(محمدرحیم سکندر)

داخبره که عثمان غني کړې وي او کنه ! خوډېری خلک په دې اند دي چې په افغانستان کې دا قبیله پالن ، سمت پرستۍ او ضدونه له ډېر پخوانه یو عادت ګرځیدلی چې یو څوک خپل قاموال او سیمه وال هغه که دسیاست ، فرهنګ ، سپورت او یانورو برخو کې ځلیږي او یا نه ! خو دخپلې سیمې خلک یې په داسې ډول ستايي چې دبل ولایت یا بل لوری په سپکو سپورو یادوي ، تر دې چې دخپل ولایت دیوې اوبلې ولسوالۍ هم وي . کله چې دافغانستان دکرکټ ملي لوبډله راښکاره شویده اکثره لوبغاړي یې دپکتیا او ننګرهار اوسیدونکي دي ، دوی له اوله تر اوسه دیوه اوبل ولایت خلک د خپلې او د بلې سیمې لوبغاړي داسې بولي لکه د یو اوبل هیواد لوبغاړي چې وي ، خوستیان په شاپور ځدراڼ ، نوروز منګل ، نورعلي ځدراڼ ، دولت ځدران ، افسرځاځي نجیب ځدراڼ … داسې بې مورده ګرم بحثونه راباندې کړي وي چې دکریم صادق ، شهزاد محمدي افتاب عالم ، حمیدحسن او سمع الله شینواری داسې هم نه بولي چې دوی دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي دي او که پنجابیان دي .

همدغه راز ننګرهاریانو له هغې خوانه توپونه راباندې کړي وي په پکتیا والو پسې بد رد وايي . د راډیوګانو په کمینټریو کې معلومداره پلوي کیږي چې له ژورنالیزمه یې ډېران جوړکړی ، ځینې خو یې دومره تعصب ګر دي چې د خپل قوم لوبغاړی یې په لوبه کې سمه کاکردګي ونه کړي او د بل ولایت او یا د بل قوم لوبغاړی سم وځلیږي نو کمینټري هم خوند نه ورکوي او ایله بیله ژاولې سره ژويي . که داخو له خپل قوم سره مینه وي نو زه خو نفرت ورنه ښه بولم او د دوی له بې معیاره قوم پرستۍ دلاسه به دې هغه لوبغاړی هم بد ویسیږي او ورته وبه وایې چې ته ورک شې ، قوم دې ورک شه اولوبغاړی دې ورک شه !!!!؟ تاسې پاکستانی پښتون لوبغاړی افریدي وګورئ چې یو وخت یې د لوبډلې کپټان و او اوس هم پوره احترام ورته لري او خپل لوبغاړي (لالا) ورته وايي ، څه فکر کوئ که مونږ ته یو فارسیوان لوبغاړی لوبې ته راشي څه حال به وي ؟ زه وایم چې له ګریوانه به یې ونیسي او له لوبډلې به یې په دیکو دیکو وباسي .

د ۲۰۱۵ پنځوس اوریز جام د تیاري لپاره چې له زمبابوې سره افغانستان لوبوې وې ، په یوه لوبه کې اصغر اونورعلي په انډه (صفر) سره له میدانه ووتل ؛ خو په فسبوک کې ځینو شرخوټوونکو په نورعلي پسې لیکلي وو چې (۳۳) منډې یې جوړې کړې او بل په اصغر پسې لیکلي وو چې پنځوسیزه یې ووهله ، تاسې خپله اوس پریکړه وکړئ چې دا قوم پرستي ده او جنګ پرستي ده ؟؟ اوس ویلی شو : ښه ده چې عثمان غني پکتیاوال او یا ننګرهاری نه دی ، ګني په دې به هم دوی سره مات کړي وای ، که له دوی څخه دیو قوم نوم یې په ځان ایښی وای نو ویلی به یې چې زمونږ غني په اوله رسمي لوبه کې (۷۰) منډې جوړې کړې او یوه یې ویکټ هم واخیسته او د زمبابوې پر خلا ف یې سلیزه ووهله چې داسیا په کچه دوهم نمر مقام وګاټه (( اول شاهد افریدي په ۱۶ کلنۍ کې سلیزه ووهله ، دوهم مقام له غني سره دی چې په کم عمر کې یې سلیزه ووهله او دریم مقام له عمران نظیر سره دی چې په ۱۸ کلنۍ کې یې سلیزه وهلې وه )) او بل به بیا سرچپه خبرې کولې چې نه ! بالونه ډېر مېس کړل ، نه ! هسې کله کله خو داسې هر څوک ځلیږي او پلانه ده اوډینګه ده دا به مو ویل . اوس که عثمان غني په دریو لوبو کې سرپه سر په صفر هم وسوځیږي بیا هم یو فعال کرکټر دی ، ددې کمنیتیو له وجه خوافغانستان هم ځکه پرمختګ نه شي کولئ . بیا هم وایو : ښه ده چې عثمان غني ننګرهاری او پکتیاوال نه دی .

که څه هم تخلص ګټه لري او خپل قوم مشهوروي ؛ خو کله کله داسې هم کیږي چې یو لوبغاړی دخلکو بد ایسیږي نو ټول کوم یې دهغه په سر ښه نه ورباندې لګیږي او یا په یو چا یو قوم بد لګیږي نو دهغه قوم لوبغاړی یې هم ښه نه ایسیږي دا کنجوسۍ او داسې خبرې په وروسته پاتې ټولنو کې ډېرې وي سمې مو سترګې نه وي غړیدلې بیا دیو او بل له پښو څخه تیږې وباسو ((نن شوې په نغن شوې)) . اوس هم ټول یو افغانستان دی ، مونږ لکه څنګه چې دکرکټ ملي لوبډله لرو همداسې باید ملي فکر هم ولرو هر څوک دافغانستان لپاره لوبیږي فقط دافغانستان دی مونږ ته ننګرهار او پکیتا نه ده مهمه مونږ باید یوه کوچني ولایت په سطحه لنډ فکر ونه لرو بلکې ټول شموله فکر ولرو .

مهمه داده که هر لوبغاړی لوبه وګتي خو مونږ وایو چې افغانستان لوبه وګټله نه دا چې ووایو غني لوبه وګټله همداشان هر هیواد چې لوبه وګټي هغه هیواد یادیږي .

عثمان غني د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ دی نوموړی د ۱۹۹۶ ميلادي کال د نومبر په ۲۰مه نېټه زېږېدلی دی،
اوس مهال په پېښور کې اوسیږي (زنده بادافغانستان)

2 thoughts on “ښه ده چې عثمان غني پکتیاوال او ننګرهاری نه دی”
  1. ورور جانه دخلكو خبرو بسي مه كر خه تاسي واءي جه ملي تيم دا دملي كلمه خبره او موضوع به خبل خان كي حل كوي حاجت دننكرهاريانو او بكتياوالي نه شته بكتياوال زمونز يوه ستركه او ننكرهاري مو بله ستركه دي.تول دي زوندي او يو موتي أوسي.

  2. دا چې دې موضوع ته مو خپل پام راګرځولی دی احساس مو د قدر وړ دی زما په اند ملي ټيم لکه څنګه چې له نوم څخه یې څرګندیږي د یوې سیمې او یا هم یوه سمت ټيم ندی بلکې د ټول هېواد نمایندګي کوي او ټول افغانان ویاړ پرې کوي. ملي ټېم ته باید لوبغاړي د استعداد له مخې وټاکل شي نه د کوم سمت، ژبې او یا هم منطقې په اساس. په ګران هېواد کې د کرېکټ په زړه پورې استعدادونه شته او ورځ په ورځ نور هم رشد کوي. تل تر تله به خوستیان او ننګرهاریان د کرېکټ ملي آتلان نه وي بلکې له نېکه مرغه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم کرېکټ ورځ په ورځ پرمختګ کوي. د کرېکټ مینه والو ته دومره وایم چې که د دوی قوم پرستي یا سمت پرستي د ملي ټېم لوبغاړو ته سرایت وکړي، تاوان به یې نه جبرانیدونکی وي. زه پخپله د خوست یم خو د کرېکټ چارواکو ته وړاندیز کوم چې شهزاد محمدي ته چې یوه پېژندل شوې څېره ده بیرته په ملي ټېم کې ځای ورکړي تر څو نوموړی په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې یو ځل بیا خپله وړتیا په ثبوت ورسوي. په درنښت

  3. وروره زموږ په هیواد کې د کرکټ لوبې اکثر تبصره کوونکي خدای د سواد له نعمت څخه بې برخې کړي دي په تخنیکي لحاظ هم صفر دي، جمله بندي هم نه شوي کولای ، موزون او متناسب کلمات هم نه لري بس البته البته البته دایې د جملې محتوی وي، او نه هم په دې پوهیږي چې تبصره د کومې وسیلې په مټ خپریږي او دوي باید څنګه تبصره وکړي، له بله اړخه دلته د ځینو بی وجدانه خلکو لنډ مهالي ګټې هم د دا ډول تبصرو لامل ګرځي، ماته مې د هیواد 34 واړه ولایتونه هغسې دي لکه ننګرهار چې راته ګران دی، او پاتې شوه د لوبې خبره خدای دوکړي چې دغه لوبه زموږ سمنګاني او جوزجاني لوبغاړي وګټي ماته یې ګټل او دوطن عزت
    بریا مهمه ده ، او هر منطقي او وطنپال انسان باید همداسې وي، تبصره مو ښکلې او د معیاري کیدو په وړاندې یو ګام دی
    څومره چې موږ معیاري کېدو خواته نزدې کیږو هومره به مو خدای له دې بې سواده کمنټیټرانو څخه ژغوري،
    زموږ د پاکې خاورې دښمنان دی تل برباد وي- وطن دی زنده باد وي وطن د زنده باد
    د خړ سیلاب په مخ خس او خاشاک به ټول برباد وي – وطن دی زنده باد وي وطن د زنده باد
    کاکړ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *