غالباً۲۰۰۶ کال وو.
طالبانو پنځه شپږ کاله پخوا سقوط کړی و، او د دولت لخوا مکتب ته دریشي اغوستل جبري و، که چا به سر غړاوه نو لمن یې ترې څيرې کوله.

اکثره زده کوونکو به مکتب ته په خلطه یا پلاستیک کې دریشي راوړه، کله به چې درسي ساعتونه شروع شول نو ټولو به له پلاستیک پتلانونه را وویستل او په صنف کې به يې د کالیو له پاسه اغوستل، په دې ترتیب به کالیو د کمیس یا یخن قاق کار ورکاوه.

زه تر نورو جلا وم، پلار مې نظامي وو، نو یو څه به غوړ مکتب ته راتلم.

منظم کاوبای پتلون، شین کمیس او جالبه دا چې د کاوبای سره مې د پلار نیکټایي هم شوقي تړله، داسې چې په ښوونځي کې معلومیدم، چې فلانی یم.

خدای ښکلې قواره هم راکړې وه، په همدې ورځو کې ادارې یو نوی ښوونکی را معرفي کړ.

استاد په دویمه او دریمه ورځ را خوږ خوږ کیده، خو ورځي تیريدي.

له ورځو یو ورځ ټول شاګردان د تفریح په وخت کې له صنف ووتل، زه او بل همصنفي مې صنف کې پاتې شوو، نوي نوکیا کامره دار تلیفونونه هم راوتلي وو، استاد له جیب تلیفون را وویست غوښتل یې زما او زما د ملګري عکس واخلي، عکس نو دومره لویه خبره نه وه، خو دومره پوهیدو چې استاد ښه نیت نلري، او که به هغه وخت د چا عکس د چا سره په تلیفون کې چا ولید بس د لوط ع د قوم به ورته ښکاریدې.

ملګری مې د لاس په خوځولو وپوهاوه، چې مخ ته لاس ونيسي، استاد پوه شو، غوصه شو او له صنف ووت.

بله ورځ یې راته وویل، چې که غواړې اول نومره شي (زه دریم نومره وم) نو یو ځل دوکان ته راشه، پوه شوم، چې څه قیصه حتماً شته نو ورته ومې ویل، چې نه غواړم اول نومره شم سیخ ترې تیر شوم.

له مکتب مې زړه تور وو، لایق وم درسونه مې ښه لوستل خو ښوونکي زړه را خوړین وو، د کور له ویرې مې مکتب پریښودل څه چې یوه ورځ غیر حاضري هم نه کوله.

د نتایجو د اعلان په ورځ ګورم چې ۷ نومره شوی یم، خفه نشوم، وروسته وپوهیدم، چې د مکتب سر معلم او مدیر هم د استاد لارویان وو.

خو پاکو او سپیڅلیو ښوونکو ته دې دا مبارکه ورځ زر ځله مبارک وي، اوس هم ډیر راباندې ګران دي.

ددې خاطرې شاهدان هم لرم، او ښايي هغه ښوونکی اوس هم راسره په فیسبوک ملګری وي، که دا خاطره ګوري نو ما بښلی خدای دې نیک انسان کړي.

خو دولت باید داسې کسان د معارف له چوکاټ بیخي وباسي، ځکه جنسي ځورونه تر هره  ورځ مرګ کمه نه وي او ډیر زده کوونکي له همدې امله ښوونځی خوشې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *