خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٧-٣١
کندهار، افغانستان- ښادمن ګام د خپلو پرله پسې مرستو په لړ کي پخپل شخصي لګښت دا ځل د ملالۍ ميوندۍ مقبره او د مقبرې احاطه ترميموي.
د ښادمن ګام مشر ښاغلى حاجي حکمت الله ښادمن د خپلي ځانګړي توجه له مخي غواړي چي د کندهار د ميوند د ملالي مقبره چي دا مهال په خراب حالت کي قرار لري، ترميم کړي. د مقبرې تر څنګ به يې احاطه هم ترميم سي. ياد ګام پلان لري چي د مقبرې پر شاوخوا يو چمن او اوسپنيزي پنجرې جوړي کړي. دا چي د ملالي ميوندۍ مقبره په ناامنه سيمه کي موقعيت لري، ولايت مقام او اطلاعاتو کلتور رياست غواړي د قومي مشرانو په مرسته د دې سيمي امنيتي وساتي، تر څو دا مقبره په اساسي شکل ترميم سي.
د ښادمن ګام مشر ښاغلى حاجي حکمت الله ښادمن داراز د خپلي خاصي پېرزويني له مخي پخپل شخصي لګښت غواړي لس ټوکه علمي، ادبي او فرهنګي کتابونه چاپ او خپاره کړي. دغه کتابونه چي ځيني يې د مشهورو ليکوالو لکه استاد عبدالرؤف بېنوا او لوى استاد عبدالحي حبيبي اثار دي، دامهال تر چاپ لاندي او د شلو ورځو په اوږدو کي به له چاپه راووځي.
ښاغلى حاجي حکمت الله ښادمن داراز غواړي چي د لوى امپراتور احمدشاه بابا د تاريخي اثارو د خونديتوب لپاره ځانګړي المارۍ جوړي کړي. دغه المارۍ په کلاسيک او لرغوني شکل جوړيږي. د دغو الماريو لپاره ځانګړي قلفونه راغوښتل سوي چي يوه کيلي به يې ولايت مقام او بله اطلاعاتو او کلتور رياست ته وسپارل سي. د دې تر څنګ به يو عادي قلف هم ورواچول سي چي کيلي به يې د خرقې شريفي له متولي سره وي. د دې الماريو کار به هم د شلو ورځو په اوږدو کي بشپړ سي.
د دې ګام مسوولين وايي له دې کار څخه يې هدف دا دى چي د لوى امپراتور احمدشاه بابا تاريخي اثار غوندي سي او هرکله چي کوم چا ته ورښکاره کيږي، بايد د ولايت مقام، اطلاعاتو او کلتور رياست او خرقې شريفي استازي موجود وي، تر څو د ټولو استازو په موجوديت کي له الماريو راوايستل سي او بېرته د دوى په موجودګۍ کي خوندي سي.