ځینې اثار دومره ګټور او خوندور دي، چې په بیا بیا لوستلو ارزي او د هري پیړۍ او نسل لپاره لیکل شوي وي؛ چې وخت پري تیریږي، نو ارزښت یې ډیریږي. دا چې موږ مطالعه نه لرو، هغه بیله خبره ده.
خپلو ملګرو ته و ګورئ او د هر یو حقیقي څیره مخ ته کړئ، چې څومره د ملګرتیا په تول برابر دي. مکرجن، شیطان صفته، چلي… او فرښته صفته. ګیدړ صفته یا مکرجن خلک هغه چې د نور پرمختګ نه شي لیدلی. دوی زیاتره د پاچا په شاوخوا کې اوسي. هم په خپله چوکۍ ډاریږي او هم نور نه شي زغملی چې پاچا ته مخکې شي. ټول عمر یې په همدې بدبختی کې تیر شي.
ځینې بیا ددي لپاره چې نورو ته منلي شي، نو دروغ وايي او ځان په همدې ډول تر خپل مقصده رسوي. ځینې بیا په ظاهر یو ډول وي او په زړه کې خیرن وي. ځینې بیا خپلو ملګرو ته او په ټولنه کې خاص ځای لري، چې دا ډول خلک لکه شمعه سوځې او نورو ته رڼا ورکوي.
دا مې درته ددي لپاره وکړه چې (کلیلیه او دمنه) همداسې یو کتاب دی. زموږ د ټولنې مطلب ملګرو عینې تصویر پکې پروت دی. په لوستلو لوستلو مې هر یو ملګری سترګو ته ودریده. هره کیسه یې له پند نه ډکه ده. موږ ته د ژوند کولو چل ښی. په اسانه او ساده نثر لیکل شوی. دومره تلوسه لري، لکه یو سیریال چې وینئ. ټول ټال پکې دولس کیسې دي، چې هره کیسه یې وړي وړي کیسې نورې هم لري، چې کیسې یې ډیرې خوندورې کړي. مولوی زین الله منلي په روانه پښتو ژباړلی.
کلیله او دمنه هم دوه ورونه دي، چې دمنه یې یو مکرجن او چلي ګیدړ دی، چې اخري یې هم خپل چلونه او مکرونه ورته دام شي او په اخره کې هم قصاص شي. په کیسه کې هم د پوهانو نصیحتونه د کیسې د تلوسي لپاره راوړل شوي لکه: ما اوریدلي چې درواغجن او چلې انسان په خپلو درواغو او چلونو دوستان سره بیلوي او د دوی دوستي ورانولای شي، تر دي چې یو تربله سره دښمنان شي. شتمن سړی خلکو او خدای ته تر هغې نه ګرانیږي؛ چې له خپل ماله بې وزلو ته څه ورنه کړي او دوستانو ته څه ورنه کړي او د خیر په کارونو کې یې ونه لګوي. پوهانو ویلي چې ترڅو سړی ربړونه ونه زغمي تر هغې خپلو هیلو ته نه رسیږي او تر څو چې ځان هلاکت ته ورنه کړي، تر هغو دخپلو مقصدونو په لاسته راوړلو نه بریالی کیږي. هوښیارانو ویلي: هغه څوک چې د شر له پيښیدلو نه ډار کوي او زیار باسي چې ځان ترې وژغوري، کله کله له نورو نه ده ته شر ډیر نژدې وي….
تر څو چې مطالعه ونه کړئ، نو تر هغې به ړانده یاست. هره کتاب د یو مقصد لپاره لیکل شوي وي، چې باید تري ګټه واخیستل شي او ولوستل شي.