خبرپاڼه
نېټه١٣٩٢، ٠٤، ٢٩
کندهار افغانستان– افغان امنيتي ځواکونو تېره ورځ دوې بجې په ژړۍ ولسوالۍ کي د عملياتو پر مهال شپږ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واړول.
افغان امنيتي ځواکونه د خپلو مخکني استخباراتي معلوماتو له مخي يادي وسلوالي ډلي ته د ژړۍ او خاکرېز ولسواليو تر منځ د تنګي درې په ساحه کي په کمين کي ول او د دغي ډلي هغه مخکنى پلان يې شنډ کړل چي له مخي يې غوښتل د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړي ، د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په دغه نښته کي دوه تنه طالبان مړه او څلور نور يې ټپيان دي. چي ورسره جوخت يو تن افغان سر تيرى هم سطحي زخمي سوى چي دا مهال تر درملني لاندي دئ او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړبلل سوى.
دغه راز په ياده نښته کي امنيتي ځواکونو ته د وسلو او مهماتو تر څنگ شپږ عرادې موټر سيکلان چي طالبانو استفاده ترې کوله هم لاس ته ورغلي دي
ديادوني وړ ده چي په دغه پېښه کي سيمه ييزو خلکو ته په هيڅ ډول مالي او ځاني زيان نه دي اوښتي او دا مهال په سيمه کي امنيتي حالت د ډاډ وړ دئ.