دویمه برخه (د دې لیکنې لومړۍ برخه)

ښاغلی جمهور ريیس،

د ټاکنو د وخت منشور او بيا د لوړې په مراسمو کې ستاسې وينا ملت ته اميد بښونکي وو. هم د ټاکنو پر مهال او هم د لوړې د مراسمو د وينا په درشل- او له هغه وروسته د ځينو اشخاصو له لوري د حکومت د کمزوري ښودلو او بيا د نظام د کاواکه کولو لپاره هڅې پراخې او چټکې شوې او دا ورځ تر بلې ډېرېږي. په دې کې هغه اشخاص هم ګډ دې په ظاهره ستاسې تر څنګ ولاړ دي خو په پټه کې کندې جوړوي، د حکومت او د نظام تخریب لپاره شرایط برابروي.

ښاغلی جمهور ريیس،

تاسې په لومړني وينا کې وويل چې مه پرېږدي چاپلوسان او غوړه مان دې محاصره کړي. له بده شامته دا غوړه ماران دومره چاوتاو دی چې په لومړي پړاو کې يې هغه اشخاص ستا له څنګه لرې کړل چې کړای شول تا ته له هر ډول طمعې او وېرې رښتيا ووايي او هغه رښتيا ستاسې سره د وطن په اړه په پرېکړو کې مرسته وکړي. د دغسې افعالو او اعمالو جرړې فساد ته رسېږي او دا فساد ورو ورو بيا په مافیا اوړي چې ممکن لومړی پړاو يې لا مخکې بشپړ کړی وی.

هره ورځ د ملکيانو او پوځیانو مرګ ژوبله پر تاسې فشار راوړي او کار ته مو نه پرېږدي. دغه ناورين په فساد کې د ښکيلو شارواکو مغز او زړه يوه زره اغېز نه کوي او دوی د خپل فساد ګراف مخ په بيايي. فساد د فاسدو چارواکو سترګې ړندې کړي او غوږونه يې کاڼه دي، دوی هېڅ حس و درک نه لري. بل اړخ ته ملت نه دا قرباني زغملی شي او نه هم دا فساد.

همدا مفسدین دی چې د نظام او خلکو تر منځ فاصلې ایجادوي او د همکاري له کړۍ يې وباسي.

ښاغلی جمهور ريیس،

تاسې په اوایلو کې له واليانو سره وېډيويي کنفرانسونه درلودل، دا کار خورا ښه وي چې اوس نه کېږي. که څه هم له والي له لوري به دغه ډول کنفرانس ته د هغه د خپلې خوښې اشخاص راتلل او هغه اشخاص به نه ورته پرېښودل کېدل چې رېښتيا يې او د والي مفساد يې رابرسېره کول. د دې پر ځای چې دغه کنفرانسونه ښه شي، پراخ شي، تعليمي برخې له اشخاصو او د مدني ټولنو له فعالو غړيو سره جوړ شي، پرعکس دا کنفرانسونه ودردېل اوس نه جوړېږي.

ښاغلی جمهور ريیس،

تاسې ممکن د نورو لاملونو تر څنګ د دې په خاطر هم ولسې جرګې ته نه معرفي کوئ چې د ولسي جرګې غړي په ډېره بې شرمۍ له معرفی شويو وزیرانو څخه د اعتماد د رايې په مقابل کې رشوت غواړي او دا کار په ډېره بې شرمې ترسره کوي. دا د ستونزې اواری نه دی.

ښاغلی جمهور ريیس،

په ۲۰۰۹ کال کې مو د جمهوري ریاست له ټاکنو وروسته دا هوډ کړی و چې د ولسي جرګې د پاکولو لپاره بايد کار وکړو، غوره او نېک اشخاص وهڅوو چې جرګې ته ځان کانديد کړي، هغه اشخاص چې ملي ګټو، د فساد په ضد مبارزې، د وطن سوکالي او رفاه متعهدی وی او بيا به له همدغو اشخاصو ملاتړ کوو او مرسته به ورسره کوو. له بده مرغه دا کار هغمهال و نه شو. اوس موږ ګورو چې ولسي جرګه د فساد د مرادر ډنډ بڼه غوره کړې.

اوس هم کړای شو چې دا کار وکړو. دغې موخې ته د رسېدو لپاره وړانديز کېږي:

– هغه وزیران چې د ولسي جرګې غړيو ته يې د اعتماد رايې اخېستو په خاطر رشوت ورکړی، هغوی بايد له دندو ګوښه کړای شي. ان هغه چې له وزارت وروسته اوس د والي په حیث دنده ترسره کوي.

– له ملي شورا بايد غوښتنه وشي چې له جمهور رياست سره کاري مهالوېش شریک کړي او په دغه کاري مهالوېش کې باید هغو قوانينو ته د کار لومړيتوب ورکړل شي چې د وطن سوکالي او اباده لپاره ضرور دی.

– د ولسې جرګې د ټاکنو بهیر او د هغه د شفافیت او روڼوالي لپاره جدي کار وکړل شي. د ولسې جرګې په تېرو ټاکنو کې په چټلي او فساد کې د شهزاده سرای رول څرګند و. تاسې په خپلو ویناوو کې او بيا د منشور په اقتصادي برخه کې دې ته اشاره کړې وه چې څنګه دودیز مالي سېستم (صرافي) په عصري مالي سېستم اړولی شو. دا کار به د له وطن سره د فساد په مخنیوی او د ترهګرو د ملاتړ په مخنیوی کې غوره رول ترسره کړي. هیله ده په دې برخه کې اقتصادي کارپوهان کار وکړي او تاسې ته اوږه در کړي. دا به د بانکي سېستم په پياوړتيا او د اقتصاد په غوړېدا کې مرسته وکړي.

ښاغلی جمهور ريیس،

هغه اشخاص چې هڅه يې کړې له تاسې څخه واقعيتونه او حقیقتونه پټ او کتمان کړي، بايد له دندو ګوښه شي، د دی پېژندل کړاو نه غواړی، اسانه لارې چارې لاري.

هغه اشخاص چې تاسې ته يې دروغ ويلي يا دروغ درته وايي هغه بايد له دندو ګوښه کړی شي. د دوی د پېژندلو لپاره د نورو لارو چارو تر څنګ په ټولنيزه کچه ستاسې شخصي روابط مرسته کولی شي.

ښاغلي جمهور ريیس،

په تدارکاتو کې لا فساد شته. ستاسې پر پاکۍ شک نه شته، خو اوس په تدارکاتو چې ستاسې له مستقیمې لارښودنې لاندې ترسره کېږي، د فساد شتوالی د خلکو په ذهنونو کې د شک کرښې جوړ کړې دي. د دې د پلټونو لپاره جدي اقدام په کار دی او هغه اشخاص چې له مقام او ستاسې له نامه يې ناوړه ګټه پورته کړې، او د ملي جوړښتونو او د نظام د بدنامۍ سبب ګرځي، هیله ده په بيړني توګه له دندې ګوښه کړۍ او تر عدلي تعقیب لاندې يې ونيسي.

ښاغلي جمهور ريیس،

د فساد د مخنيوي او له منځه وړلو په برخه کې يې باید جدي ګامونه پورته کړی شي.  تر هغو چې د فساد مخه و نه نيسو د خلکو زړونه لاس ته راوړل ستونزمن دي. په دې برخه کې اړوندو ادارو ته په دوو برخو کې کار په کار دی.

يو- خلک باید وپوهول شي چې د فساد د معاملاتو برخه و نه ګرځي. په دې معنی چې رشوت ور نه کړي. د رشت اخېستونکي په وړاندې مقاومت وکړي.

دویم – فاسدین او فاسد چارواکي باید مجازات شي.

درې- له والیانو باید د ځمکې د پېر و پلور صلاحیت محدود شي او داسې يوه کمېټه په کې راښکېل کړای شي چې په هغو کې د ښار د مدني ټولنې فعالان (د ښار د ګذر وکیلان، خبریالان، د ټولنو غړي، د ولایتي شورا غړي، د کسبه کارو استازي او….) برخه ولري. د ولایت په کچه دا د فساد يوه ستره منبع ده.

لښګرګاه، خوست، کابل، جلال اباد، مزارشریف، پل عالم، مهترلام، ښرنه، ګرديز، هرات، پلخمري، کندهار او… ټولو ښارونه د دې شاهدي ورکوي چې ښاغلي والیان تر پزې د ځمکو په غصب، پېر و پلور کې ډوب و..

ښاغلي جمهور ريیس

په افغانستان کې د فساد په ضد د مبارزې لپاره څو ادارې او کمېسيونونه جوړ شول، خو هغې کاري او غوڅنده پایله نه درلوده او نه يې لري. دا خپل اړخونه لاملونه لري. چې يو يې د پرېکړو نه عملي کېدل دي چې دا بيا د اداري کارکوونکي امنيت له ګواښ سره مخ کوي.

ښاغلي جمهور ريیس

تاسې، له انتخابېدو مخکې په هېواد کې د فساد د مهارولو لپاره غوره پلان و پروګرام درلود چې اوس يې څرک نه لګي. وړانديز مې دا دی چې سیګار اداره پر خپل ځای غوره ده او په خپل چوکاټ ک يې کار نتیجه ورکړې. که په کاري صلاحیتونو او جوړښت کې يې يوه اضافه وشي ممکن نتيجه ورکړي.

يو: په خپل جوړښت کې افغانان د صلاحیت لرونکي غړي په توګه واخلي او له سیګار سره په ګده کار وکړي. ګډې ادارې د بنسټونو په جوړولو کې نتیجه ورکړې، په دې شرط چې وروسته بيا تخریب او ویجاړه نه شي.

دوه: د سيګار د رپورټونو پر بنياد په فساد کې ښکېل امریکايي اتباع د عدلي او قضايي تعقیب لاندې راغلی، نو افغانان دې هم تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې راشي.

درې: په فساد کې د ښکېلو افغانان (چارواکي، د اېن جي او يا شرکتونو) کارکوونکي شتمتني کې کنګل شي.

څلور: په فساد کې ښکېل افغانانو ته بايد بهر ته د تلو اجازه نه وي.

پېنځه: دغه ګډ دفتر بايد له نورو هېوادونو سره کار وکړي چې په فساد کې ښکېلو اشخاصو ته ویزه ور نه کړي.

شپږ: هغه افغانان چې دوه ګونی تابعیت لري او په فساد کې دی يا ښکېل وپېژدل شي، د بین الدول او نړیوالو میثاقونو او قوانونو له مخې د دویم هېواد دې ته اړ کړای شي چې په فساد کې ښکېل افغان شخص بانکي حسابونه کنګل او شتمني ضبط شي.

اووه: هغه اشخاص چې په فساد کې ښکېل دي او شتمني يا بانکي حسابونه يې د خپلوانو (مېرمن، ورور، خور، پلار، تره، ماما او….) په نامه کړي، هغه هم باید مصادره او ضبط شي.

د اقتصادي برخې تر څنګ په دې برخه کې هم يوه کاري ته دنده سپارل په کار دي چې له ښاغلي جمهور ريیس د پلان په طرح کې مرسته وکړي.

ښاغلي جمهور ريیس،

باوري يو چې تاسې د منشور د مواردو د پلي کولو لپاره متعهد ياست، خو لا ناوخته نه دی چې د دې د پلي کلو لپاره کاري ډله وګوماري.

2 thoughts on “ښاغلی جمهور ريیس ډاکتر محمد اشرف غني/ حفیظ الله غښتلی”
  1. By the way, Mr. H. Ghishtalai, you have forgotten to mention President Ashraf Ghani’s very first words in his presidential inauguration day. His first four words of his presidency was : ” Hazrat Sahib Ejaza Shtaa ” .

    The genius and PhD President of Afghanistan in his first moments of assuming power was asking Mr. Sibghatullah Mujaddidi, the ” Estekhara ” salesman for permission to talk. The subject salesman is the son of another Mojaddidi that put the last nail in the coffin of late King Amanullah Khan regime by issuing the first ” Estekhara ” almost hundred years ago.

  2. دې ته طرحه وايي، زه ډاډه یم که ددې طرحې پنځوس فیصده عملي شي، پنځوس سلنه اصلاحات شوني دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *