په افغانستان کې یو سوځېدلی ښوونځی

  له نن څخه دیارلس کاله وړاندي چي کله د جرمني په بن ښارکې د نړیوالوپه ملاتړپه افغانستان کې نوي اوموقته اداره جوړه شوه نو ورسره دنړیوالومرستي اوهمکارۍ هم دبیوزلوافغانانوسره وشوې اوورسره دنورومرستواوبیارغوني ژمني هم وشوې دنوې اداره د جوړیدوسره سم په راتلونکې لمریزکال کې ماشومان ښوونځیو ته ولاړل، اداره جوړه شوه اوهیوادوالو دسولي او امن احساس وکړ.

د ماشومانوتګ ښوونځیو ته یوه نوې هیله وه ټولو افغانانو ته،خو دې تګ ډیر وخت په بر کې ونه نیوه تردوو،درو کالو تللوښوونځیو ته په ځینوسیمو کې طالبان راپیدا شول.دماشومانوپرمخ یې ښونځي وتړل معلمین یې پرکور کښینول نوې راپیدا شوې هیله بیرته په ناهیلې واوښته چي دلومړي ځل لپاره دا کار طالبانو وکړ.

دا چې طالبانو دا کار ولې وکړ؟داښکاره اوڅرګندحقیقت دی چې په دې کې دسیمې دڅارګرو ادارو لاس وو چې افغان بچي له زده کړو لیرې پاته شې دیوه نامالوم جنګ لپاره بیا دسیمې څارګرې کړۍ له دوي څخه دخپلوشومو اهدافولپاره کار واخلي چي دوي په دي هدف کې بریالي شول چي نن یې موږ ګورو چې جګړه له کوم لوري راروانه ده او په دي جګړه کې څوک وژل کیږې؟

د جکړې یاانتحارلپاره څوک ګومارل کیږې؟راځو دې ته چې دسیمي ترڅارګروکړیو وروسته څوک ووچې دښوونځیو د بندښت لامل شول؟ دلته لویه پړه د ښووني اوروزني وزارت پرمسئولینو اوپه سیمه کې داداري پرچارواکو ده.

هلته چې دطالب په نامه ښوونځي ونړول شول دهغوښوونځيوپه پخو خښتو او ګارډرونوچاکورونه جوړل کړل؟ولې یې لاهغه نیمه نړیدلې ښوونځي نور هم پسې ونړول؟ولې یې دوي دساتني لپاره ګام نه اوچتاوه؟که دوي یوازي ددې لپاره چي په ګارډرونو اوپخوخښتویې خپل ځان ته کورجوړکړې؟یاځیني قوماندانان او ولسوالان هم دبندوښوونځیوپیسې واخلې؟ داهرڅه چې دوي وکړل دا غیرانساني عمل وو چې حساب یې باید وشې.داچې دښووني اوروزني وزارت بل لور ته لوی ظلم کړی دی په دیارلس کاله کې په ډیروسیموکې ددولسم ټولګي فارغ نه لرې خو دوي دعوه کوي چې موږهرڅه په سم ډول سرته رسولي دي.

هاښه هغه دوولس سوه ښوونځي چي لاتر اوسه هم بند دې خوپیسې یې په فساد،غلا اوناروا لاره ایستل کیږي ددې جواب به څوک وایې؟دا پیسې چي دمعلم په نامه ایستل شوې دې په رښتیاهم هغه معلم ته رسیدلې دې؟ که تروزارت،ریاست اومدیریته سره حیف میل شوې دې؟ دې ته وزیر،ریس که مدیرمعارف جواب وایې؟ایا رښتیا هم نن نوري کړۍ دښوونځیو دبندیدو لامل دې،که هغه مسئولین چې دا پیسې چې دوي یې باسې اوغنیمت یې ګڼې دغه چارواکي؟ د هغوافغان بچیو د سرنویشت مسئولین څوک دي چې په دې دیارلس کاله کې له ښوونځي فارغ نه شو؟

هغه چې پرون ښوونځي ته جوړ وو اونن ټوپک ته جوړ دي ددې مسئولیت دچاپرغاړه دی؟داچې نن له زده کړو پاتې دي دې ټولو ته به موږ ټوپک په لاس ورکوو؟داټوپک به دچا وې اوڅوک به بیا په وژل کیږې؟که ټوپک نه وې دې ټولو ته به موږسالم مصروفیت پیدا کړی شو؟دپردیو له مزدوریو به یې راوګرځولی شو؟دومره بیکاره،بي کسبه ځوانان به څه کوي ولې دا انسان دښمنه کسان لادمعارف په پیسو چې دبندو ښوونځیو په نامه باسې نه مړیږې؟ایا دوي بچي نه لرې؟که یې لرې نوچیري زده کړي کوي؟

په هغه سیمه کې چې دوي وایې هلته ښوونځي شته که په بهریا دهیواد په نورو امن سیمو کې؟هو دا هرڅه چې دوي یې دعوه لرې سم نه دې.دا چې زموږښوونځي پرون طالب اودسیمو څارګرو اداروبندکړې وو،دا منوهو باالکل خو وروسته یې لامل هغه مسئولین اوچارواکي دې چې دبندوښوونځیوپيسې یې ایستلي دې نن یې هم باسې که یې مخه ونه نیول شې نو داناورین به یوډیرلوي انساني ناورین وي ځکه زموږ دا ټوله روانه جګړه دبیسوادۍ اوناپوهۍ ده چي نن مو بچي وژل کیږي او نور هم دا اورسرعت اخلي خو راځئ چې مخه یې ونیسونن هرافغان غواړي چې بچي یې زده کړې ولرې خونن یې هغه فساد،اختلاص،بي عدالتۍ مخه ډب کړي ده چې په دې څوروانو کلنوکې وشو که ددې لپاره په اخلاص سره لاس ورکړو نوټول بچي به موبیرته دښوونځیو اوپوهنتونونو تردروازو ورسوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *