ښوونځی د علم هغه ځلانده لمر دی، چې تل یې په خپلو وړانګو د تورتم او دربیلو تورې تېارې روښانه کړي، د ناپوهۍ په وړاندي تل سپر پاته سوې او یو روڼ سبا يې زېږولی دی.
ښوونځۍ ده، چې انسان د ناسم لورې څخه سم لورې ته باسي او د روښانه راتلونکي ضمانت ورته کوي، ښوونځی سړی، سړی کوي، د علم او پوهې په ګاڼه یې سینګاروي او د بریالیتوبونه زېری ورکوي. ښوونځی د پوهې، ښه ذهنیت او شخصیت جوړوني یواځنۍ وسیله ده چې انسان ته د غوره ژوندانه تېرولو زمینه چمتو کوي. ښوونځی، انسان د یوې ښې راتلونکي په لور بيایي، د خوښیو او نېکمرغیو د کاروان سره یې مل کوي او دانسان د غوره سرنوشت استاذیتوب کوي. دا چې ننۍ نړۍ د د پرمختګ، تمدن، پېاوړي اقتصاد، امن او عصري تکنالوژۍ په لمن کي د ارام خوب کوي، هغوی د لیکون (قلم) څوکه نېولې، خپل ماشومان یې ښوونځۍ ته لېږلي، خپله ښوونځۍ یې نه ده سوځولې، خپل معلم یې نه دی وژلی او خپله ښوونځۍ یې د جهالت په قلفونو نه ده تړلې، هغوی خپل معلم زړونو ته نږدې کړی، هغوی د لیکون (قلم)، چې د ننۍ نړۍ نوم وتی اتل دی، دځان مل ګرځولی، ارزښت یې ورکړی، هغوی قلم را پورته کړی، او دهمدې قلم له اوښکو یې ښه ګټه پورته کړې ده، نو ځکه دوی د پرمختګ په زانګو کي زانګي. ښوونځی او قلم دوه هغه استاذي دي چي تل د ښو حالاتو ترجماني کوي، انسان د ښه او بد په مفهوم پوه کوي، د پوه او ناپوه تر منځ توپیر ښیي، د یو هیواد، اولس، قوم او ټولني غوره استاذیتوب کوي، هیواد، قوم یا ټولنه د جهالت د تورو تیارو څخه د رڼا لور ته برابروي، او په نړۍ کي یې د سیالۍ په هر ډګر کي سیال جوړوي، چا چې قلم پورته کړی، چا چې د قلم څوکه نېولې، چا چې قلم خپل نږدې دوست او لاس ونډی ګنلی، هغوی نن سبا د ځلانده لمر د ځلاوو په څېر ځلانده او برېښنده څرګندېږي، خو چا چې ښوونځی نړولې، چا چې معلم ته په سپکه کتلي، هغوی بېخي پر مخ نړېدلي او د په نني ګلوبل ویلیج (نړیوال کلی) کي یې بله ډېوه مړه وي!
نو زه وایم چې!!!!
تل دي وي ښوونځی، ژوندی دي وي معلم او تل دي وي د معارف سیوری.
بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(9) ګڼه\ چارشنبه\عقرب 2۸\ ۱۳۹۳