دلته چې کوژده وشي بويه کورنۍ نور د لګښتونو درانه بار ته اوږه ورکوي، دا لګښتونه د دې سبب ګرځي  چې په ډېر لنډ مهال کې کورنۍ له ګوډ او مات اقتصادي حالت سره مخ شي.

د نجلۍ د کورنۍ له لوري د واده د تړون په پار د مرکې له منلو وروسته د هېواد په زياتو سيمو كې پر هلك د ولور يا شير بها په نوم پيسې اېښودل كېږي او ځينې وختونه بيا د دې پيسو اندازه تر دې حده ملا ماتوونكې وي چې هلك دې ته مجبوره شي چې پردي هېواد ته د كار كولو لپاره لاړ شي؛داسې دود دی چې د هلك د كورنۍ له خوا د ولور له منلو وروسته د نجلۍ د كورنۍ له خوا د لفظ په نوم د هلك كورنۍ ته يو څه شيريني وركول كېږي چې د هلك كورنۍ بايد د دې دستمال پر ځاى يوه اندازه پيسې كېږدي؛په ځينو ښاري سيمو کې د کليوالو سيمو په څېر د ولور ورکول رواج نه لري خو د ولور پر ځاي هلته نور ناوړه او له زياتو لګښتونو سره مل رواجونه شتون لري،هلته د لفظ د اخيستو پر ځای  تر شل زرو او يا له هغه څخه ډېرې پيسې اېښودل کيږي او د دستمال يا غټې شيرينۍ پر مهال  تر يو لک پورې او يا تر دې زياتې پيسې اېښودل کيږي؛په ښاري سيمو کې د واده دروند لګښت له همدې ځايه پيل کيږي،په ښاري سيمو کې د کوژدې د مراسمو د تر سره کولو لپاره کورنۍ اړ کيږي چې خپلو لسګونه حتی سلګونه خپلوانو او دوستانو ته بلنه ورکړي او ډېرې زياتې پيسې په کې په لګښت ورسوي چې دا کار ملاماتوونکي او ناوړه  ګڼل کيدای شي؛په دې کار سره د کورنيو  د کلونو کلونو راهيسې سپما شوې او خوندي شوې ټولې پيسې په لګښت رسيږي.

 په ښاري ودونو کې د هوټلونو لګښتونه،د موډ او سينګار لپاره سينګارتونونو د ښځو ورتګ او هلته غير اړين لګښتونه هغه څه دي چې زه به يې په نورو ليکنو کې راټول کړم؛هېره دې نه وي چې د واده له مراسمو څخه د فلم اخيستنې رواج هم دا مهال په ښاري سيمو کې خپلې رېښې غځولې.

هغه کسان چې د واده له مراسمو څخه د فلم اخيستې (فلمبردارۍ) کار کوي،داکوچنی کاروبار يې په ښه سوداګرۍ بدل شوی، د فلم اخيستونکو له خوا د ټولو اړينو وسايلو سره سمبال او معياري فلم چمتو کول د يوې کورنۍ لپاره له پنځلسو تر شلو زرو افغانيو پورې لګښت لري په داسې حال کې چې د فلم اخيستونکو کرايه هم له څلورو تر شپږو زرو پورې رسيږي.

له دې سربېره په ښاري سيمو کې د واده او کوژدې په مراسمو کې نور اضافي لګښتونه هم شته چې کورنۍ ترېنه سر ټکوي د بېلګې په ډول د مهر او محبت د طبقونو،نوروزي وړل د اختريزو جوړول وړل،براتي او د روژې په مبارکه مياشت کې د روژه ماتې په نوم د هلک له خوا د کوژدنې کورنۍ ته د جامو،وچې او تازه مېوې او خوړو د وړلو لړۍ پيل کيږي،ځينې کورنۍ خو بيا له خپل زوم څخه دا تمه لري چې په هر فصل کې د نجلۍ کورنۍ ته فصلي مېوه يوسي .بايد ووايو چې د هېواد په مختلفو سيمو کې په ودونو کې بېلابېل داسې رواجونه شته چې له زياتو او بېځايه لګښتونو سره مل وي.

په ښاري سيمو کې د سرو زرو د اخيستلو رواج هم ډېر دروند او ملاماتوونکی دی،د سرو زرو اخيستل حتمي دي؛دوی ته دا نه ده مهمه چې د سرو زرو  د اخيستلو لپاره به دومره لويه اندازه پيسې له کومه کيږي؟

د کابل ښار د سرو زرو په پلورنځيو کې د سروزرو بېلابېل ډولونه لکه بحريني،مدراسي،سنګاپوري،عربي؛

کويټي او مصري سره زر پلورل کيږي، د سرو زرو د سيټونو بيه له ۷۰ زرو څخه پيليږي او همداسې تر دې جګې بيې لري چې هر څوک د خپل توان برابر سره زر اخلي؛ځينې وخت نجلۍ يا د هغې کورنۍ داسې يو سېټ خوښوي چې بيه يې  ډېره لوړه وي،چې اخيستل يې د هلک له وس څخه پورته وي،همدا کار د دې سبب کيږي چې ددوی د کورنيو تر منځ اړيکې ترينګلې شي.

له سرو زرو  ورهاخوا  د واده د كميس اخيستل يا كرايه كول د بېوزلو کورنيو لپاره بل سر خوږی دی چې ځينې كورنۍ بيا د نكاح كميس هم په كرايه اخلي؛ چې د يو کميس کرايه له ۶ زره  افغانيو نېولې تر ۱۰ زره افغانيو پورې رسيږي.

د افغانستان په اوسنيو نازکو اقتصادي او شرايطو کې چې د کورنيو اقتصاد ورځ تر بلې د خرابېدو پر مخ روان دی،د داسې رواجونو مخ پر ودې حالت د اندېښنې وړ دی او ګڼې کورنۍ يې د اندېښنو په درياب لاهو کړې او له اروايي ګډوډيو سره يې مخ کړې،په پايله کې بايد وويل شي چې د داسې لګښتونو او رواجونو شتون په کورنيو او ټولنو کې ستونزې زيږوي او داسې رواجونه ناوړه ګڼل کېدای شي،د بې وسه کورنيو لپاره د سروزرو د سيټونو اخيستل او  يا د کميسونو کرايه کول ملاماتوونکی رواج ګڼلی شو،تاسې فکر وکړئ هغه کورنۍ چې مياشتينی عايد يې پنځه يا شپږ زره افغانۍ وي څنګه به داسې لګښتونوته اوږه ورکړای شي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *