تاند- په امریکا کې یوه ناوې او زوم په کلیسا کې د نکاح له مراسمو تر راوتلو وروسته په واټ کې د پولیسو له لوري ونیول شول.
دوی له کلیسا څخه ترراوتلو وروسته ځانونه لوڅ کړي وو او پولیسو، په دې جرم چې څوک حق نه لري په عام محضر کې بربنډ شي، ونیول.
پولیسو دا دوه تنه په سانفرانسیسکو ښار کې په داسي حال کې ونیول چې ناوې یوازې پر سر د واده جالۍ لرله.
۴۴ ناوې د حکومت یوه مخالفه سیاسي فعاله ده چې تر دې پخوا هم د پولیسو له لوري څو ځلي نیول شوې خو ۲۰ کلن خاوند یې د دې وچ په وچ تقلید کړی و.
ناوې د پولیسو په وړاندې خبریالانو ته وویل چې دوی د بربنډتوب د ممنوعیت پر قانون د اعتراض په دود ځانونه لوڅ کړي وو او ډاډه دي چې د سانفرانسیسکو خلک به یې ملاتړ وکړي.
پولیس وايي، دا جوړه یې په داسي حال کې ونیوله چې پر سړک یې نڅا کوله.
د امریکا په سانفرانسیسکو کې له ۲۰۱۲ م کال راهیسي په ښار کې د خلکو پر بربنډه ګرځېدا بندیز لګول شوی دی.