ډېر کلونه پخوا مې له خپل ورور امان الله ساهو مرحوم سره په یوه کوچیني جرمني موټر کې د شیرخان بندر- کندز په لاره مزل کاوه. د دې شپیته کیلومتري لارې لویه برخه له صحرایي سیمې تېرېږي.
د اوړي تود مازدیګر و. د امو د غاړې له زراعتي ځمکو تازه تازه بیابان ته را داخل شوي وو چې یوه سړي موټر ته لاس ونیو او ساهو مرحوم له عادت سره سم په موټر کې سپور کړ. دغه سړي وویل چې الچین (کندز ښار ته نژدې یوه سیمه) ته ځي.
شېبه نیمه پس مو یو بل کس هم موټر ته راوخېژاوه. دا دویم لاروي چې په لومړي مسافر څنګه سترګې ولګېدې، غاښونه یې ورته وچیچل. ده هغه ته ډېر بد بد کتل او هغه ورو ورو غونجی کیده. الچین ته لا ډیره لار پاتې وه چې لومړی لاروی له موټره کوز شو.
دویم کس وویل: زه به هیڅ وخت د ښځو له لاسه بنګړي ونه باسم، خو دغه نامرد د ارچي په لاره کې د ښځو له لاسونو بنګړي ایستلي وو. دې شرمېدلي ټول غله وشرمول.
دغه دویم کس هم غل و خو د غلو د اصولو رعایت یې کاوه او په همدې وجه راباندې بد ونه لګېده.
زموږ پرګڼو کیسه لیکوالو نیوکه کیږي چې سپین کرکټرونه یې تک سپین او تور یې تک تور وي. له دغه افراطه د راوتلو یو راز دا دی چې ښه او بد په خپل چاپیریال کې په نظر کې ونیسو. مثلا د غلو په ټولنه کې ښه او بد یا د لېونو په منځ کې ښه او بد. کله چې د کیسې د کرکټر عمر، زده کړه، کسب، طبقه، مفکوره، زمانه او نورې ځانګړنې په نظر کې ونیسو، د کرکټر ښه والی او بدوالی معنا ومومي.
که مامور آمر ته کوز وپاس شي، موږ یې شاید تواضع ونه بولو خو د مامور په مقابل کې د آمر دغسې چلند ښه سړیتوب او تواضع راښکاري. په شپږمه هجري پیړۍ کې چې د غور واکمن علا الدین غزني سوځاوه، یو شعر یې ولیکه او په هغه کې یې وویل:
و لیکن گنده پیرانند و طفلان
شفاعت میکند بخت جوانم
هسې وایي چې غزني اووه شپې او اووه ورځې د علاالدین د انتقام په اور کې سوځېده او ده یې تماشه کوله او سازیانو ته یې ویلي وو چې هغه شعر ولولي چې ده د ځان په مدحه کې کښلی و. په دې ستاینه کې چې پاسني بیت ته ورسیږو او د ده له خولې واورو چې بوډاګانو او ماشومانو ته به څه نه وایي، نو د یوه لوی ښار له قاتل سره مو دلچسپي پيدا شي او د کرکټر په تیارو کې یې د سړیتوب رڼا ووینو.
موږ دا د مور امتیاز نه ګڼو چې خپل ماشوم ونازوي خو که یې پردی ماشوم ونازاوه، سړیتوب یې ګڼو. په یوه کیسه کې ښه او بد کسان صرف هغه وخت زړه ته پرېوځي او واقعي ښکاري چې په خپل چاپېریال او خپلو شرایطوکې ښه او بد راښکاره شي. علاالدین که په منځینو پیړیو کې نه بلکې په یوویشتمه پیړۍ کې اوسېدای او په دې یې فخر کولای چې ځوانان وژني خو بوډاګانو او ماشومانو ته څه نه وایي نو خبره به یې د لیوني یا کم عقل راښکارېده او یا به مو ویلي وو چې دا د ده خبره نه ده، هسې چا ورپورې طنز کړی دی.
استاد شپون په بهیر کې دا خبره څو ځله کړې ده چې موږ که په کیسو کې څوک بد انځوروو، نو ټولې بدۍ به ورپورې وتړو او ان وبه وایو چې له خولې یې بد بوی لټېده.
کله چې کیسه لیکوال یو کرکټر په خپله خاصه اجتماعي حلقه کې په نظر کې ونه نیسي ، کرکټر بې روحه راشي او شاید همدغه وخت وي چې لیکوال د کرکټر د اثرناک کولو لپاره مبالغې ته مخه کړي، حال دا چې مړ کرکټر د مبالغې په مټ نه ژوندی کیږي بلکې د واقعیت په چاپیریال کې سا اخیستلای شي او د هر چا واقعي چاپیریال بېل دی.