په افغانستان کې ښوونکى ممکن هغه دولتي مامور وي چې تر ټولو کم امتيازات ولري. خو کار يې تر ټولو هغو ستونزمن، له ربړو او محروميتونو ډک، خو خورا مهم او بامسووليته دى.
که څه هم افغان حکومت وايي چې په تېرو ديارلسو کلونو کې د ښوونکو په وضعيت کې يو څه ښه والى راغلى، د علمي سمينارونو، سويې او تعليم کچې د لوړېدو ترڅنګ يې په تنخواګانو کې هم يو څه لوړ والى راغلى، خو بايد هېره نه کړو چې پر وړاندې يې د اړتياوو او توکو بيې هم اوچتې شوې دي.
په ښار کې ممکن د يوه ښوونکي لپاره ستونزمنه نه وي چې سهار په ارام زړه ښوونځي ته لاړ شي او بېرته له څه وېرې پرته کور ته راستون شي، خو په ولايتونو کې ډېر ځله ددغه مقدسې دندې اجرا کول هم له ستونزو او ناخوالو سره مخ وي.
د اوږده واټن وهل، په ستونزمنو حالاتو کې درس ورکول، تر شنه اسمان او ناوړه موسمي حالاتو کې درس ورکول، د يوه پياوړي او مبارز ښوونکي زړه غواړي او د هېواد ښوونکو خپل دغه مسووليت تر سره کړى دى، خو بل خوا ورسره دولتي ژمنې تر ډېره په کنفرانسونو، ويناوو او شعارونو کې پاتې وي.
له تېرو څو کلونو راهيسې له ښوونکو سره دتنخوا لوړولو او د استوګنې د نومرو د وېش ژمنې کېږي او د يوه روښانه راتلونکي زېرى ورکول کېږي، خو دغه ژمنو لاهم د عمل جامه نه ده اغوستې او د ښوونکې د سبا د ښه والي ټولې هيلې نن په هوايي ژمنو کې ورکې دي او دولت د خپلو ژمنو لپاره تعقيبي جنبه نه لري.
خداى دې وکړي چې نوى حکومت د هېواد د راتلونکي نسل دغه بنسټ اېښودونکي ته، تر بل هر مامور غوره امتيازات او امکانات ورکړي، چې د ښوونې او روزنې او نسل په روزنه کې په ډاډمن ذهن او زړه کار وکړي او د هېواد يوې روښانه راتلونکې ته په تمه شو.
درنښت
د پل فکري کړۍ مشرباته شورا