وژل .
په دا منځ کښي يوه ورځ ژړه غوا د څنګ له يوه داسي کلي تېرېده ، چېري چي توپکيان د لوټ مار په نيت وراغلي وو ، په درزنو وو ، د کلي خلګ يې په يو لوي ميدان کښي د يوې لوي کلا ومخته را ټول کړي وو ، که څه هم لوټ مار يې کړي وو ، خو د وحشيانو په شان وو او اوس يې زاړه ، تنکي او نور سړي وژل ، ولي چي هغو اول سر ټکان په کړي وو او ددوي څو نه ، بلکه ډېر کسان يې وژلي وو . کليوال ملامت هم نه وو ، په غله او ډاکه مار څوک ټک نه کوي .
نو ما دا ويل چي هم به يې په يو قطار کښي ودرول او زربه به يې کړل او هم به يې خپل ځني هغه خاص نوي دښمن و يوې خواته کړل چي دوي توپک ورڅخه نيولي وو او په غاړو به يې چړې ورتېرولې او داسي به يې حلالول لکه هغوي چي پسونه وي او دا ډول به يې سرونه ور جلا کول ، ماشومانو او زنانو به يې چيغي وهلې ، د خداي روي به يې ورته نيولي وو ، سرونه به يې ورته لڅ کړي وو ، ددوي پښې به يې نيولې ، سپين سرو به خپلي رخچيني لا پر ايښوولې خو دغو وحشيانو به خندل ، په دوي به يې ملنډي وهلې او ډنډه مارانو به يې دوي په نريو نريو لښتو وهل ، په وينو به يې سره کړل چي په قطار کښي ودرېږي او دا ننداره ګوري ، کنۍ له تاسي سره به هم موږ داسي وکړو .
له بده مرغه دا هر څه ژړي غوا په خپلو سترګو وليدل او دغه د قيامت ساعت په دې هم تېر سو . دا مهال زه او ژړه غوا له خپلو لېرو مځکو راروان وو او دغه د څنګ کلي مو په لاره کښي پرېوتي چي ناوړتيا پکښي روانه وه . د ژړي غوا په ملا د سپېښتو ګېډۍ پرته وه چي موږ به د نورو بودګانو دپاره هره ورځ راوړه او د غوا په ملا له ګېډۍ سره زه هم ناست وم چي د لسو کالو وم .
په دغه ننداره ليدلو ژړه غوا ناڅاپه ودرېده او و ماته يې په دا شان رډ رډ وکتل لکه پوښتنه چي کوي چي دا څه لېونوتوب روان دي . که څه هم هغه خاموشه وه ، خو دا هر څه د هغې د زغملو نه وو . هم دا سوب وو چي په وار وار يې و ماته مخ را اړوي ، لکه چي واي چي ولي يو انسان بل انسان وژني او هغه هم په داسي ناترسۍ ، خو زه په خپله اوړ بچي وم ، له ما سره به يې څه ځواب وو ، بل په خپله هم وارخطا وم چي ددغو وحشيانو وماته پام نه سي او څه تاوان نه راورسوي .
که څه هم غوا د مخه ښه په خوند خوند روانه وه ، خو اول ودرېده او اوس يې ناڅاپه منډي پيل کړې. داسي ايسېده لکه هغې چي له دغي نندارې بد تاثر اخيستي وي او اوس ګرسره په يو بل ډول لېونتوب په ځغاست وه او زما دپاره دا ډېره ګرانه وه چي زه دا څرنګه راوګرځوم . بس وېري اخيستي وم ، په ملا يې ټينګ پروت وم او لاسونه مي په غاړه کښي وراچولي وو چي چېري غوځار نه سم . رښتيا وايم په کليمو وم چي دا دي ولوېدم ، دا دي مړ سوم .
يوه ورځ چي اسمان له وريځو ډک وو او نري شمال مستي کوله . دغه راز ما اول ځل و قادر کاکا ته په ګاوبند کښي ووايه چي له درختو ډک وو او وياله هم پکښي بهيده ، که څه هم ادې و بابا مي لا تر اوسه نه وو په خبر کړي . عجبه ده چي هغه زما په دې دومره لويه خبره بالکل نه سو حېران ، بلکه چرت يې لا نه پکښي ووهي او راته و يې ويل.
زما لاليه مېړني خلګ ګرسره په داسي وړو خبرو کښي ري نه وهي او نه يې پرواه کوي چي سرونه پرې کېږي او خلګ حلالېږي ، ولي چي دا مهال وطن د جنګ په سره اور لړلي دي .
خو کاکا مورکۍ واي چي د جنګ خپل اخلاقيات وي ، خپله وزه يې وي ، د ډېرو خبرو خيال پکښي ساتل کېږي .
ما بيرته خبره ور غبرګه کړه .
جنګ ، جنګ وي زما بچيه او دا دويم نوم دي د حيوانيت ، د وحشي توب ، د لېونتوب ، د لېوه توب ،که له ما پوښتنه کول غواړې ، نو دا هيڅ اخلاقيات نه لري چي څوک ګناه ګاره دي او څوک بې ګناه . بس و دښمن ته هر مخالف سور اور ښکاري ، هم ښامار او هم بده بلا او له کيني ورته ډک وي .
د کاکا په مخ دا مهال بې حسۍ لوبي کولې او په سترګو کښي يې هيڅ رحم او تاثر نه وو .
خو کاکا ژړي غوا خو دا هر څه نه منل ، هغه خو ټوله ژوند په خپله د امن او سوکالۍ پيلامه وه ، د هغې دپاره خو دا سور ظلم وو .
ما يو ځل بيا دي قانح کول وغوښت .
هغه ليونۍ وه ، بېوقوفه وه ، بې مغزو وه ، حيوانه وه حيوانه . کاکا کټ کټ وخندل . او حيوان کله پوهنه لري ؟
بس هغه ږغېدي او ما په غټو حېرانو سترګو ورته کتل .
دا مهال کاکا په يوې داسي نرۍ لښتي سره چي تازه تازه يې له يوې وني پرې کړي وه ، په مځکه پرتې له يوې داسي مرغۍ سره لوبه کوله چي مړه وه خو ملګري مرغۍ يې د نږدې اوني په شاخ ناسته ، د هغې په مرګ داسي په سرو ساندو او چيغو وه چي زړونه يې لړزول او څوک يې وزلووي.
پاي
May 2016