لومړی برخه

ښاغلی جمهور ريیس ډاکتر محمد اشرف غني،

باوري یم چې د وطن په بده ورځ مو زړه دردېږي، د هېوادوالو په فقر مو زړه ځورېږي، د هېواد پرمختيا، ابادۍ، د خلکو رفاه او سوکالۍ ته مو زړه ټوپونو وهي.

ستاسې سره له نژدې کار او ناستې ولاړې څخه پوهېدلی یم چې تاسې غواړئ په رښتني بڼه وطن ته خدمت وکړی، خو له بده شامته ستا سلاکاران تاسې ته درواغ وايي. ستاسې د دفتر په تشکیلاتي بڼه کې تاسې ته نژدې اشخاص له تاسې څخه معلومات پټوي.

د ټاکنو پر مهال هم د دسېسو او شخصي ګټو په پار له تاسې څخه معلومات پټ ساتل کېدل.

د ګوتو په شمېر اشخاصو په څېر مېرهڅه کړې چې رښتيني معلومات تاسې ته وړاندې کړم چې ستاسې قدرمن سره د وطن او خلکو د خیر او ګټو په پرېکړو او تصاميمو کې مرسته وکړي.

پوهېږو چې تاسې هممهاله د بې رحمه ظالم طالب ترهګر / داعش سره په توده جګړه بوخت یاست. هره ورځ د وطن په دفاع کې ځوانان خپل سرونه قربانوي، او يا معیبوبېږي.

له فاسدو چارواکو سره د حساب کتاب په مسایلو مو ذهن و فکر بوخت ساتل کېږي او ستاسې کاري انرژي لګول کېږي.

قومي ټېکه داران، تعصب کوونکي او د افغانستان ملي يووالي ضد اشخاص هره ورځ د حکومت او نظام لپاره ننګونې جوړوي او د وطن لپاره ستاسې د پرمختيايي او رفاهي چارو پر وړاندې خنډ کېږي.

وطنوال مو په دې فکر دي چې د ټولو چارو لپاره بايد جمهور ريیس رامخې ته شي او هر څه سم کړي، د مسوولو اشخاصو د ناکارې او مسوولیت نه منلو يوه نمونه ده.

که هم دا کار د جمهور ريیس لپاره ناشونی دی چې د هرې ادارې چارې پخپله جمهور ريیس ترسره کړي، خو دا کار ورته شونی او اسانه دی چې خپل شاوخوا اشخاص رښتيني افراد په دندو وګوماري، هغوی چې له وېرې (شخصي ګټو) پرته تاسې ته معلومات درکړي او د چارو په سمبالښت کې وړ اقدام وکړي.

زه د ټاکنو پر مهال خلکو ته د ورکړل شويو ته کتنه کوم چې په منشور کې درج شوي، د يو څو مواردو پرته نو ټول په هغه منشور کې نالوستل شوي پاتې دي. تاسې تر خپل څنګ ناستو اشخاصو، د ښاغلي رحيمي صاحب په ګډون له مامورينو پوښتنه وکړي چې هغه ژمنې او منشور يې په یاد دی؟ له تاسې سره يې د ژمنو په پلي کولو کې څه کړي؟

ښاغلی جمهور ريیس،

دا فاسد اشخاص او ستاسې تر څنګ د نظام تخریبوونکي د وینه په څېر دي چې له باندې نه ښکاري خو د ننه هر څه ورساته کړي وي او بيا لکه د کوټې چت چې وروستي حد ته ورسېږي درز راچپه شي.

موږ نه غواړم چې د وطن د نظام شېرازه د نويمې لسیزېز په څې ورانه شي او موږ هر څه له لاسه وکړو. ها مهال هم د وخت جمهور ريیس ته غلط معلومات ورکول کېدل نظام له دننه ونړل شول چې تر ننه موږ ورسره لاس و ګرېوان يو.

ښاغلی جمهور ريیس،

ایا تاسې خبر ياست چې والي صاحبان د ځمکو په غصب، پېر و پلور کې بوخت دي او خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره يوه ګړۍ وخت هم نه لري.

ها، د خلکو دا هیله نه ده چې ښاغلی جمهور ريیس دې لاړ شي او د يوه ولایت چارې ته سمبال کړي.

نه، د خلکو هیله دا ده چې دا د ځمکې پلورنکي والیان، غاصبين له دندو ګوښه او عدلي او قضايي ځانګې ته يې معرفي کړي.

رښتيا د والیانو، او ريیسانو او نورو فاسدو چارواکو په اړه مې تاسې محترم ته لا پخوا ځينې موارد سپارلي وو. هیله ده هغه در په یاد کړي په بيا يې وګوري، په هغو او ورته نورو مسایلو اقدام وکړي.

ښاغلی جمهور ريیس،

تاسې خبر ياست چې د مې میاشت د ۳۱ نېټې د سترې غميزې له سلو ډېرو شهیدانو او پېنځه سوه ډېرو ټپيانو سربېره د ۴۰ وطنوالو د مړې او ژوندي معلومات نه شته او ورک دي.

ایا تاسې ته په دې اړه معلومات درکړل شوي؟

باور لرم نه،

غواړم دلته د هغو وطنوالو يوه کيېسه درته وکړم چې د خپل عزیز په جسد پسې شپه او ورځ د يوې او بلې حکومتي ادارې دروازه ټکوي او نه دې توانیدلی چې يه تېره يوه میاشت کې د خپل لادرکه معلومات ولګوي.

ښاغلي جمهور ريیس،

د کابل د سترې غميزې د ورکو شويو رپورت مې درته لیکه،

يوه مېرمن، په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې چې خاوند يې ورک و، د ښارجوړونې وزارت د یوه مامور خلیل الرحمن مجاهد له خپلوانو سره مخ شوه. ويې ويل:

تاسې ښه يې نارينه يې چې په ورک شوي عزيز پسې ګرځئ، درې څلور کسه يئ، زه يوازې يم، هېڅوک نه لرم، د خاوند په مړي پسې روغتون په روغتون ګرځم، د کابل امينې قومانداني اړوند مسوولين، د روغتون د جسدونو ساتلو او سمبالولو مسوولین ته چې ورشم، هر يو راڅخه پسې غواړي.

ها، دا ده د فساد انتها، ها دا دی وحشت، ها دا دی له وطن او نظام سره دښمني، ها دا ده د دين او ايمان تعهدونه له پښو لاندې کول.

هلته مو د اسلام له حلقې وتلی وحشي او ترهګر طالب وشي او دلته مو د اخلاقو، قوانينو تر پوښو لاندې کوونکي فاسدين وينې زبېښې او په تدريجي ډول دا وطن د تباهي په لوري بيايي.

ښاغلي جمهور ريیس،

زه باوري یم چې د ښارجوړونې وزیر د مې د ۳۱ په غميزه کې د خپل مامور پوښتنه نه ده کړې او نه يې کورني ته تسلیت ورکړی.

د خلیل خپلوان د عدلي طب ادارې ته لاړل، هلته يې وینه ورکړه چې که وکړای شي د ډي اېن اې له لارې د خپل عزیز جسد معلوم کړي.

عدلي طب ورته وايي چې موږ د ډې اېن اې د معلومولو وسایل نه لرو.

رښتيا، له سره دا وسایل نه وو، که وپلورل شول او بېرته له وطن څخه وويستل شول.

د شهید محمد داود خان او وزیر محمد اکبر خان په روغتونونو کې د جسدونو د ساتلو مسوولین د معلوماتو ورکولو يا جسد سپارلو په مقابل کې له هغو اشخاصو پيسې او رشوت غواړي چې زوی، ورور، پلار، خاوند يې د وطن په دفاع سرونه نذرانه کړي. دا دی نعم البدل.

ښاغلی جمهور ريیس،

موږ نه وايو چې تاسې ښاغلی راشي او دا ټولې چارې سمبال کړئ، خو دومره وایو چې دا کارونه سرچینه هغو هلته ده چې ستا له نامه او ستا دفتر کې له مقام څخه ناوړه ګټه اخلي او همدا ستر فاسدین دي.

ښاغلی جمهور ريیس

د شورا فاسد وکیلان، زورمندان، قومي ټېکه داران، فاسد چارواکي په زور، واسطه او رشوت خلکو په حکومتي څوکيو ګوماري او هغوی بيا په ډېره سپين سترګۍ او بې رحمې له خلکو رشوت اخلي او په دې ډول د خلکو او حکومت تر منځ واټن جوړوي.

ښاغلي جمهور ريیس،

د کابل په غمیزه کې ۴۰ وطنوال ورک دي. کابل ښاروالۍ هغه کنده جوړه کړه، خو نه کابل ښاروالۍ، نه کابل امنيه قوماندانۍ یا بل مسوول ارګان دغه کار وکړ چې په اشخاصو پورې اړوند توکي راټول کړي او بيا يې د ورکو شويو اشخاصو د پېژندنې لپاره وکاروي چې په دغه ستره غميزه کې ورک شوي.

د سترې غميزې دا څلوېښت کورنيو د هغو لسګونو او سلګونو پېښو يوه نمونه ده چې موږ په هر وخت مخ يوو.

ښاغلی جمهور ريیس،

پوهېږم چې خوب دې ورک دی، ټول خلک تاسې ته ګوته نيسې، هغه اشخاص چې د تشکیلاتو خانې يې ډکې کړي ستاسې سره د روند پيټې په وړولو کې اوږه نه ورکوي، خو شته داسې مسایل چې مستقیما تاسې ته راجع کېږي.

لکه:

ولسې جرګې له د بهرنيو چارو له وزير ښاغلي صلاح الدین رباني څخه د باور رايې واخېستې خو تاسې بېرته د فرمان له مخې سرپرست وټاکه. له خلک سره دا سوال دی چې ښاغلی رباني کوم غوره کار کړی چې تاسې يې د سرپرستی فرمان ورکړ؟

حل لار څه ده؟

تاسې په شفاهي ډول په وارو وارو راته ويلي:

تاسې د دفتر ريیس، لوی درستیز او سفیران به له دريو کلونو ډېر په څوکې نه پاتې کېږي.

درې کال پوره شوي، د دفتر ريیس دې بدل کړه، وړ شخص وګوره، د هغو سفیرانو لېست وګوره چې له دريو کلونو ډېر يې دنده ترسره کړې خو لا دندې ته دوام ورکوي، هغه سفیران چې له دريو کلونو وروسته يوازې د دوو يا دريو میاشتو لپاره وطن ته ستانه شوي او بيا بېرته بل هېواد ته د سفیر په توګه استول شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *