د ادارې روح مالي ملاتړ دی. کله چې مالي ملاتړ پر ودروې، روح يې قبض کېږي. انسان چې څښاک-خوراک ونکړي مري؛ مانا دا چې د مادياتو په مرسته معنويات ژوند کوي. نيژدې درې کاله بهرنيو مرسته والو د هلمند له ځايي دولتي راډيو ټلوېزيون سره مالي همکاري کوله. کارکوونکو ته يې لوړ-لوړ معاشونه ورکول. تخنيکي سيسټم يې له انالوګه، ډجيټل ته ور واړاوه. هرډول وسايل يې ورکول. لنډه دا چې دغه اداره او خپرنيز غونډال يې دومره ملاتړ کړ چې له مرکزي رسنيو سره يې سيالي کولای شوه. څه له پاسه شپېتو رسمي، او قراردادي مامورينو کار پکښې کاوه. کله چې د هلمند پخوانی والي محمد ګلاب منګل له دندې ګوښه شو د بهرنيانو ملاتړ، او مرسته په لومړيو کې محدوده، ورپسې غوټه وشکېده. له يوې خوا ۲۰۱۴ رانيژدې شو، بل پلو د مرسته کوونکو بهرنيانو پانګونې پای ته ورسېدې. د هلمند تقريباً ډېری ادارې ددوئ له مرستو بې برخې شوې. چا-چا خپل ځانته بوديجې درلودې، کار يې خنډنی نه شو. يواځې د هلمند ددولت ژبه، او د سيمې راډيو ټلوېزيون و چې ۵۰ قراردادي مامورين، او اداره يې په بشپړه توګه له غټي اړتيا سره مخ شوه. دومره توان نه يې درلود چې خپلې غوښتنې پرې پوره کړي. د بهرنيانو د مرستې درېدل، او د رسمي تشکيل نه ډېروالی ځانته مباحثه چې ددې کوچنوټې ليکنې سره اړه نلري.
د راډيو ټلوېزيون کارکوونکي، او غونډه اداره له خورا لوی اقتصادي بحران سره مخ شوه. کمپيوټرونه يې خراب شول. کمرې يې خرابې شوې. نورې تخنيکي نيګړتيا وې يې پيدا کړې. لنډه دا چې ټولو مامورينو يې د سهار چای، او د غرمې ډوډۍ په خپلو پيسو اخيسته. خنډونه،ستونځې او نور افتونه يې دومره ډېر شول چې د راډيو-ټلوېزيون خپرونې يې له خورا لويې خنډمارۍ سره مخ کړې.ډېر شمېر کارکوونکو يې د و ټيزو نيمګړتياو له کبله دندې پرې ښودې. يواځې د رهبريت ډله او د ګوتو په شمېر مامورين يې پاته شول.
له نوي والي سره بدلونونه راغلل. ددې ادارې پخوانی مشر بل ولايت ته تبديل، او پرځای يې بل څوک دلته د امر په توګه وټاکل شو.څه کم دوې مياشتې راډيو ټلوېزيون په زړه ذخيره ځان وساته. وروسته يې اړتيا ډېره اوچته شوه. دې ادارې د ولايت مقام په مشرۍ ډېرې هلې ځلې وکړې. د ټلوېزيون لپاره يې پاته بهرنۍ، ادارې، او د ملي سوداګرو اتحاديه ډېره راوننګوله. ملي سوداګرو يواځې دوې مياشتې د ټلوېزيون مامورينو ته د پخوانۍ اندازې سره سم معاش ورکړ، چې د کور وداني وړ ده. بهرنيانو له ژمنې پرته نوره هيڅ مرسته څڅ نکړه. ولايت مقام هم له ځانه اضافه بوديجه نه درلوده چې د ټلوېزيون تشه په ډکه کړي.اوسني والي محمد نعيم حتی ولسمشر حامد کرزي ته لا د راډيو ټلوېزيون نيمګړتياوې، او اړتياوې وريادې کړې.”حامد کرزی په يوه لنډمهالي سپر هلمند ته راغلی و”
د راډيو ټلوېزيون د رهبرۍ غړي لښکرګاه ښاروال محمد فاضل ساپي ته جرګه شول. تر دې مخکې يې ټولې ادارې خواست کړې، پوښتلې او ننګولې وې؛ هيڅ مرسته يې نه وه ترلاسه کړې. په هلمند کې يواځې دغه اداره وه چې دوئ د مرستې تمه ترې درلوده. ښاروال ساپي تر خپله وسه له ټلوېزيون سره د مرستې عملي اقدام وښود.
له راډيو ټلوېزيون سره د ساپي مرسته:
“د راډيو ټلوېزيون سايټ ته يې کلنی لګښت ورکړ. پر انټر نټ يې د ژوندۍ راډيو پيسې ورکړې. ټرانسپورټي برخې ته يې تېل ورکړل.انټر نټ يې بېرته ورته سم کړ. خراب شوي تخنيکي وسايل يې ورغول.ناګارې کمرې يې ور جوړې کړې. مامورينو ته يې د ډوډۍ او نورو خوراکي توکو غم ور وخوړ. هر قراردادي مامور ته يې په کاپي اندازه له يوې بهرنۍ مرستندويې ادارې له کابله معاشونه پيدا کړل. د مرستې له دې نمونو يې ټولو جريان ونه موند. څه ناڅه يې ودرېده. هغه مرسته يې روانه وساتلی شوه چې د ښاروال ساپي وس پرې رسېد. په ورځنيز ډول يې اړتياوې په پام کې ور ونيولې”
د مرستې دا نمونې يې ما د خپلو مالوماتو تر مخ ليکلې دي. زه نه يم خبر چې ساپي څومره نوره مرسته ورسره کړې ده؟ ډېره ممکنه ده چې د نورې مرستې نورې نمونې هم موجودې وي.
ستاسې پوښتنه ده: ساپي دا مرسته له ښاروالۍ ورکړه که له خپل جېبه؟ زما د مالوماتو له مخې ښاغلي ساپي په دې خېرانه کار کې له اړوندو ادارو ملاتړ غوښټی دی. د خپلو روابطو ، او خپلو زيارونو په تلاښ يې دا مرسته راټوله، او هلمند ټلوېزيون ته په واک کې ورکړه.
ښايې ځينو ته دا مرسته لږه ښکاري،خو هلمند ټلوېزيون ته ډېره او پوره اړتيا يې ورته درلوده. مهمه وه چې د ښاغلي ساپي دا احسان پر انټر نټ خپور کړم. خلک دې ښه په پېخر تورونه راپوري کړي. ودې وايي چې ليکونکي ته ښاروال پيسې ورکړې. ودې وآيي چې ليکونکي ته ښاروال نمرې، او جايدادونه ورکړيدي. که سړی وي پوهېږي چې دا لينکه د رشوت،چاپلوسۍ او غوړه مالۍ رنګ نلري. پوهېږي چې دا ليکنه سپارل شوې نه ده، رښتنې پېيل شوې ده. دا لنډوکې ليکنه پای ته ورسېده،خو سل کاله نور دې د ښاروال ساپي ژوند پای ته نه رسېږي.
دا وطن به هله جوړ شي چې خاين کش کړو زندان ته.