تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۲مه: د ښار جوړونې وزارت وايي، په اتو لویو ښارونو کې يې ۷۵۴ زره او ۲۳۳ غیر رسمي او غیر پلاني کورونه ثبت کړي دي.

د ښارجوړونې وزارت لخوا تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې راغلي چې دا غیر پلاني کورونه یې په کابل، هرات، مزار شریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او د دایکندي په نیلي ښار کې ثبت کړي دي.

خبرپاڼه وايي، په دې لړ کې ۴۷۴ زره او ۹۷۲ کورونه په کابل، ۸۱ زره او ۴۴۲ کورونه په مزار شریف، ۷۲ زره او ۷۴۳ کورونه په هرات، ۵۱ زره او ۸۱۸ کورونه په کندهار ولایت کې ورسره ثبت شول چې په غیر رسمي او غیر پلاني سیمو کې جوړ شوي دي.

همداراز ۲۴ زره او ۳۸۴ کورونه په جلال اباد، ۱۲ زره او ۳۹۲ کورونه په بامیان، ۱۲ زره او ۱۴ کورونه په فراه او اووه زره ۱۳۸ کورونه د دایکندي په نیلي ښار کې بې پلانه جوړ شوي او ثبت شوي دي.

خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې وزارت د غیرپلاني کورونو د ثبت تر څنګ د دغو ځمکو خاوندانو ته د ملکیت د سندونو د وېش لړۍ هم پیل کړې ده چې له دې منځه یې په کابل، هرات، جلال اباد، بامیان او نیلي ښار کې ۲۰ زره کورونو ته سندونه هم ورکړي دي.

وزارت همداراز وايي چې غواړي د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې په اتو ولایتونو کې۵۰۰ زره کورونو ته د ملکیت سندونه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *