په هغه غونډه کي چي نن ورځ درسنیو په خپلواک مرکز کي جوړه شوې ول، پکي دزابل والي ښاغلي محمداشرف ناصري، امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني، دملي دامنیت مرستیال عبدالغفارخان، دولایتي شورا استازي محمدداؤد ګلزار اوعطاجان، داطلاعاتو او کلتور رئیس عبدالمقیم افغان، قومي مشرانو، ځوانانو او زابل میشت ژورنالستانو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کي زابل میشتو مسولینو، ولسي استازو او ژورنالستانو دښادمن ګام خیریه بنسټ ددې مرستي څخه مننه وکړل .
ددې ولایت درسنیو خپلواک مرکز مسوولین وايي چې د ښادمن ګام په نوم خیریه بنسټ ورسره د بیلابیلو دفتري توکیو مرسته کړې .
ددې ولایت د رسنیو دخپلواک مرکز مسوول احمدولي سرحدي وویل چې دغه مرسته د رسنیو د مرکز د کارونو د ښه والي او د بیان د ازادي دپیاوړتیا په موخه شوې ده.
نوموړی وویل چې پدې توکیو کې دوه لپ ټاپ کمپيوټرونه، یو پرینټر- سکینر، دیرش د ناستې څوکۍ، دوه مېزونه، یوه المارۍ، د افغانستان دوه لوي بیرغونه، او نور وسایل شامل دي.
دده په خبره چې د ښادمن ګام دغه مرسته پدې ولایت کې د رسنیو دخپلواک مرکز زیاتي ستونزي هوارولي شي او د خبریالانو په کارونو کې چټکتیا راولي.
د زابل د ولایتي شورا استازي محمد داود ګلزار او حاجي عطاجان چې د دغې مرستې د سپارلو پر مهال حاضر و له ښادمن ګام څخه مننه وکړه چې د زابل له خبریالانو سره یې مرسته کړې ده.
دوی زیاته کړه چې د کندهار ولایت یو تن پانګه وال حکمت ښادمن د هيواد په بیلابیلو برخو کې د ستونزو پر مهال له خلکو سره مرستې کړي چې پدې لړ کې يې د زابل له ژورنالستانو سره هم د یادو توکیو مرسته وکړه، ورڅخه مننه کوي او پرخبریالانو ږغ کوي چې له موجودو امکاناتو څخه په ګټې اخیستو باید د زابل موجودي ستونزي وڅیړي.
پرهمدې مهال دزابل داطلاعاتو اوفرهنګ رئیس عبدالمقیم افغان دښادمن ګام خیریه بنسټ لخوا درسنیو دمرکز سره دمرستي څخه قدرداني وکړل او حکمت ښادمن يې په هیواد بااحساسه ځوان اوبیان ازادۍ ته ژمن کس وبلی.
دالومړی ځل دی چې د یو شخصي مرستندویه بنسټ له لوري د زابل له ژورنالستانو سره مرسته کیږي او دپامه دي وتلې نه وي چي دزابل درسنیو خپلواک مرکز خپل فعالیت تیره ورځ پیل کړ او دمسولینو پروینا چي دولسواکۍ او دخلګو رښتني ږغ په راپورته کولو کي به زیاتي هلي څلي وکړي.