تاند- د دوبۍ امیر شیخ محمد بن رشید المخدوم ناببره ښاروالۍ ته لاړ او په یو وار یې نهه تنه جګپوړي مسوولان ګوښه کړل.
د انډیپندنټ ورځپاڼې د راپور له مخې د دوبۍ واکمن سهار مهال د ښاروالۍ دفترونو ته سر ورښکاره کړ، که ګوري چې جګپوړي مامورین کار ته نه دی راغلي. ده همالته پرېکړه وکړه چې ۹ تنه ناسوب (غیرحاضر) چارواکي کار ته د ناوخته راتګ په خاطر تقاعد کړي.
خو وام خبري اژانس د شیخ مخدوم له قوله ویلي چې دا کسان یې د دې لپاره په کور کښېنولي چې نوي نسل او نویو استعدادونو ته لار پرانستل شي.
په یوه ۱۴ ثانیه يي ویدیو کې، چې انډیپنډنټ ورځپاڼې خپره کړې ده، د دوبۍ ۶۷ کلن امیر ښکاري چې د ښاروالۍ په تش دفتر کې ګرځي.
امیر شیخ مخدوم پرون /دوشنبه/ په خپله ټویټر پاڼه کې د متحده عربی اماراتو د پوهنې وزیره جمیله المُحیري په دې ستایلې وه چې د ماشوم له زېږولو یوازې ۳ اوونۍ وروسته خپل کار او د فتر ته حاضره شوه.
شیخ محمد بن رشید المخدوم، چې د متحده عربي اماراتو مرستیال ولسمشر او صدراعظم هم دی، په دې مشهور دی چې ناببره دولتي ادارو ته ځي او کارونه له نژدې ګوري.
له اقتصادي او توریستي پلوه په یو نړیوال پرمختللي ښار د دوبۍ په بدلولو کې د ده په رول څوک سترګې نه پټوي.
د شیخ مخدوم په اړه دا هم ویل کېږي چې خپل پټ کسان دفترونو ته لېږي چې دولتي کارکوونکي له خلکو یا مراجعانو سره څرنګه چلند کوي.