زرغون افغان

څه موده وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف امنیتي او د بهرنیو اړیکو سلاکار اتیاکلن سرتاج عزیز د آی ایس آی په امر کابل ته سفر وکړ، دسرتاج عزیز دسفر اصلی موخه دا وه چې دی وکولای شي چې د پاكستان د دوه مخو پالیسیو جبیره په یوه نوې ټوټه کې ونغاړي او د افغانستان خرڅي شوې ادارې ته داسې څرګنده كړي چې د افغانستان دسولې په هلوځلو کې پاكستان پوره همکاري کوي، او په دې شکل دوی دواړه اړخونه کوشش کوي چې یوځل بیا دعامو افغانانو په سترګو کې یو بل د خاورو موټی ور واچوي او دوی ته ځانونه سپینې کوتري وښيي، سره له دې چې دسولې بهیر کې ترټولو لوی خنډ دکرزي اداره اوپاکستان دی.

سرتاج عزیز وایي چې هیواد يي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د امن مذاکراتو په بیا پيلولو کې مرستې ته تیار دی. ښاغلی سرتاج! داخبرې ته له کوم چينل څخه کوې؟ طالبانو خو له تاسو هغه وخت ددې خبرو اختیارات سلب کړل کله يې چې د قطر هیواد دیومنځګړي په توګه غوره کړ؟ تاسوته خو دافغانانو او طالبانو ترمنځ خبرې کیدل دبواسیرو ناروغۍ در اچوی. تاسو خو په دې تړاو ملابرادر او د هغه همفکره خلک ټول بندیان کړل ترڅو د افغانانو ترمنځ خبرې جریان ونه مومي ځکه خو بیا به لوبه ختمه شي او افغانان به هرومرو یو متفقه حل ته رسیږي او یو افغان شموله حکومت به منځ ته راځي او دا تاسو ته له سرطان ناروغۍ نه هم زیات دی…..

ښاغلی سرتاج عزیز! ستاسو د منافقت دور په ختمیدو دی اوس هرافغان که هغه طالب دی او که بل څوک، ستاسو په دوه مخو پالیسیو ښه خبر دی، تاسو د منافقت خپل مارکیټ په افغانستان کې بایللی دی، تاسو دسفرونو تکلیف مه کوئ سپینږیری یاست ستونزه په راولپنډۍ جي ایچ کیو او اسلام آباد ابپاره کې حل کیدای شي، تاسو که هرڅومره نیک نیت وښيئ او ځانونه سپینې کوترې جوړې کړئ افغانان نور نه تیروځي. تاسو ویلي و چې پاکستان طالبان خبرو ته اماده کولو کې وړاندې هم کردار ادا کړی دی او قطر کې د طالبانو د دفتر پرانستلو په لړ کې هم کردار ادا کړی دی او په راتلونکي وخت کې به هم دغه کردار ادا کوي. دروغ هسې هم یوه لویه ګناه ده خو په سپینږیرتوب کې بیخی دوه چنده ګناه وي، د کره معلوماتو پر اساس تاسو د افغانستان د سولې بهیر چې ممکنه وه په قطرکې مخ په وړاندې لاړ شي، دلومړۍ ورځې نه د انحصار کولو کوشش کړی دی، لومړی مو د خپلو دوه مخو علماوو له لارې کوښښ کړی چې د امارت ځینو ساده لوحو ملګرو ته ووایاست چې دا د تسلیمي په معنا ده او دا به جهادي بهیر په ټپه ودروي….. نه مو په دوبۍ او سعودي عربستان کې شپه ارامه تیره کړه، کله مو هغه خلک چې امارت د يو څه له امله په کور کښینولي وو، راوپارول، او کله به مو د په غير مستقيمه توګه د هغو خلکو ملاتړ کاوه چې امارت له یوې  خوا خې له ځانه جلاکړي دي، له دې پرته مو هغه ملګري چې دافغانستان دسولې د بهیر ملاتړ کوي، يا ژوندي نه دي پریښي او یا مو د تل لپاره د توره تمبوشاته اچولي دي، چې لاتراوسه دځینو هډونه هم امارت نه دي ترلاسه کړی، ملاعبیدالله ، استاذیاسر… چې هډونه یې تراوسه دکراچۍ او حیات آباد په دشتوکې ورک دي، تاسو یې وارثانو ته ددې لپاره نشئ ښودلای چې هسې نه له هډونو یې دافغانستان د سولې کومه نسخه راووځي، ملا برادر اونور ملګري چې ستاسو په بنديخانو کې دشکر په مهلکه ناروغۍ اخته شوي دي، ترنن ورځې د مرګ او دژوند په کشمکش کې دي، داهم ویل کیږي چې امارت پاکستاني مقاماتو څخه  څو ځلې ددوی د پریښودلو غوښتنه کړې او دایې هم ورته ویلي دي چې د افغانستان اوسنۍ ادارې ته دې وسپاري، خو پاکستان دا یو هم ونه کړل او په هسکه غاړه بې له کوم شرمه وایي چې مونږ دسولي په بهیر کې مرستي ته حاضر یو!!!

پکار ده چې ووایي سبوتاژلوته یی تیار یو. د قطر دفتر خوتاسو ته ته اتوم بم کم ګوزار نه و، تاسو خپل وزیراعظم ګیلاني، وزیرخارجه حنارباني، داستخباراتو شجاع پاشا قطر ته څو ځلي پټ او ښکاره ولیږل، ددې لپاره چې په هره ژبه کیدای شي، که هغه دزاريو، سیاست ، دخرابو پايلو، او حتی دتهدیدژبه وي چې دقطر پروسه بنده شي، خو هيڅ مو ترلاسه نه کړل او بېرته خاسر او خایب راغلئ، نن په کومه خوشحالۍ کې ستاسوپه زړه کې رحم راغی چې د قطرپروسه مونږ بیرته پیلوو!! که غواړئ چې په دې توګه افغانانو اونړیوالوته دا ښکاره کړئ چې طالبان زمونږ خلک او مونږ ورباندې اغیزه لرو، نو دا هسي یوخیال پلاو دی. افغانان باید په دې پوه شي چې طالبان په خپلو پرېکړو کې په بشپړ ډول خپلواک او مستقل دي، هره پرېکړه یې ددیني او ملي ګټو پر بنسټ ترسره کیږي، دکره معلومات له مخې او دطالبانو دپیغامونو نه هم داجوته کیږي، چې طالبانو دافیصله کړې چې دخارجیانو د وتلوپه صورت کی به داسې یواسلامي او خپلواکه حکومت جوړوي چې ټول افغانان ځانونه په کې وویني، او فکرکوم اوس افغانانو او نړیوال منصفوهیوادونو هم داحقایق درکړي دي، یوازې دکرزي پېرل شوې اداره په دې اړوند خپل پوچ تبلیغات کوي ترڅو دخپلې کم ظرفۍ، اوبه وړې او په فساد کې ښکیلې ادارې شرم په دې تبلیغاتو کې پټ کړي. پاکستان هیچکله هم نه شي کولای چې پر طالبانو یوڅه په زور تحمیل کړي، پاکستان چې څومره له طالبانو ډاريږي هومره له هيچا نه ډاريږي، پاکستان په دې پوهیږي چې که ددې خلکو اړیکې زما د دښمنانو سره شوې؛ نو نه بیا آی ایس آی، نه پوځ، نه سیاسي شخصیات نه علماء او نه قبایلي مشران دا اور مړ کړای شي، بالاخره به په دې اور کې چې پاکستان بل کړی په خپله سوځیږی، اودا بعیده نه ده چې یوه ورځ به طالبان ضرور لاسونه غځوي ، او داسې ویل کیږي چې دقطر دفتر له لارې طالبانو وکولای شول چې له ډیرو هیوادونو سره خپلې هر اخړیزي اړیکې جوړي کړي، او د وخت په تېریدو سره ښه دپام وړ پرمختګ هم په کې راځي، او داهغه نقطه ده چې پاکستان یې په هیڅ قیمت سره نه شي زغملای، ماته یو باوري شخص وویل چې کله د طالبانو استازو په جاپان کې د دوشیشا پوهنتون دڅارنې لاندې دسولې په یو کنفرانس کی ګډون وکړ ، نو د نړۍ ډیرو هیوادونو د سولې په بهیرکې دا یوښه ګام وباله، مګریواځی دوو هیوادونو چې یوترې پاکستان و په رسمي ډول دجاپان حکومت نه سخته ګیله او احتجاج وکړ چې دا کار تاسو ولې کړی دی؟ باید مونږ خبر وای ځکه چې مونږ د افغانستان سوله په بل شکل کوو (مشت نمونه ئ خروار.)

لنډه داچې ترڅو پاکستان په خپل تور خره سپور وي او یواځې د وخت په تیریدو سره یې کته ور بدلوي او نور ترې کوزیږي نه، نو نه به دتل لپاره افغانستان کې سوله راشي او نه به پاکستان کې ارامه ورځ راشي، نړیوالي استخباراتي شبکې اوس په پوره قوت اونفوذ سره دې سیمې ته راغلي، او په سیمه کې دډیرو تنظیمونو او ډلوپه غیر مستقیم ډول رهبري په لاس کې اخیستلوته ورنژدې شوي دي، او ډیری هغه تنظیمونه چې آی ایس آی زیږولي وو، نن یې بل څوک پلار دی. که د پاکستان دا دوه مخی او درې مخی سیاست وي نو یوه ورځ به پاکستان خپله هم ځان دنړۍ په نقشه کي ونه ویني، که سړی د پاکستان ځمکني اتحاد ته له نن نه شل کاله پخواوګوري نو خامخا به وويني چې دخپلې ناسمي پالیسۍ له کبله نن دټوټې کیدو په درشل کې دی او لکه لړم دخپلو بچيو لخوا خوړل کیږي.

One thought on “ښاغلی سرتاج عزیز! سوله صداقت او دیانت غواړي، منافقت يې لار نه ده”
  1. Yara che har sa wayai khpale khle mo dee moong derta hess na wayoo kho yawa khabara zan sara teenga ganda krrai che Pakistan ba tal da para qaim wee ao Afghanistan ba charta hum pa dai maujooda jughrafiayee halat pa qarar pate na shee.Da za na wayam balke Dostam, Atta Mohammad noor ao Faheem ya wayee.Lage starge wagharrawai ao haqeeqat omanai da staso mulk da wranedo pa durshal walarh dai.Da zan gham wakrrai da Pakistan gham ma kawai.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *