مېرمن په ژړا وه او هغه حېران وو چی څه ورباندي وسول . عجبه ده ، څنګه چی هغه له خپلی کلا د غونډيو په خوا ور ووت ، نو مېرمن دغسی ناګمانه او په منډه ورا مخته سوه ، د هغه په سينه ئې سر کښېښوئ او اوښکی ئې وې چی نه درېدې. هغه په دې هم حېران وو چي د مېرمن غوندي درنې زناني داسي دمخه کله هم نه وو کړي.

هغه ډېری پوښتنی ځنی وکړې چی څه قيصه ده ، څه وسو ، خېر خو دئ ، لږ خو می خبر کړه، خو مېرمن پر له پسې ژړل .

د دواړو کلاوي د يخو شنو باغونو په منځ کښي د غره په لمن کښي و يو بل ته مخامخ ولاړي وې او له لېري به د جنت يوه وړه ټوټه معلومېدې چي مست باد به تل شور پکښي جوړ کړي وو او درختي به هم ورسره په رخص او سندرو وې.

اوس دواړه و هغی وړې غونډۍ ته راغلل ، چېری چی به دوئ ناسته کوله ، ده به بېل بېل کتابونه لکه د کيټس ، شېلې ،پبلو نرودا، جيمز جوائس ،ټی اېس ايليټ او دداسی نامتو خلګو ورته راوړل ، بيا به دواړو په دغی غونډۍ په دغو کتابونو او نړۍ وال ليکوالو  ږغېدل ، مېرمن به په دې بحث کښی کله کله له هغه سره اختلاف وکړئ ، ولي چي د هغې نظريه بدله غوندي وه، هغې دغه کائنات او هر څه بدرنګه بلل او نفرت ئې ور څخه کوي، خو هغه به نه ورسره منل، بيا چی به دئ جزباتی سو ، نو دې به خندل ، وده ته به ددې دغی خندا ډېر خوند ورکوئ ، ځکه نو ددې د تشی خندا دپاره به هم ده د  جزباتی کېدو ډرامه کوله او بيا به د هغې د ملغلرو په شان سپينو غاښو ، اسمانی حسن ، د هری ورځ رنګارنګ نوو  جامو ، سرو وېښتانو او خوشبوی زيات خوند ورکوئ . دا ډول به له ده دغه خبره هېره سوه چی مېرمن خو له ده هم په عمر کښی غټه ده او هم ئې دئ هر مهال په احترام کښی مات مات وی.

هغه خو په غونډۍ کښېنستئ ، خو مېرمن ډېره کړهانده وه ، نه کښېنستله ، بلکه داسي احساسات ئې وو لکه قيامتونه چي ورباندي تېرېږي او دننه دننه خوړل کېږي،ځکه خو هغه مخته و هغی خواته ولاړه چېری چی يو مخ سپين د ګلابو بوټی ولاړ وو او خوشبوی ئې څوک لېونئ کوئ. داسی معلومېده لکه دغه سپين ګلان چي دې ته پناه ورکوی. له دې سره سم له هغه ځايه واړه واړه مرغان واولوتل چي هلته پټ ناست وو.نن د مېرمن ناټالۍ هغوي هم لړزولي وو.

اوس هغه يکړ وو او مېرمن چېری په مخامخ ګڼو ګلانو کښی ورکه وه . حېرانتيا هغه تل په خپلی غېږی کښی ټينګ کړئ وو چی دا نن په دغی ښکلی حوری څه وسول ، اوس د هغې دغي خوابدۍ و هغه ته هم خوند ور نه کړي او هر څه بد رنګه ورته و ايسېدل. دغه زنانه چی په خپل و جود ئې دا ثابتوله چی دغه کائنات هم دغومره ښکلئ دئ لکه دا او څوک چی ئې د بدرنګۍ دعوې کوی، هغه لېونی دی، تش لېونی چي په هغو کښي يوه دا په خپله هم وه .

هغه له کوچنيوالی په مېرمن مين وو او غوښت ئې چی تل له دې سره و اوسی ، ورځ و شپه لکه ماشوم  جګ  جګ ورته غورځی او يو ساعت نه سی ورڅخه  جلا ، خو مېرمن په کلی او عزيزانو کښی د خپل حسن او د يو ماړه سړی د لور کېدو له سوبه ډېره مغروره وه،څوک به ئې په خيال نه راوستل او نه به ئې له چا سره خبره کوله . بيا دغه مېرمن ډاکټره سوه او هغه ورځ يو دئ او يو ئې زړه خبر وو چي ده څومره ژړلی وو چی ددې واده وو ،په زرغونې جامې کښي ناوي وه،خو د بل دپاره، که څه هم هغه له هغې ډېر کشر وو ، خو په بل ئې پيرزو نه وه ، بس زړه ئې نه منل او بيا کله چی ئې دا رخصتوله او د ناوی په هغه موټر کښی چي ددې دپاره تيار کړل سوي وو ، د ښار يو ناولد ځوان زوم جوړ سوي ناست وو ، نو دده زړه غوښتئ وو چی اوس دستی کورته منډه کړی ، توپنکچه راواخلی ، په زوم ډزی وکړی او په سرو وينو ئې ولړی ، خو له ده هيڅ هم نه وسول .

مېرمن چی به کله له خپل ډاکټر مېړه سره په خپل ښکلی موټر کښی کلی ته راغله او دا او څښتن به ددوئ له کلا دباندی په باغو او ښکلی ګلانو کښي ګرځېدل او خندا به ئې تر لېري لېري اورېدل کېده، نو وده ته به ئې څومره زور ورکوئ ، له لېری لېری به ئې دواړه ته کتل ، لکه سايه ورپسې به وو او بيا به د يوې غونډۍ تر شا کښېنستئ ، خپل سر به ئې په زوره زوره په سکانو وهئ او د ماشومانو په شان به ئې خورا ډېر ژړل . هغه په رښتيا ماشوم هم وو بلکه هغه مظلومه ماشوم چی يواځنۍ لوبنده چا په زوره ځنی اخيستی وه .

اوس به دده بل هيڅ شغل نه وو ، سبق يا شاعری ، د مېرمن بېلتانه له هغه شاعر هم جوړ کړي وو ، په هغو وختونو کښی دئ د نهم ټولګی لوستونکئ وو .

دا ډول اته کاله تېر سول ، دئ په خپلو خواريو خو نه بلکه په دې نيت د مېډيکل کالج لوستونکئ سو چی هسپتال ته به ځم او مېرمن به وينم .

په اتو کلو کښی مېرمن مور نه سوه  جوړه ، ده به تل وئيل چی مېړه ئې پښتون دئ او بې اولاده نه دئ اوسېدئ سی او نه ئې نوره کورنۍ ، ولی چی ‎جائداد ئې خورا ډېر دې، ځکه نو مېرمن به ايله کړی، خو کمال وو ، د يو بل په مينه کښی ډوب دغه دوه زړونه به تل ځوانېدل او ګرسره به ئې دې خواته پام نه تلئ چی ددوئ دی اولاد وی، دې خبری به پر ده اور لګوئ او خورا به خوړل کېدئ.

بيا هغه څه وسول چی دده په روح کښی لا نه وو ، د مېرمن ښکلئ څښتن د موټر په يوې حادثې کښی په حق ورسېدئ ، مېرمن د لېونو په شان سوه او دوستانو ډاکټرانو کلی ته راولېږله چی دلته به د فطرت حسن ددې پام په بله کړي او فرسټرېشن او ډپرېشن به ئې ختم سی ،ولي چي د خسر کره هغه ګرسره هم په لېونتوب وه او هم ناروغه.

اوس دده امتحانونه سوی وو او کلی ته راغلئ وو ، مېرمن به هره ورځ په ښکلو  جامو کښی له خپلی کلا راووته او بيا به په زرغونو غرو رغو، ګلانو او باغونو کښی يک يوازي لکه کمبلۍ ګرځېده .اول سر خو ناولده ناولده او غمجنه وه،خو بيا له ماحول سره اموخته سوه ، ولی چی د يو لوئ او ماړه پلار يواځنۍ لور او بيا لويه لوستی ډاکټره وه ، ځکه به نو د چا مجال نه وو چی خبره ورسره وکړی.

دغه هغه حالات وو چی ده زړه پيدا کړئ ، ورمخته سو او رنګارنګ انګرېزی کتابونه ئې ورکړل . مېرمن ولی چی دده عزيزه وه ، بل دئ ئې په کالج کښی سټوډنټ هم وو ، هغې به څنګه له ده بد وړل يا به ئې مخ ځني چپوي ، بلکه په هم دغه راغه کښی ئې يوه ورځ داسي ملاقات وسو لکه دي چي هم په سېل را وتلي وي ، بيا مېډيکل ، ادب او دده شاعری سوه او دا ډول په لږ موده کښی د دواړو دوستی زياته خوږه سوه ، خو يوه خبره وه مېرمن به خپل څښتن نه هېروئ ، تل به ئې د هغه دپاره سړې ساوی کښلې ، خو دده په خيال هغې د خپل سړی دپاره دومره ډېر ژرلی وو چی د سترګو کاسې ئې وچي سوي وې او اوس به ئې يوه اوښکه هم نه توهېده .

دا ډول د مېرمن په ژړ مخ کښی د ژوند د سرخۍ را تګ بيرته پيل سوي وو او اوس هغه د پخوا خنده رويه مېرمن وه ، خو هغه به تل ډېر ورسره محتاط وو او کله به ئې هم داسی چم نه کوئ ، نه خبره او نه به ئې يو تاثر ورکوئ چی هغه زنانه ورڅخه خوابدی سی او دي بد تهذيبه او بې کلتوره وبلي .

د هغې د نن  ژړا هغه حېران کړئ وو . اوس چی مېرمن بېرته راغله او له ده سره په غونډۍ کښېنسته ، نو خاموشه وه ، بيا ئې سر په ګوډو کښېښوئ او دا رنګه ډوبه سوه لکه يو فکر چی ئې يو سی . په داسی حال کښی وهغه ته يوه موقعه په لاس راغله او د کيټس د نظمونو هغه کتاب ئې راواخيست چي له مېرمن سره به وو او نن صبا ئې لوستي . اوس هغه حېران سو ، ولی چی د کتاب د پنډ ټائتل و شاته هغې ليکلی وو چی ته حېوان ئې ، ځناور ئې او ما له تا دغه هيله نه درلوده ، هغه حېران سو بلکه نور او زيات حېران ، خو تر دې دمخه چی ده به ددغو تورو وضاحت ځنی غوښت ، هغه دغسی د تېر ساعت دخفګۍ په شان پورته سوه ، هغه ئې په غونډۍ يکړ پرېښوئ او خپلی کلا ته ځنی ولاړه . داسي ايسېده لکه نن چي د هغې د خپل مېړه له روح سره ليدل کتل سوي وي او څه شخړه ئې ورسره سوي وي خو هغه اوس هم په حېرانۍ ورته کتل.

بله ورځ پر هغه د قيامت وه ، دداسی قيامت چی هغه وئيل چی مځکه دی دوه ځايه سی او زه دی ورننوزم چی پکښی مړ سم . هغه په رښتيا هم اوس مرګ غوښت او خپل دغه کېفيات ئې بې ځايه نه بلل ، حالانکه نن مېرمن د پرون په شان نه وه بلکه په خندا وه او کله چي ئې دي له لېري ليدلي وو ،نو په سرو ګلونو کښي ئې دده په لور ورا منډه کړي وه،بلکه هغې خو و ده ته څه بد و رد هم نه وو وئيلي .

په غونډۍ ناستی مېرمنی اوس هم خندل ، خو د هغه د کيټس د کتاب له هغي لومړۍ پاڼی سترګی په هيڅ چم نه لېری کېدې چېری چی مېرمن ليکلی وو چی دښمنه او ظالمه ستا له حيوانتابه ټوله شپه ويښه ومه ، خوب نه راتلئ او زړه می غوښت چی مړ دی کړم ، خو چی کله خوب په خپلی غېږی کښی واخيستم ، نو ته يو شاه زاده جوړ سوي پکښی راغلې ، ښکلي شاه زاده چی اوس په هيڅ توګه حيوان نه وې، په خپلی تودې غېږی کښی دي لکه ناخبره ناوکۍ لوړه کړم او د سترګو په رپ کښی دی د پرستان ښاپېرۍ کړم کنۍ زما خو خيال وو چي ټوله ژوند به بد رنګه يمه او په تور کائنات کښی به اوسمه.

اوس خو پر هغه زياتي خولې راغلې، کله چي ئې هغه ننداره بيرته سترګو ته ودرېده چي په ګڼو سرو ګلونو کښي ئې له مېرمن سره د هغې د پلار د باغ ځوان باغوان هم ليدلي وو چي شونډي ئې د هغې د شونډو په سرخې سرې وې او له ده ئې ځان زر په پاڼو کښي پټ کړي وو.

     پائ  اپرېل کال ۲۰۱۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *