فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

داموضوع دهغي ورځي را اخلو چي کله انسان دځمکي پرمخ ژوند پیل کړی دی. انسان نړۍ ته لومړی دمامور په توګه راغلی او ورپسې بیا دچارو دپراخېدو له امله یې دمدیر حیثیت هم خپل کړی دی. کله چي ادم (ع) ځمکې ته راکښته سو، نوپه سرکې یې دمامور اوبیا یې دبي بي حوا دیو ځای کیدو سره سم دمدیربڼه خپل کړه. که څه هم چې یو څوک مامور وي، نو په عین وخت کې هغه مدیر هم وي، داپه دې معنا چې هرمامور دخپلو چارو او مسولیتونو دسمبا لولو اوپرمخبیولو په وړاندې مدیر هم دی، کنه نو ماموریت ترپوښتني لاندې راځي او ان ویلای سو چې له مدیریت پرته، ماموریت نیمګړی دی.

دآدم له شتون سره سم دماموریت صفت هم بڼه ومونده، خومدیریت لاپه وجدان او احساس پورې داسې تړلی شی وو چي یوازې پخپله دشخص (آدم) پوري محدود وو. کله یې چي دحوا بي بي په ګډون یو ځای ژوند پیل کړ، نویوه ټولنه ترې تشکیل سوه او ددې ټولنې دتنظیم او ادارې په خاطر مدیریت ته اړتیا پیداسوه چې همغه وو بیا مدیریت هم په رسمې او اصلي بڼه رامنځ ته سو او دورځو په تیریدو سره یي لمن پراخه سوه مخکې له دې چې دمدیر او مدیریت په اړه پرموضوع بحث وکړو، لازمه ده چې لومړی مامور وپیژنو اوپه لنډ ډول رڼا پرواچوو.

مامور څوک دی؟

هغه څوک چيې دلوړو مقاماتو له خوا دمکافاتو او مجازاتو په بدل کې پر یوه ټاکلي دنده وګمارل سې، هغه ته مامور ویل کیږې هرانسان دخپلې کچې او مقام په پرتله یومامور ګڼل کیږي. اوترهغه وخته پورې مسولیت لري، چې په هغه دنده کې موجودیت ولرې. دیو مامور بریالیتوب دهغه د دندې پایلې یي څرګندوي، خو ددې لپاره چې ددغه صفت دبریا ماهیت روښانه سي، باید پرځینو اړخونو باندې رڼا واچول سي، ترڅو دیو مامور لپاره دښه ماموریت په برخه کې ځینې غټې ښيګڼې راڅرګندي سي.

ترهرڅه دمخه باید مامور رښتنی وي، پرځان باور ولرې او داړوندې دندې وړتیاولرې. چې پورتني دري واړه معیارونه دهرډول بریالیتوب ضمانت کولای سې.

اوس نو ګورو چې مدیر څوک دی؟ او دښه مدیر ځانګړ تیاوي کومي دې؟

مدیر هم په اصل کې مامور دی، ځکه چې مامور و( امرکړه سوې ته) ویل کیږې پس نو که مامور وي او که مدیر وي هغه امرکړه سوي دې دچارو په اجرا او ترسره کولوسره ځکه نووایو چې مدیر هم مامور دی، هغه مامور چې داړوندې اداري دنورو مامورینو څخه یې مسولیت او صلاحیت زیات وي او دهمدغه مسولیت او صلاحیت له مخې دیوه یوه ټاکلې چوکاټ دننه کسان اداره کوي، دهغوی وړتیاوي اوکړنې څاري او دارزونې په پایله کې دادارې یاموسسې دودې، شهرت او پرمختګ په خاطرخپله پریکړه پلې کوي.

او یاهم مدیر داسي تعریفوو، دسازماني موخودترلاسه کولولپاره دانساني اومادي سرچینو ږغ ملتیا ته مدیریت ویل کیږی .

ډیر زیات او ډول ډول تعریفونه دمدیریت لپاره وجود لري، خو موږ یي په دي ډول تعریفوو. دافکارو او نظر یاتو دتبادلي لپاره دیو ګروپ تجهیز او اماده کول ونتیجو ته درسیدلو په خاطر دټولو اهدافو تطبیق په انکشافي حالاتو کي. البته شخصیت او صداقت دیو رهبر لپاره په جلب او جذب داعتماد کي درهبري کولو لپاره په یوه معینه دوره کي لازم دي.

ښه مدیرتل په دي لټه کي وي چې دخپلې اداري دفعالیت کچې یا دخدمتونو اوتولیدي کیفیت لوړولو لپاره کارکوونکو ته څه ډول انګیزه ورکړي؟ اوهمدارنګه هغوی ته دښه کلتور څه ډول چاپیریال رامنته کړي؟ له مخي یې ټول کارونه په ګډه او په ښه ډول ترسره کړي، خو ترهرڅه مخکې مهمه داده چې دکارمن په ګمارلو کې دهغه وړتیا ته په پام سره باید پریکړه وسې.

د ښه مدیر ځانګړ تیاوې

– د خپلې دندې په وړاندې دمسولیت احساس ولري.

– د فعالیت دودې لپاره لیوالتیا او دمامورینو دهڅولو ښه طریقه.

-] د کارونو دترسره کولو لپاره په ټاکلې وخت کې دبشپړتوان څرګندول.

– پرخپلو کار منانو (اداري پرسونل) باندې پوره باور ولري.

– هدف ته درسیدو لپاره د مثبت رقابت څخه استفاده وکړه سي.

– د بریا په خاطر له ماتې اوستونزو سره مبارزه.

د ښه مدیر کړنې یاتګلاره

– په پریکړو کې د بشپړ جدیت څخه استفاده کول.

– د انتقاد منلوروحیه او زغم درلودل.

– پلان جوړونه او څارنه.

– داړیکو دښه سیستم جوړول.

– د همږ غۍ رامنځ ته کول.

– د جسمانې، فکري او اخلاقي ځواک لرل.

هر انسان په عادي ډول دخپلو اخلاقو تابع دی، هغه ترډیره حده پردې باندې خوښیږي چې له واک نه په استفادې سره خپل فکري نظام پلي کړي، نوښه داده چې دهمدې موضوع په رڼا کې په لنډ ډول دمدیریتونو ځینې ډولونه هم روښانه کړو.

-بادارانه مدیریت: په دغه ډول مدیریت کې ترډیره پوري پریکړي دمدیر په غاړه دې. خو دلته اصلې ټکی داد ی، چي مدیر غواړي خپل شخصیت ته دکار منانو له خوا دعزت او درناوي له ترلاسه کولو څخه خوند واخلي. چې په پایله کې داسي څوک (مدیر) دکار پروا دومره نه ساتي لکه دځان مطرح کول ورته مهم وي.

– متعصب مدیریت:

په دغه مدیریت کې خپلوي، قوم، ژبه اومذهب په پام کې نیول کیږي او دچارو په هره برخه کې همدغه اړخونه دترجیح وړګرځې، چې له امله يې نه یوازې د ادارې نظم او دنورو مامورینو روحيې ته ضربه رسیږې، بلکه دټولو کار کونکو ترمنځ یو ډول ګونګه تفرقه رامنځ ته کیږي.

– دیکتاتوري یا استبدادې مدیریت:

دغه مدیریت پر نظامي بنسټ ولاړ دی او دمدیر هره پریکړه جبري بڼه لري. چې له دې امله دفعالیت ټولې چارې دیوه فکر په انحصار کې پاته کیږې، او دکارمنانو ازادې هم ترپښولاندې کیږې.

دیموکراتیک مدیریت:

دامدیریت دمشورې او نظریاتو پربنسټ ولاړ دی، چې دادارې دتنظیم او پیاوړتیا او همدارنګه دفعالیتونو، خدمتونو اوتولیداتو دکیفیت ښه کولو په خاطر، مختلفو نظرونو او مشوروته ارزښت ورکوي. په دغه مدیریت کې تل دپریکړو پایلو مثبته بڼه ښودلي ده او داچې کارکونکو ته په مشورو کې ونډه ورکول کیږي، نو هغوی هم کار ته ښه لیوالتیا ښيې. خو یوه خبره سته که په اداره کې داړیکو سیستم ناسالم وي نو دفعالیت چارې ټکنۍ (متضرره) کیږي. ښه داده چې په دغسې مدیریت کې سالمه رهبري، ښه پلان جوړونه، او څارنه د (چارو داجرا تعقیب)، په اداره کې همږغې، صداقت، او داړیکو سم سیستم شتون ولري.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۲۳) ګڼه\ چارشنبه\کب ۶\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *