دغه مطلب دپکتیکا والي ښاغلي انجینر عبدالکریم متین اودغزني سرپرست والي ښاغلي محمد موسی خان اکبرزاده په غزني ولایت کې دګډې فوق العاده امنیتي غونډه کې په ترڅ کې څرګندکړ.

دغه غونډه چې دیګشنبې ورځ له غرمې وروسته دغزني ولایت په مقام کې ددواړو ولایتونووالیانو،امنیه قوماندانانو،دملي اردو دلواوو قوماندانانواوملي امنیت منسوبینوپکې ګډون کړی وو،جوړه شوې وه .

په پیل کې دغزني سرپرست والي ښاغلي محمد موسی خان اکبرزاده له پکتیکا ولایت څخه ورغلي پلاوي ته دښه دراغلاست ترڅنګ دغزني ولایت اړوند امنیتي وضعیت په هکله معلومات وړاندې کړل، وې ویل غزني اوپکتیکا ولایتونه هم دهیوادهغه برخې دي،چې تل ددښمن دشومو اهدافوښکارشوي اودرد یې عام ولس ته رسیدلی دی.

نوموړي په خپلو خبروکې دوسلوالومخالفینوپروړاندې،پرګډې مبارزې ټینګاروکړ،وې ویل هڅه به وکړي چې دپکتیکا له والي اوامنیتي ځواکونوسره په ګډه ،ښې همغږۍ اودوام داره توګه کار وکړي ،ترڅوهغه تهدیدونه چې ددواړوولایتونوترمنځ په پرتوسیموکې شتون لري له منځه یوسي اوخلک وکولی شي په ارامه توګه خپل ژوند پرمخ بوزي.

وروسته دپکتیکا والي ښاغلي انجنیرعبدالکریم متین غزني ولایت ته دخپل سفرهدف په دوه مشخصوموضوعاتوکې څرګند کړ،یوداچې له غزني ترشرنې دلارې دامنیت ټینګښت اوبل ددواړو ولایتونوترمنځ په سرحدي ولسوالیوکې دوسلوالومخالفینوپروړاندې دامنیتي ځواکونوترمنځ ګډه او دوام داره مبازه .

ښاغلي متین وویل څرنګه چې دپکتیکا ولایت ډیری دولتي کارکوونکي دغزني ـــ شرنې په لاره تګ اوراتګ کوي،خودغزني ولایت داندړو په سیمه کې وخت ناوخت دوسلوالوله کمین سره مخ شوي او یاهم دلارې په اوږدوکې دمخالفینو لخوا له موټروښکته شوي او همدارنګه

کله چې وسلوال مخالفین دغزني په ځینوسیموکې ورانکارې کړنې ترسره کړي پکتیکا ولایت ته پناه یوسي اوچې پکیتکا کې یې ترسره کړي،نوغزني ولایت ته واوړي.نوموړي وویل داهغه ستونزې دي چې خلک ورسره لاس اوګریوان دي،خوپه ډیرې اسانۍ سره کیدای شي چې له منځه لاړې شي.

انجنیر کریم وویل که چیرې ددواړوولایتونوټول امنیتي ځواکونه په دوام داره همغږۍ اوپیاوړې مبارزې کار وکړي، له یوې خوابه داسیمې دامن په بستر بدلې شي اوله بلې خوابه دوسلوالومخالفینودهغو شومو اهدافومخه نیول شوې وي ،چې هم دلارې په اوږدوکې مسافراوهم ددواړو ولایتونو ولسونه ګواښي.

وروسته ددواړو ولایتونوټولو امنیتي مسؤلینو والیانوته ډاډ ورکړ،چې دوي به نږدې راتلونکي کې په داسې یوه ګډامنیتي پلان کاروکړي،چې له مخې به یې شته ستونزوته دپای ټکی کیږدي.

دغونډې په پای کې دپکتیکا او غزني ولایتونو والیانو دګډخبري کنفرانس په ترڅ کې دخبریالانو پوښتنوته ځوابونه وویل اوغونډه پای ته ورسیده .

درنښت

د پکتیکاولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *