ځینې خبرې داسې وي چې د ویلو فرصت یی په اسانه نه برابریږي او که شي هم نو بیا وخت له وخته تیر وي. له ښه مرغه چې اوس لږ تر لږه په یوه مناسب وخت کې د دا راز خبرو کولو یوه وسیله (فیسبوک) پیدا شوی. د فیسبوک خوبي تر نورو رسنیو په دې کې ده چې چاراکي یی هم کاروي، حتی ځیني خو په رسمي وخت کې هم پرې بوخت وي.
چې خبره بلې خوا ته لاړه نه شي، هدف مې له همدې فیسبوکه په ګټنې ښاروال صیب ته په مناسب وخت کې خپل پیغام او سلا مشوره رسول دي. دا یوازې زما غوښتنې نه دي، بلکې د ډیرو هغو ننګرهار میشتو غږ دی چې له کلونو راهیسې راسره شریک کړی، خو یا چا نه اوریده او یا ورته ارزښت نه درلود.
جناب ښاروال صیب! دا چې خبره لا ښه واضحه شي، نو زما په قلم د ولس دا غوښتنې به تاسو ته شماره وارې کړمه:
۱- د ښار پراختیا : دا مهال د جلال اباد تاریخي ښار فقط په څو کیلومتره مربع ساحه کې راټول دی. بلخوا د نفوسو ګڼوالی یی هم ورځ تر بلې زیاتیږي، چې ټول ښاري نظم او چاپیریال زیانمنوي. دا به هم نه وایو چې خلک ولې ښارونو ته مخه کوي، ځکه له امنیته نیولې بیا تر ګڼو نورو ستونزو د دې چارې یو اساسي لامل دی.
مګر هغه څه چې ښاروالي یی هم د اوس او هم د راتلونکي لپاره کولای شي، د ښاري پراختیا منظم او عملي پلان جوړول دي. د ښار د پراخیدو امکانات هم کم نه دي، تر یوه بریده دا کار په طبعي ډول شوی، خو که د ښاروالۍ په پلان ترسره شي نو لا بهتره ده.
دا مهال د جلال اباد ښار څلورو خواوو ته هغه لمړنۍ ښاري اسانتیاوې برابرې شوي، چې د یوه پراخ ښار لپاره اړین دي، فقط یو منظم خو عملي پلان غواړي. .
که د ښاروالۍ اداره د ښار پراخول پخپل لمړیتوب کې را نه ولي او د ښاري اسانتیاوو لمنه پراخه نه کړي، نو سبا ممکن د نفوسو د تراکم ګراف هومره لوړ شي چې کنترولول به یی له وسې وتلې وي.
۲- د څلور لارو او سړکونو پراخول: د جلال اباد ښار دا مهال د ګوتو په شمیر څو داسې څلور لاري لري، چې په لیدلو یی سړی له افسوس کولو پرته بل څه نه شي ویلای. له بده مرغه چې په تیرو ۱۳ کلنو کې له بلا مرستو سره سره لږ تر لږه دا څو څلورلاري له اوسني ښاري سیسټم سره برابرې جوړې نه شوې. د اوسنیو څلور لارو دا حالت نه یوازې له زینتي اړخه بې رنګه دی، بلکې ګڼ ترافیکي مشکلات یی هم زیږولي.
ښه ده چې د دغو څلورلارو پراخول او جوړول پخپلو کاري لمړیتوبونو کې راولئ، او لږ تر لږه دومره یی پراخ کړئ چې سترګې یی ومني.
۳- د ښاري فرهنګ دودول: په هیواد کې پرلپسې جګړو او ناخوالو د نورو ستونزو تر څنګه یوه دا هم پیدا کړه چې زموږ اکثره هیوادوال د یو لړ غوره فرهنګي ارزښتونو له ساتلو او پوهیدلو څخه لرې پاتې شول. دا چې ښاري ژوند له کلیوالي حالته څومره توپیر لري؟ د ښار استوګن باید کومو هغو ټکو ته پام وکړي چې سیمه یی پاکه وساتل شي؟ او داسې ګڼ نور موارد هغه څه دي چې لا هم زموږ ډير ښاریان یا پرې نه پوهیږي او یا ورته بې ارزښته ښکاري. دې چارې هم د ښار رنګ او ښکلا زیانمنه کړې. که د ښاروالۍ اداره د خپلې بودیجې یوه برخه همدې مسلې ته د یوه دوامداره مطبوعاتي کمپاین لپاره ځانګړې کړي، نو حتمي یوه نتیجه ورکوي.
۴- کاري امکانات برابرول : همدا اوس په جلال اباد ښار کې په زرګونه هیوادوال د هټیو او سړکونو مخې ته په لاسي کراچیو یا هوارې ځمکې خپل ورځنی کاروبار کوي، مختلف توکي پلوري او یوه مړۍ ډوډۍ ګټي. کله کله د ښاروالۍ لخوا د ښار پاکولو کمپاین په نامه د دغو خوارانو مزدوري خرابوي، خو له لنډې مودې وروسته هر څه پخواني حالت ته ګرځي.
زه وایم د دې پر ځای چې د هیوادوالو د کاري زمینې مخه ډپ کړو، ولې یوه داسې مناسبه لاره نه ګورو چې هم دوی ته کاري زمینه برابره شي او هم د ښار رنګ پرې ښایسته شي. د ښاروالۍ اداره کولای شي چې دا مزدورکاران د ښار له واټونو هاخوا داسې ځایونو ته ولیږدوي چې هم دوی ته سهولیت وي او هم مشتریانو ته.
۵- د مجازاتو او مکافاتو دودول: د دې پر ځای چې خپله د یوه مسول شخص په توګه ښار ته ووځي او له بیل او کولنګ سره د خلکو هڅولو په موخه څو نمایشي ګامونه واخلې، بهتره ده چې له خپل شته پرسونل څخه استفاده وکړې. د ښار د تنظیفاتو برخې پرسونل کم هم نه دی، خبره فقط د دوی د حقونو د کمښت ده، هغه چې کار کوي، ستړیا ګالي او ښار پاکوي میاشتنی عاید یی په نشت حساب دی، خو څوک چې په کراره ناست دي بیا پر خپل معاش سربیره د عاید سل نورې لارې هم لري. که په اداره کې مو د مجازاتو او مکافاتو سیسټم فعال شي، نو وګورئ چې څوک په رښتیني زړه کار کوي او څوک نه.
۶- د ښاروالۍ د ملکیت رغول او سالمه استفاده: همدا اوس زما د معلوماتو له مخې د ښاروالۍ د ملکیت ډیره برخه یا ویجاړه پاتې او یا هم په داسې یوه ناڅیزه بیه سوداګرو خپله کړې چې په حساب نه ارزي. که دا ملکیت خپله د ښاروالۍ لخوا تثبیت او د یوې ښارې نقشې پر اساس اباد شي، نو لوړه عایداتي سرچینه ده.
۷- حساب ورکول: که څه هم کیدونکي کارونه پټ نه پاتې کیږي، خو ولس ته د هر ترسره شوي یا نیمګړي فعالیت حساب ورکول له خلکو سره مو واټن لنډولای شي. زموږ د اکثرو چارواکو همدا نیمګړتیا د دې لامل شوی چې ولس ورځ تر بلې له دولته فاصله اخلي او ځان ترې بیلوي. مګر که تاسو په رښتیني زړه کار کوئ نو ښه ده چې لږ تر لږه په میاشت کې یو ځل د مطبوعاتو له لارې یو لنډ ګزارش یی وړاندې کړئ.
محترمه! ښار کار غواړي او کار د کار سړي. دا څو غوښتنې مو ځکه له تاسو سره شریکې کړې چې خلک درڅخه د یوه ځوان په توګه تمه لري او که د مخکنیو لاره دې خپله کړه نو ابد یی هم وسنجوه.