په کومه ټولنه کی چی دښوونی او روزنی سطحه اوچته وه په ټولنه کی  دژوند معیار برابروی او ولسونه یی په یوی با امنه فضا کی ژوند کوی ،دا ځکه دیوی ټولنی پوهه طبقه دژوند کولو په ارزښت پوهیږی او د خپل انسانی مقام سره برابر ژوند کوی او به ټولنه کی بی ځایه کړنو مخه نیسی  او ژوند دیوه معیار سره یو ډول کوی.

ښوونه او روزنه په دو طریقو سره حاصیلیږی عصری زده کړه او دینی زده کړه

لکه څنګه چی الله (ج) علم فرض کړی دی خو دبلی خوایی د حلال رزق لاس ته راوړل هم فرض کړی دی ،دینی علم په انسانی ټوله کی دژوند معیار ، دژوند کولو چوکاټ ، او قواعد ، اوصول او بنسټ تشکلوی ، اوموږ پکښی دالله (ج) قانون زده کوو، او عصری زده کړه باید دالهی قانون په رڼا کی وکړل سی  ،په یوه بله اصطلاح  عصری علم ته د(کسب زده کړه) هم وایی چی دعصری علم په زده کړه کی موږ په درسی ډول کسب زده کو لکه انجنری ، طب ، زراعت ، اقتصاد ، چی دا ټول کسبونه دی او دتیروخت تجریبی  په لیکلی ډول موږ ته را رسیدلی دی.

عموما په ښونځی کی عصری زده کړه (کسب) او په مدرسه کی الهی قانون زده کوو چی  الهی قانون مو دژوند کولو چوکات او اصول او قواعد دی چی څنګه ژوند مخته بوځو او په ښونځی کی  دکسب په زده کړه خپل ژوند ته پایښت ورکړو او حلال رزق وګټو او ژوند دمعیار سره برابر کړو او خپل دژوند ضروریات او لوازم  پوره کړو

خو متاسفانه زموږ په ټولنه کی تر اوسه پر همدی دو جملو اختلاف دی چی دا مکتب دی اودا مدرسه خو ددواړو زده کړه فرض ده په اساس د ( علم دفرضیت او دحلال درزق ګټولو فرضیت )اوهمدا لامل دی چی تر اوسه مو زیاتی ښونځی دشاګردانو پر مخ بندی دی او ځوانان مو دزده کړو څخه بی برخی دی ،نو دا زموږ دټولنی پرخاصو غړو لکه مور او پلار ، دمسجدونو ملا امامان ، دکلی مشران ،او همدا رنګه دولت مجبوره اومکلفه دی چی دزده کړی په عامولو او وزده کړی ته ځوانانو او دټولنی په هڅولو کی  په پوره ایمانداری  کار وکړی او زموږ ټولنه دجهل او ناپوهی څخه روباسی اود ټولنی پرمختګ ته زمینه مساعده کړی

په اسلام کی ددین ښوونه په ،ړیا ډول ده باید قیمت یی وانه اخیستل سی او عصری زده کړه موږ کولای سو خپل دژوند ضروریات پوره کړو دیوی خوابه مو داسلام دین تر خالګو ور رسولی وی اود بلی خوا به مو خبل دژوند ضروریات هم پوره کړی وی

په درنښت

نوراحمد عمرزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *