استاد حضرت عثمان نوري
ژوند رقابت دی او له دې رقابت سره سیالي کول د انسان ژوند رنګینوي، په ښکلا یې میئنوي او په دې راز یې هم پوهوي څو څنګه خوښ ژوند وکړو؟ څنګه بریاوې ترلاسه کړو؟ څنګه خپلې موخې ته ورسېږو او څنګه یو ګام مخته ولاړ شو؟
ذهن د پوهې او زده کړې استازیتوب کوي او د دې پوهې استاد (ښوونکی) دی. له الفبا رانیولې په اصطلاح تر دوکتورا او نامحدودوه زده کړو پورې ښوونکی تدریس کوي او په څو پړاونو کې ورته لارښوونې کوي.
بریا نور څه نه دي؛ بلکې یوازې یو منل شوی حقیقت دی چې په تقابل کې واقع کیږي او که انسان له ښه فکره کار واخلي، دې ته اړ کیږي چې د لاسته راوړلو لپاره یې زحمت وګالي.
دا صحت ده چې کتاب په پېسو اخیستل کیږي، خو علم نه؛ د همدې موضوع په پار ښوونکی د ګڼو ګلالېو او کمکېو زده کوونکو د روزنې د پېل په مدرسه/ښوونځي کې زده کوونکي له لومړۍ ورځې روزي. دا چې ښوونکی د پوهانو له آنده څومره اهمیت لري، یو ځای مې لوستلي وو، دلته یې لیکم:
د ایټالیا پوهان وايي: درې ډلې نباید د سور څراغ تر شاه پاتې شي؛ امبولانس، د اطفایې موټر او ښوونکي.
د فرانسې پوهان وايي: شتمن خلک د ښوونکو او فرهنګیانو ښار ګوټي ته نږدې کورونه اخلي، ترڅو له هغوی سره په ګاونډيتوب باندې وویاړي.
د سویډيڼ پوهان وايي: مشر زوی مې ډاکټر (روغتیا پال) دی، خو دویم زوی مې غوره فکر لري، هغه غواړي، چې ښوونکی شي.
او د انګلستان پوهان بیا په دې اند دي چې: دا هلک نابغه دی، هغه د ښوونکي کېدو وړتیا لري.
دا چې ارزښتونه سترې پرېکړې رهبري کوي، نو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته پکار ده چې د ښوونکو ژوند ته ارزښت او ژوره کتنه ورته وکړي، او که له هغو امتیازاتو څخه یې نه شي برخمن کولای چې پرمختللې نړۍ یې لري، نو لږ تر لږه خو دې هغه امتیازات ور وسپاري چې اړوندو مسوولینو یې بیا بیا تش په خوله ژمنې کړي دي او د عمل لپاره یې هېڅ عملي ګام نه دی پورته کړی.
په رحمان ذات باور وکړئ چې یو ښوونکي راته وژړل او له خپل معاش (حق الزحمې) څخه یې راته شکایت وکړ، چې معاشونه مو ډېر کم دي، هېڅ ګوذاره پرې نه کیږي، د نوموړي ښوونکي د ژړا علت معلوم وو، مېرمنه یې په مرګوني رنځ (سرطان) اخته وه او په زغرده خبرو کې یې راته زیاته کړه: د ښوونکو په دې شته حق الزحمې د ښوونکو د کورنۍ ټولې اړتیاوې نه پوره کیږي، د هټېوالو له پورونو څخه نور پټ ګرځم، که دغه کم معاش خوراک (وړه، چای، ګوړه، بوره او نورو خوارکي توکو) ته کړم، نو د ماشومانو پوښاک (جامې) او د ډاکټرانو درمل دې ته اړ کړی یم چې له چا پور واخلم او دا پور بیا هېڅ نه شم لنډولای؛ ځکه بلې میاشتې ته اړتیاوې را ډېریږي او پېسې یې په لاس کې نه لرو.
زموږ یو ښوونکی ملګری استاد عارف خوشحال شینواری وايي: (د ښوونکو اقتصاد مو ورځ تربلی خرابیږي، تاسي باوروکړئ چې هغه بله ورځ یو ښوونکی راته کیسه کوله؛ ویل یې چې نور له ډیرې ستومانۍ نه مړکیږم، ځای می لری دی، پیاده مزل کولی نه شم او دموټر کرایه راسره نه وي. ما له ډېر خفګان نه مې ورته وخندل او ورته ومې ویل: چې مایوسه نه شې! خیر مړه ورزش به دې وشي، پیده مزل بدن ته ډېره ګټه رسوي د هغه داخبره به مې هیڅ هیره نه شي…الله دې په ټولو ښوونکو رحم وکړي.
دا چې د تلې میاشتې ۱۳ مه نېټه په ټوله نړۍ کې دغه ورځ د ښوونکي تر نامه لاندې لمانځل کیږي، پر همدې مناسبت مې دغه لیکنه د ډېرو درنو ښوونکو په غوښتنې وکړه، که ددوی اړتیاوې به مې دلته په پوره ډول نه وي لیکلي، بښنه غواړم، خو پورته اړتیاوې چې ذکر شوې، د ښوونکو د غوښتنو په لومړیتوبونو کې قرار لري.
دا چې د ښوونځېو چارو ته ارزښت درانه ښوونکي ورکوي، معارف یې پیاوړی کوي او نوی نسل یې رڼا لوري ته بیا یي. لازمه ده چې اړوند مسوولین د ښوونکو حق الزحمو (معاشونو) ته ډېره پاملرنه وکړي، څو مو هېواد له سیالانو سره سیال شي.
که د ښوونکو اړتیاوې پوره شي لازمي ده چې دوی به د لا ښه خدمت لپاره ملا تړي او د خپل هېواد بچیان به د ګاونډ هېواد د سیالانو سره د سیال کولو لپاره په ډېره مینه روزي.
الفتح عالي لېسه
۱۳۹۷-۷-۱۳