حکایت دی چې اکبر پاچا له بیربل څخه پوښتنه وکړه: ایا داسې څه شته چې زه یې کولای شم او خدای پاک یې نه شي کولای؟ بېربل ورته وویل: هو، ته کولای شې ما له خپلې پاچهي وشړې خو خدای پاک مې له خپلې پاچهي نه شي ایستلای، ځکه هر چېرته یې حکم چلېږي.
دغه حکایت د شلمې پېړۍ د نامتو ارواپوه او مفکر اریک فروم ( ۱۹۰۰-۱۹۸۰) تر خبرې پورې را یاد شو چې وایي انسان که هر څه وکړي د انسانیت له قلمروه ځان نه شي ایستلای. دی ضمیر لري او کله چې ظلم او جنایت ته مخه کړي نو خپل ضمیر یی ناکرار کړي. دی د ضمیر له شره د ځان د خلاصولو لپاره او یا په بله ژبه د انسانیت له قلمروه د راوتلو لپاره لا زیاتو جنایتونو ته مخه کړي خو لا زیات ناکرار شي. دغه لړۍ تر هغو پورې ادامه مومي چې ظالم ومري او یا بېخي لېونی شي.
د اریک فروم خبره بیا تر دې پورې را په یاد شوه چې د ډیورند لاین دواړو غاړو ته بوږنوونکو پېښو ګڼ خلک حیران کړي دي. د پیښور په یوه ښوونځي کې او د پکتیکا په یحیا خېلو کې د ماشومانو او زلمکو قتل عامونو یا په هلمند کې د ماین پاکوونکو ځوانانو یومخیزې وژنې نه یوازې په اخلاقي لحاظ هیڅ جواز نه درلود، بلکې په سیاسي لحاظ هم هیچا ته هیڅ ګټه پکې نه وه. د دغسې پېښود توضیح لپاره چې د سیاست په دنیا کې د معقولو دلایلو موندل سخته شي نو د مرموزو لاسونو د شتون بحثونه تاوده شي.
موږ په پښتو کې هغه چا ته چې په شیطاني لاره روان وي، ښویېدلی وایو. هغوی چې ښویېږي، درې ځانګړنې لري: یو دا چې د تم کېدو او راستنېدو اختیار یې له ګوتو وتلی وي، بله دا چې مخ په ځوړ وي او دریم دا چې وار په وار یې د ښویېدو سرعت زیاتېږي. دغه حالت په هغو کسانو کې هم وي چې په خطا لارو مزل کوي. هغه څوک چې نن یو انسان په څاپېړه وهي او خوند ورنه اخلي، سبا ممکن د چاکو ګوزار وکړي او بله ورځ د وژلو لپاره په دلایلو پسې وګرځي.
ما پخپله د څو لسیزو روان خشونت له لیدو دغه درس اخیستی دی چې وینه په وینه نه پاکېږي او د تشدد هر اقدام یو بل تشدد زېږوي. د تشدد په لاره روان کسان خامخا بې تولې کېږي او داسې مرحلې ته هم رسېدای شي چې د ماشومانو یا ماین پاکانو په وژلو کې به خیر او خوند ویني.
پخوانو متل کړی دی چې د سهار ورک که ماښام کور ته راشي، نه دی ورک. هغوی چې د تشدد په ذریعه د غوټو د پرانیستلو هوس ورسره دی، که هره شېبه په هوش راشي او په دې پوه شي چې د تشدد دوزخي لمبې وچ او لانده هر څه سره نغاړي او آن د قرآن کریم سپېڅلې پاڼې هم پکې سوځي، نو د ځانونو او ټولنې د ښویېدلو روان بهیر به تم کړي. د ارواپوهانو په نظر بنیادم د پیاوړي هوډ په مرسته کولای شي چې د عمر په هر پړاو کې بد عادتونه پرېږدي او د نورو انسانانو غوندې عادي ژوند پیل کړي. لکه څنګه چې پیاوړې اراده بنیادم ته د اعتیاد له منګولو د راوتلو امکان وربخښي، دغسې د تشدد له لارې د مخ اړولو سېکه ورکوي. د اکاډیمسین سلیمان لایق دا بیت مې څو دېرش کاله پخوا لوستی و چې خدای دې وکړي حافظې مې پکې تصرف نه وي کړی:
مه ځه هغې خوا ته چې د لارې لوری نه وي
درمه هغه لور ته چې دا ګرده دنیا درومي