قدرمنه :هغه څه چې دافغانستان د زرګونو بی چاره خلګو نه ژوند اخلی حتي دومره کسانو ژوند ته خطرمتوجه کوي چې نه یې القاعده اونه یې دسرطان ناروغي سیالی کولی سی، هغه خطر عبارت دي –
اول : دپاکستان اوایران اوهندوستان څخه بی کفیته درملوواردول دي مایوکال پردې دځینوسفروپه دوران کې تحقیق وکړي په ټول کابل کې دوه درملتونونه اصلی درمل خرڅوی هغه هم په لوړ قیمت د یوی خوا خلک غریب دی او د بلی خوا نه پوهیږی چې اصلی درمل کوم دی او جعلی درمل کوم دی؟ په  دې کارکې دوزارت نه نیولې چې څوکمپنۍ یې ټیکه کړیدي دهغودرمل هم روغتونونه اوهم درملتونونه اخلي ، حتي تردې اندازې چې دیوه کمپنۍ نماینده لس فیصده ګټه پخپله اخلي اوشل فیصده وډاکترانوته ورکوي اویوه غټه فیصدی دروغیتاوزارت ته ورکوي تاسی اټکل وکړي چې ددې درمل قمیت به څوته رسیږي په داسی حال کی چې اصلی کمپنۍ یوازی خپلو تجارانو ته پنځه فیصدی ګټه ورکوی دا نوری فیصدی له کومه کوی، که داسي یولابراتوارراوغواړي دپاکستان دهرکمپنۍ هغه درمل چې په پاکستان کي خرڅوي اوهغه درمل چې افغانستان ته یې رالیږي تجزیه کړي همدارنګه دهندوستان اوایران بیا به درته مالومه سي چې دا درمل دی او که زهر ؟
د افغانستان ټول خلک بی کیفیته درملو مړه کړل :
ټول ملت ته څرګنده ده چې په ټول افغانستان کې جعلی او بی کیفیته درمل چې له مختلفو هېوادونو څخه خصوصآ له ګاونډي هېوادولکه پاکستان ، ایران او هندوستان څخه واردیږی بی کیفیته او جعلی دی د بی کیفیته دوا له امله زمونږ په زرګونو هغه وطنوال له ډیرومالی ستونځوسره سره روزمره ترپنځه زیاتی طیاری هندوستان ، په زرګونه کسان پاکستان اوایران ته پرځمکیزه لارو دخپل علاج دپاره روان دی چې دایوه ستره انسانی فاجعه ده  او هغه وطنوال چې اقتصادی توان نلری بد بختانه د دغه بی کیفیته او جعلی درملو له امله هدیروته روان دي ، مونږ له نوی اولس مشر ډاکټر محمد اشرف غنی احمدزی څخه په کلکه غوښتنه کوو  چې دڅوشیانوچې دخلګودژوند په هکله زهرګرځیدلی دی  هرڅومره چې ژرکولای سي مخه ونیسی
لومړي : دجعلی درملو د واردولومخه نیول .
دوهم : دهردرملتون لس قلمه دوا باید دیوه داسی لابراتوارپواسطه چې ددې ملی قاتل روغتیا وزارت لخوا نه بلکه د داسي یوه هیئت د لاری چې زړسواندي ډاکتران په کښی وی تجزیه سی که په لس کی زیاته برخه جعلی وی باید وتړل شی .
دریم : کوم هیئت چې دروغتونو دپاره ددرملوقراردادونه کوي کاملا دفساده ډک دي باید فورا له دې کاره ګوښه سي
څلورم : شخصی روغتونونه لکه غله لاری ئی نیولی دی دبیچاره ناروغانوجیبونه لڅوی هیڅ قانون ، لایحه ، مقررات ، نرخ او پوښتنه نسته .
پنځم : په پاکستان کی همدغه د درملو شرکتونه درمل په ۵ فیصده تخفییق درملتونو والاؤ ته ورکوی ځکه چې کیفیت ئی لوړ دی مصرف پری زیات راځی . اما په افغانستان کی ئی په ۲۰ فیصده درملتونونو ته ورکوی دا کومه معجزه ده .
شپږم : په پاکستان کې درمل دری میاشتی مخکی د تاریخ د پوره کیدو څخه تاریخ تیری بلل کیږی د هغو درملو پلورل منع دی همدغه درمل چی دری میاشتی یی د تاریخ پوره کیدو ته پاته وی او په پاکستان کی تاریخ تیری بلل شوی افغانستان ته واردیږی او د دری میاشتو په موده کی په هر ډول چې وی باید و پلورل شی .
اوم : داسی کسان هم شته چې مخکی به ئې نصوار ټکول او خرڅول اوس درمل خرڅوی او ځان ډاکټران معرفی کوی او فوق العاده معاینه خانی او لابراتوارونه لری.
اتم : په اکثرو ولایتو کی د خارج څخه راغلی ډاکتران جعلی اسناد لری او حتی ځنی ئی لا د دولسم صنف څخه هم نه دی فارغ .
دخداي دپاره  ددغه جعلی او بی کیفیته درملو مخه ونیسی که په قاچاقی لارو راځی د قاچاق مخه یی ونیسی او که له قانونی لاری راځی په هر بندر کی باید د قرنطین مرکزونه ورته جوړ شی لومړی باید قرنطین او بیا د کیفیت د شناخت وروسته محصول اویا هم ضبط شی تر څو افغانان له دغه زهرو څخه خلاص شی . په اوس وخت کې ټولی هغه درمل  چی له هندوستان ، ایران خصوصا پاکستان څخه راځي جعلی او بی کیفیته دی ددی درملو جعلی توب او بی کیفیت والی له دوه لارو څخه معلومیږی .
۱- لومړی خو داجعلی درمل  هیڅ مثبت تاثیر نه لری ، جانبی عوارض ئی تر حده زیات وی نو ناروغ له بد نه هم بد تر کوی تر څو مجبوره شی د تداوی لپاره پاکستان او یا هم هندوستان ولاړ شی .
۲- دوهم  هغه شرکتونه چې افغانستان ته درمل واردوی د دغه درملو د خرڅلاو څخه معلومیږی ځکه چی شرکتونه لومړی خپل هغه کس چی دده لپاره درمل په ډاکترانو خرڅوی هغوی ته د کمپنی لخوا ویل شوی چی په دی درملو کی ۱۰ فیصده ستا او ۲۰ فیصده د ډاکتر ، اوس ۳۰ فیصده دوه نفره تری اخلی تاسو فکر وکړی چی دا شرکت والا به یی له پاکستان او یا هم له کوم بل هېواد څخه په کومه فیصدی راوړی چی تر څو لومړی تری دا ۳۰ فیصده اوباسی بیا خپل د شرکت مصارف او ګټه ، د درملتونونو ګټه او انصاف ته چی دوی ته درمل په ۲۰ فیصده تخفیف ورکول کیږی دوی یی بیا د اصلی قیمت دوه برابره خرڅوی یعنی که چیرته د درمل قیمت ۱۰۰ کالداری وی دوی یی بیا په ۱۰۰ افغانۍ خرڅوی . له یوی خوا جعلی او بی کیفیته له بلی خوا په دوه برابره قیمت وپلورل شی .
بل د ځینو شرکتونو درمل چی له نورو خارجی هېوادو څخه واردیږی په هغو درملو باندی قیمت نه وی لیکل شوی بیا نو د درملتونونووالاؤ انصاف چې په هر څو ېی په دی مظلوم ملت خرڅ کړل.
د درملو د نرخ د کنترول لپاره باید جدی پاملرنه وکړی تر څو د خپل اصلی نرخ څخه پورته ئي ونه پلوری او یا هغه کمپنۍ چې درمل واردوی مهرباني دی وکړی کارخانی دی راوړی .
نوټ : ښاغلی احمدزی صاحب  یواځی د روغتیا وزارت د مشاورینو او لوړپوړو چارواکو معاشونه او روزمره مصارف کولی شی چی په افغانستان کی داسی شفاخانه جوړه کړی چی د ګاونډی هیوادو په سطحه وی او خلک خپل علاج به خپله خاوره کې وکړی چې یواځی د طیارو او ټکسیانو کرایه پخپل هېواد کې پاته شي د کاله په سل ګونه میلونه ډالر کیږی .
یما جان
5 thoughts on “ښاغلي ولسمشراشرف غنی ته سرخلاصی لیک”
  1. يما جانه وروره ستا دليک څخه مننه،تاسو هر څه پدی ليک کي راوستلی ،اما ستاسو دليک په لوستلوسره ماته د 2001کال پيشورته دسفرپه وخت يوه خبره راپه يادشوه .،ديو وطندار سره معرفی شوم چي ددواوو کاروباريي کاوه نوما ور څخه وپوښتل چي زما مور ناروغه ده دوا خوری اما هيڅ تاثير نکوی،نوده راته دزړه له کومی هغه واقيعيت وويل چي يوقاتل پری شرافت لری،ده وويل زه په پيښورکی ددوا جوړولوفابريکی ته ددوااخيستلو لپاره ورغلم دفابريکی خاوند راته ددوا دقيمتونو لست راکړ نوماورته وويل چي صاحب داخو ډير ګران دی ،هغه په جواب کی راته وويل چي ددوا قيمت خوهمداده دی،که غواړی بل قيمت هم لرو،تاسو دڅو روپيو دوا غواړی موږيي دکيفيت فيصدی لږو نوبيا هغه واخله چي ارزانه ده،(:مثلا دامپسلين په يوه کاپسول کی بايد 5ملی يا10 مليګرامه وی فابريکی يو ملی ته برابروی )او بيايي خرڅو اما په دوا به هغه ميلیګرامونه نوشته وی زموږ دښمنان د هری لاری موږ وژنی.زه ستاسو دليک په تايد دا وايم چي زه بي له کوم امتياز څخه حاضر يم چي ددواوو دواريدولو دسيستم دجوړولو په هکله دخپلو دتجربوپر اساس کومک وکړم .الله دی ټولو ناروغانوته ښه صحت ورکړی

  2. ورور جانه ډیرپه زړه پوری لیکنه دي کړی ده . زما بلکه د ټولو افغانانو د زړه اواز دی ، الله دی وکړی چی اولس مشر ته د ا پيغم ورسیږی او جدی اقدامات وکړی،
    .مننه

  3. لکه چی مونږ ولیدل پخوا به د یوه تلیفون لپاره خلک پيښور ته تلل یو دوه ورځی به له یوی خوا او دوه ورځی به له بلی خوا تر پاکستانه تیریدی ، پاسپورت او ویزه به یی اخیستل او هلته په هوټل کی یا له ځپلوانو سره د لیدو لپاره به یی مصارف کول . مګر اوس د مخابراتو او تکنالوژی وزارت له برکته هر سړی له خپله کوره د نړۍ له هر ګوټ سره تماس نیولی شی.
    که دافغانستان دولت د یوه اروپایی هیواد په مرسته یولوی مدرن او مجهز او په نړیوال معیار او ستندرد برابر روغتون او د هغوی تر څنګ د درمل جوړولو یوه عصری فابریکه جوړه کړی نو له دغو ټولو مشکلاتو نه به د افغانستان خلک د تل لپاره خلاص شی. خلک به نور جعلی درمل نه اخلی او دملت سرمایه به پاکستان او ایران ته نه انتقالیږی.

  4. ګران وطنواله ماستا ليک مکمل اوپه دقيقه توګه ولوست .
    ديو نظامی,جنائ,اپراتيفي, تحقيقاتي ,اواستخباراتي کار پوه په تو ګه خپل لند نظر په لاندي تو ګه وراندی کوم.مګر ددرسې له نګاه دا يو ساده بحث نه دی؟
    دنظامي له نظره حرب دوه قسمه دی.
    ۱ / حرب ګرم.
    /۲حرب سرد يعنی تبليغاتې.
    مګردزمان او شرآيطو په تيريدو څومره چه سلاح او تخنيک مدرن ريزه کيږی اوتکنالوژې مدرن او مخ په وړاندی ځې دحربی شکلونه هم تغير او نوی حالتونه ځانته غوره کوې فعلاء دګرم حرب او حرب سرد په .
    خوا کي دوه نورشکلونه هم .
    ۱/حرب اقتصادی.
    ۲/ حرب استخباراتی.
    دا دواړه شکلونه ډي خطر ناکترين شکلونه دې ونسبت حرب ګرم او حرب سردته دا ولې چه ددې شکلونو په مخ بيونکی کړۍ مافيائ کړۍ او مافيائ ممالک دي.مهمه داده چه ددوي سره دحکومت مفيائ غړې هم غاړه دې.
    نوربحث مخکې نه بيايم .
    صرف دومره وايم ستا ليکنه ساده ليکنه نه ده داهغه اقتصادي او استخباراتي جنګ دي چه زمونږ دخوار ملت په ضد روان دي ددي کار عاملين ملې جنايتکاران او عمل ئ ملي خيانت دی.
    ددي کار دمخنوی دپاره دملی امنيت خاصه توجه راجلبوم او نورو امنيتی او جنائ ارګانونه هم په دي لار کی ځان بي مسوليته ونه بولی.
    ستا ددي پرانستی ليک څخه مننه چه زه دی هم ليکني ته وهڅولم اوخپل تاريخي مسوليت دارګانو نو دمسولينو غوږو ته ورسوم او خپل تاريخی مسوليت رفعه کړم.
    جنرال حبيبالله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *