ګلاب منګل

نوې دنده او دروند مسوليت مو مبارک شه، ننګرهار د ګڼو پرګنو کور دی، دلته ستونزې ځکه ډېرې دي چې د پاکستان سره اوږده او بې کنټروله سرحد لرو، په دې ولايت کې کار کول ښه غيرت، غټ زړه، متين هوډ او لويه حوصله او زغم غواړي، کمزوری نشې، په اجرااتو کې لاس او پښې دې ونه رېږدي، د چا له ډار او وېرې په شا نشې او د مافيا مادياتو ته سر ټيټ نکړې، ځکه بيا والي نه بلکې غلام به وې …. هيله ده زما څو خبرو ته غوږ او خفه نشې.

۱. د نوې والي په توګه بايد له ځان سره نوې طرحې، برنامې او پلانونه ولرې.

۲. خپل قميتي او زيات وخت په مبارکيو او ‌د وزګارخيلو سره په ناسته کې تېر نکړې.

۳. په قصر کې د عيش و نوش، بې ځايه بنډارونو، وزګارخيلو له مرکو، پستو، بادامو او کبابونو په خوړو تير نکړې او خپل رسمي وخت د ولايت په مقام کې د خلکو خدمت د قلم له لا‌رې وکړې.

۴. په ولايتي چارو کې د خپلې تجربې څخه د ننکرهار په امنيت، پرمختګ، يووالي او ابادۍ کې کار واخلې.

۵. ننګرهار د ځينو زورواکو، چارواکو، غير قانوني کړنو، ظلمونو او نارواوو ….. ولايت دی، هيله ده تاسې يې مخنوي وکړئ.

۶. ننګرهار له مافيا ډک ولايت دي، هيله ده تاسې خپل شوم دام کې راګير نه کړي او لاس ور سره يو نکړې.

۷. ننګرهار د هېواد ستر عايداتي منبع ده، هيله ده د چور مخه يې ونيسې.

۸. ننګرهار د ګټې او جيب ډکولو مهم مرکز دی، هيله ده تاسې نيم جيب ډک کړئ.

۹. د بهسو‌دو د دوهم پل کار ژر ختم کړئ.

۱۰. په ننګرهار کې د نړيوال پوهنتون د جوړېدو چارې شروع او چټکې کړئ.

۱۱. د ځمکو د غاصېبونو، غلو، اختطافچيانو، قاچاقبرانو، سپکو خلکو، مطلب اشنا تجارانو، مشرانو او …. سره لاس يو نکړې او ترې لېرې اووسې.

۱۲. يو زيات شمېر ځوانان دندې نلري، هيله ده د کار روزګار غم يې وخورې.

۱۳. يو زيات شمېر وکيلان، چارواکي، زورواکي، قومي او سيمه اييز مشران ددغې ولايت په غصب، چور، رشوت او ناامنيو کې لاس لري، هيله ده ترې ونه ډارېشې  او خپله دنده په ايماندارۍ سره تر سره کړې.

۱۴. د بيکاره او ضعيفو مسولينو او چارواکو د کړنو پوښتنه وکړې ترڅو خلک له تاسې راضي اووسي.

۱۵. ننګرهار د سولې، علم و ادب او پرمختګ ولايت دي، هيله ده همداسې وساتل شي.

۱۶. ننګرهار کې د ګاونډيانو ۳ مهمې قولسنګرۍ موجودې دي، نو ځکه ناامنيي او تهديد زيات دی، هيله ده ددوي شوم او ناوړه پلانونه شنډ کړې.

۱۷. د تورخم – جلال اباد سړک چې کلونه کېږي نه جوړېږي بايد خلاص او افتتاح شي.

۱۸. د چاپلوسان او غوړه ماران وپېژنه او وخت مه ورکوه.

خبرې ډېر دي، مګر…..

هيله ده نر غوندې ولايت وکړې، صادقانه او په ايماندارۍ سره خپله دنده مخې ته يوسې او سرلوړی له دې ولايت څخه لاړ شې.

3 thoughts on “ښاغلي ګلاب منګل ته څو خوږې او تريخې خبرې!/ محمد رفيع واكمن”
  1. واکمن صاحب دا د علماوو او خیر پسندو خلکو وظیفه ده چه د اصلاح او ښه توب لپاره حکام ته توصیه وکړی دا د مخکینیو علماوو دینی مسؤلیت بلل کیدو، رښتیاهم که والی یو ولایت کی ښه وی نو ټول ولایت ښه کیدای شی.
    د دی نه چه منګل صاحب ښه او اهم ولایت کی د کرزی صاحب په حکومت کی والی وو ،نیم جیب اجازی ته ضرورت نلری بلکه اوس د تیرو تجربو نه په ګټی سره د ۱۵کلن خطاوو د جبران او کفاری وخت دی که دا اعتراف نه کوو نو معنای داده چه حاکم غیر مسؤل او واجب الاحترام موجود دی او د خلکو په وړاندی هم مسؤلیت نلری نو زموږ مؤمن ملت باندی رحم وکړی چه خدای جل جلاله پرتاسی رحم وکړی
    من لا یرحم،لایرحم

  2. سلام
    زه د ننګرهار نه يم خو د ننګرهار ولس، موقعيت، طبيعي ښکلاوي، ليکوالان او شا عران ښه پېژنم. ننګراهار چې د علم اوپوهې شمعې ډيرې ښې په کې بلېداى شي. دعلم او معارف ځانګو ده داهم په پام کې وسا ته

  3. د نوې مسوولیت او ندې له امله مبارکیو ترڅنګ باید وویل شی چې ننګرهار د هیواد ختیزه دروازه ده ، ترټولو مخکې د ولایت امنیت باید وساتل شی، امنیتی مسوولین باید له ولس سره دوستانه اړیکی ولری ، له پاکستانه راغلی ټول ترانسپورتي وسایل باید په کلکه وڅارل شی ترڅو د منفجره موادو د راوړلو مخه ونیول شی. عمرانی پروژې شروع او هیوادوالو ته د کار زمینه برابره شی. د ولسوالیو او کلیو له استازو سره مشورې او ملاقاتونه وشی. د هغوی ستونزې درک او د حل معقولې لارې ورته پیداکړل شی.
    هیله ده د خپل کار په پای کې له نیک نوم سره بیرته را وګرځی . په ټولو کارونو کې بریالیتوبونه او ښه صحت درته غواړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *