ښــــــــه راغلاست
سعدالله ســــتانکزی
ښاغلی محمد حلیم فدایی صیب! له هرڅه وړاندی د لوګر مظلوم او زوریدلي ولس تاسو محترم ته ښه راغلاست وایی. ستاسو راتګ دې الله تعالی د لوګر او لوګریانو لپاره نیکمرغه او د افتخار وړ وګرځوي. د لوګر ولس په دې هیله ده چې خپلی ولولې ستاسو له ولولو سره یوځای او په راتلونکي د تاریخ په زرینو پاڼو کې د تل لپاره ثبت کړي. ښاغلی والی صیب! د لوګر ولس ستاسو له مقام نه ستاسو د مسؤلیت او صلاحیت په چارچوب کې یو لړ غوښتنې لري چې ځینې یې دادي
لومړی: په لوګر ولایت کې سرتاسري یا ټولیزه امنیت. ولس غواړی په ډاډه زړه ورځینی کارونه، راکړې ورکړې، مړی ژوندی د لوګر ولایت په هره نقطه او هر لازم وقت کی تر سره کړي.
دویم: د پوهنی ریاست د زور واکانو له منګولو را ایستل او ولس ته حقه خدمات برابرول.
دریم: د روغتیا ریاست د زور واکانو له منګولو را ایستل او ولس ته حقه خدمات برابرول.
څلورم: د لوګر ولایت اقتصادی پرمختګ د بیلګی په توګه یو صنعتی ښارګوټی رغول او داسې نور.
پنځم: په مستوفیت کی د ځینی مسؤلینو لخوا له قراردادیانو نه د پیسو د رایستلو په وخت کې د ځینو غوښتنو مخنیوی. شپږم: په لوګر کی ټولنیزې پروژې منظورول او تطبیق کول. دبیلګی په توګه په هره ولسوالی کې کم تر کمه د یو مجهز او فعال روغتیایی مرکزجوړول، د لوګر ولایت له لسګونو طبیعي جوړښتونو نه په کم لږښت سره بریښنا ته لاس رسی پیدا کول، د ځوانانو لپاره وړیا پوهنیز او روزنیز مرکزونه جوړول او د ځینو نا تکمیل شوو پروژو تکمیلول لکه: د نایب غازي امین الله خان روغتون د رغونی چارې، د لوګر د پوهنتون د ودانی چارې او له کابل نه لوګر او پکتیا ته د بریښنا د مزو د غځونی چارې.
اووم: د اطلاعاتو او کلتور د ریاست له چارواکو نه پوښتنه کول او د هغوی لاسته راړنې ولس ته بیانول.
اتم: یو نوښت (هغه دا چې د مخکنیو والیانو او شاروالانو فساد څیړل او افشا کول) چې د کره اسنادو او شواهدو په اساس څارنوالی ته معرفي او ممنوع الخروج اعلان شي.
نهم: د لوګر ولایت د مختلفو ریاستونو او اورګانونو قراردادونه څارل او برسی کول.
لسم: ولسوالی د ولایت مقام ته هر اړخیزه منسوبه ول او وسلول چې د خپل سری او زورواکی مخه ونیول شي
. یوولسم: د ټاکنو د ولایتي کمیسون دقیقه څارنه چې د ټاکنو په وخت کې د کمیسون د مسؤلینو او فیوډالانو تر مینځ په مختلفو هوټلونو او ځایونو کی هیڅ ډول قرارداد لاسلیک نشي.
دولسم: امنیتي مسؤلینو ته داسې روحیه ورکول چې ځانونه د ټولنې باداران نه بلکې خدمت ګاران وګڼي.
دیارلسم: د لوګر د طبیعي زیرمو خپل سری او د ټوپک د شپیلی په زور استخراج په دولتی چوکاټ یا چارچوب کي راوستل.
څوارلسم: په لوګر ولایت کې د کرکټ یو نړیوال لوبغالی جوړول ددې لپاره چې په راتلونکي کې یو ښه عایداتي منبع او د ولس د تفریح بهترین مرګز وګرځي.
پنځلسم: ولس به ستاسو د هر نیک اقدام ستاینه او هرکلی کوي خو په اشتبهاتو به مو کلکه نیوکه کوي.