زما د زوی ناور ښوونکي د ژمي د رخصتیو په پای کې د خپلو زده کوونکو پلار ومور ته ایمیل استولی دی.

دا (استاد کیتي بي) نومیږي. د ده ایمیل چې په انګلیسي یې لیکلی دی تاسو ته ژباړم:

د څلورم کاف ټولګي میندو او پلرونو

زه چې دغه شیبه په تیاره ساړه ټولګي کې کښناستم، نو داسې اټکل مې وکړ چې ښایي تاسو په ګرانه دا ومنئ چې زه د سبا سهار د نارو او احساساتو تږی یم. نوی کال په داسې وخت کې پیل شوی دی چې  ممکن نجونو او هلکانو له دریو اونیو رخصتیو وروسته د ټولګي نظم هیر کړی وي خو دوی به له نویو نظریو سره راغلي وي.

له تاسو یوه هیله کوم. سبا سهار چې مو ماشوم ښوونځي ته راځي باور لرم چې یو څه به یې له مخه نه کیږي او منظم به نه وي نو سر له نن ماښامه ورته ووایاست چې سبا مکتب دی هرڅه ته دې پام کوه. دې ته پاملرنه وکړئ چې هغوی څه ته اړتیا لري؟ پکار دي چې له کتابتونه اخیستي کتابونه بیرته راوړي، سهار ښه خواړه ورکړئ، د غرمې د ډوډۍ لپاره یې د کانتین کارټ وګورئ چې سم دی، څو غرمه په مکتب کې سمه ډوډۍ وخوري، دې ته پام وکړئ چې سبا به کله له خوبه ویښیږي؟ که تاسو پوهیږئ چې دوی چمتو دي بیا هم دا پوښتنه ترې وکړئ چې د سبا په اړه څه احساس لري. په یاد لرئ چې له رخصتیو وروسته د شپې ارام خوب په لومړئ اونۍ کې د ماشومانو د کارونو په تنظمولو کې ښه مرسته کولی شئ.

په درنښت

کيتي بي

One thought on “ښوونکی / اجمل پسرلی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *