بدلون

موږ پوهيږو چې پر ښځو، د ښځو پر حقونو، د ښځو پر لړزوونکو محرومیتو، پر ښځو پر تجاوزو، له تصوره ماورا، له ښځو سره پر هر ډول ظلمو و نارواوو خبرې به، درته په خواګرځوونکې کلیشه اووښتې وي؛ موږ ته هم دا بحث، هم د یوې کلیشه شوې کلیشې په توګه او هم د یوه مکرر و متداوم جنایت په صفت، ډېر زحمت راکوي، مګر څنګه یې کوئ! موږ معاف کړئ چې دې ته ضد نیولي یو؛ تر هغه چې افغان سړی، له افغانې ښځې سره، خپلو ناانسانیترینو کړنو ته د ناموسدارۍ، غیرت، مردانګۍ، شملورتوب او مېړنتوب د عالیترین افغاني فرهنګ په سترګه ګوري او له جاهلانه کج- بحثۍ پرته ور ته نور هیڅ ډول دیني و دنیوي توجیه نه شي وړاندې کولای، نو موږ به له وحشت څخه انسانیت ته، د دې ناوړه رسم د بدلون په هدف، یوه شېبه هم، نه خوله بندوو او نه هم قلم، ځکه دا خپله حتمي دیني و انساني وظیفه بولو او په دې بشرپالونکي ماموریت کې غفلت را ته تر لویو لویه ګنا ایسي.

د ډسمبر ۱۰- مه، له ښځو سره د ظلم و ناروا د مخنیوي نړیواله ورځ ده؛ هر کال، په نړۍ کې میلیونونه ښځې و نجونې، یوازې په دې خاطر له ډول- ډول کورني زور- زیاتي، جنسي تجاوزو، ناموسي قتلو، اجباري ودو، قاچاق او ورته نورو خشونتو سره مخ کیږي چې ښځې دي.

د آزادۍ راډیو په وینا؛ د دنیا په هرو درو ښځو کې یوه یې، فزیکي یا هم جنسي خشونت تجربه کوي، خو په افغانستان کې د دې اجبار و ناتار ارقام، تر دې ډېر لوړ دي او ۸۷٪ ته رسیږي؛ په دې حساب نو په جهان کې هیڅ داسې یو هیواد نشته چې د ښځینه ذات له آزاره دې یو مخ لاس پر سر وي.

دا چې له ښځو سره جبر، د غونډ جهان په سطحه یوه جدې مسئله ده، نو په اسانه د پوهې وړ ده چې د شرقي ښځې وضعیت به لا ډېر خراب وي او په شرق کې بیا زموږ د کلتورې حوزې (افغانستان، پاکستان، ایران، هندوستان او…) د ښځینه انسان خو هغه حال دی چې هره ورځ یې په باب له زغمه وتي، زلزله خېز خبرونه غوږونه و زړونه را خوري، البته یوازې د یو څو حساسو و انسانپالونکو انسانانو؛ ځکه د ژوندانه دا رنګه معیار خو زموږ د جمعي ذهن پر مذاق تر هر څه زیات برابر دی؛ په ایران کې د بد سیاسي اختناق و مذهبي استبداد له وجې، د چا ږغ نه شي پورته کېدای، خو په دې نورو نوموړو هیوادو کې، چې د څه ناڅه ډیموکراسۍ له برکته، نسبتاً د آواز ختو مجال شته، نو د دې فرهنګي قلمرو په محدوده کې، د هغه څه شاهدان یو چې په هیڅ یوه حق یا باطل دین یا مذهب کې یې د جواز یو کمزوری دلیل هم نه شي را وړاندې کېدای؛ په دې سلسله کې له پاکستانه د ناموسي وژنو ګزارشونه ډېر خپریږي چې یوه تر ګردو ژوندۍ و په نړیواله کچه بېلګه یې، د قندیل بلوچ ده چې د پاکستان د علماؤ شورا له یوه جید دیني عالم مفتي عبدالقوي سره یې، په تېره روژه کې، په داسې حال کې عاشقانه ویډیوګانې خپرې شوې چې نوموړی مفتي اعظم ورته وایي چې نن به یې د سپوږمۍ مخ په پلوشو روژه ماتوي؛ د دې پر ځای چې مفتي صاحب محاکمه شوی وای، د پاکستاني ناموسدارۍ په نوم، قندیل تر ستوني ونیول شوه؛ ختمه شوه او بیا چا په دې باب شونډه له شونډې پورته نکړه؛ څوک به په دې اړه تبصرو ته څنګه دوام ور کړای شي، ځکه د دې رنګه بې ناموسیو د عمل و عکس العمل لړۍ، په دومره تېزۍ سره خونړۍ ده چې بې ترتیبه، بې نوبته او بې وقفې وحشیانه دوام مومي؛ یوې دلخراشې واقعې ته خواشینې نه وي ختمه چې بیا د بلې د وقوع ناورین خپور وي.

افغانستان هم، چې له یوې خوا د سنتي ټولنیزو مناسباتو په وراسته سیسټم کې نفسک وهي او له بلې زاویې، د اوږده جنګ و جهاد په جهنم کې، مسلسل، خپلې مادي و معنوي هستۍ له لاسه ور کوي، د ښځینه انسان لپاره تر یوه ایشېدلي دوږخ په کمه نه دی.

 په افغانستان کې د بشری حقونو سازمان په قول؛ د ناامنیو د سیلیو د دوام په سبب، بشري حقونه، د ډېرو بوږنوونکو حوادثو، لکه: تښتولو، قتلولو، سر پرې کولو، د کوشنیانو په شمول مرګ- ژوبلې په شکل پایمالیږي؛ یوه نیمه میاشت مخکې، ملګرو ملتو د بشري ناورین یو خونړی تصویر وړاندې کړ، داسې چې د ۲۰۱۶ کال په اولو ۹- میاشتو کې ۲۵۰۶ ملکي افغانان وژل شوي او تر ۵۸۳۰ تنو ډېر ټپي شوي دی.

قتلونه، وهل- ټکول، جنسي تجاوزونه، سارایې محاکمې، خپلسري مجازات، سپکاوي، په زور ودونه او ورته نور، هغه معمولترین خشونتونه دي چې تل له افغانې ښځې سره کیږي او ناانساني خو لا دا چې دا عذابونه نه، بلکې د ثوابو ګټنې وړ کړنې ګڼل کیږي، ځکه نو په تېرو ۸- لمریزو میاشتو کې، له افغان حکومت سره، د ښځو پر ضد، د بشر ضد وحشتو ۳۴۰۰ دوسیې ثبت شوي او دا هم په ساده توګه د اټکل وړ ده چې د موجودې فاسد ترینې ادارې د ثبت له منګولو خطا پېښې به څومره وي؟ هغه چې واقعي درک به یې یوازې خدایتعالی ته مالوم وي؟ ته وا چې دا حالت به، پرته له مسخه شوو وجدانو څخه، نورو ته د برداشت وړ وي؟ او ته وا همدا اوس به یې د مېړني افغان ملت څومره فیصدې په ښه سړه سینه، ښه بېخاره زغمي؟

ډېر افسوس دی؛ ملایان، چې د علماؤو وارثین ګڼل کیږي، ډېرو یې د اسلام د مبارک دین خلاف، ښځه په جمعي ذهن کې شیطانه، نجسه، پلشته، مؤمن پاروونکې، ملا ګمراکوونکې، کمزورې، نیمګړې، ناقص العقله، ناقص الدینه او څه و څه معرفې کړې او د دې تر ګردو آخره بېلګه یې، په یوه رسمي غونډه کې، د تخار ولایت د علماؤ شورا د رئیس محترم مولوي عبدالصمد هغه څرګندونې دي چې ښځې یې د نړۍ تر ټولو بې حیاترینه طائفه وبلله او بیا چې د مدني فشارو پر اساس، د دغه ریاست له چوکۍ څخه لیري شو، نو نه یوازې یې توبه و نه ایسته، بلکې خپل دغه اسلام ضد بیانات یې، د دغه سپېڅلي دین، د پاکو نصوصو په استناد، په بې منطقه توګه توجیه کړل.

اوس، دا خو په ډېر سطحي نظر سره هم د پوهېدو وړ ده چې د داسې یوه عمومي حکم، چې ښځه دې د دنیا تر ټولو بې حیا ترینه طائفه وبلل شي، منطقي نتیجه دا را وزي چې د ښځې د ذات نقص باید د هغې د خلقت نقص اوسي او د خلقت نیمګړتیا یې (نعوذ بالله) د خالق نیمګړتیا ده او دا ډول باور لرل نو ممکن سړی سوچ کفر ته وباسي.

 کله چې د هغه نظام معاش خور ملا، دغه ډول جاهلانه اظهارات کولای شي چې ښځه یې د انسان په صفت په رسمیت پېژندلې او د هغې د بشري حقونو د رعایت الزامیت ته یې غاړه ایښې، نو د هغو ناپوهو پوهانو به څه حال وي چې د افغانستان او په هغه کې د نافذ اساسي قانون، افغاني ارزښتو او بشري حقونو پر ضد یې د جهاد جنډه جګه کړې ده؟

له بلې خوا، په دې وروستیو کې، چې په افغان پوهنتونو کې، د اسلامي ثقافت له مضمون سره افراطیت او تروریزم غوټه بلل شوی او دا خبره خپله هغه چا (عبدالحفیظ منصور) کړې چې د جهاد تر بریالیتوت او اسلامي جمهوري دولت تر جوړېدو وروسته، همدا مضمون، خپله د ده له خوا، د لوړو زدکړو کریکولم ته ور زیات شوی او خپله دی هم یو جهادي شخصیت او د دینپوهنې متخصص دی، نو دا د یوه ډېر ترخه واقعیت څرګندوی دی؛ د دې مضمون د تدریس په ترڅ کې، د نورو افراطي هڅونو ترڅنګ، د ښځو پر ضد هم، د دین له ادرسه زښتې پاروونکې خبرې کیږي؛ مثلاً، په صنف کې چې نجونې و هلکان یو ځای ناست وي نو استاد پوهنتوني فضا ځکه غیر اسلامي ګڼي چې نر و ښځې یو ځای علم حاصلوي او د دې وضعیت پر ضد د بدلون لپاره د جهاد توصیه کوي؛ په دې باب بیا هم د تخار پوهنتون د یوه استاد عبدالمعروف تفکري، یو فیسبوکي پوسټ ډېر دردوونکی دی چې د رسنیو او کارکوونکو ښځو په وړاندې یې د جهاد ږغ کړی دی.

د دې ټولو منفي خبرونو او مایوسوونکو بیانو سره- سره، بیا هم د نېکمرغۍ زېری دی چې افغانې ټولنه، له یوې ورځې بلې ته د ویښېدو په حال کې ده؛ ورځ په ورځ پکښې د مرګ پر ځای ژوند په ارزښت بدلېدونکی دی؛ وچ احساسات او خرافات کرار- کرار خپل ځای منطق و معقولیت ته پرېږدي؛ د ړندو عقایدو په عوض کې عقلانیت غوراوی مومي او علمیت د جهالت د بدیل په توګه منل کیږي؛ د دې امیدواریو په لړ کې، ښځه له نارینه سره د مساوات سطحې ته د رسولو هڅې هم محسوسې او مثبتې پایلې یې د مشاهدې وړ دي چې یوه غوره نمونه یې د نومبر له ۲۴- مې څخه د ډسمبر تر ۱۰- مې پورې، له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد ۱۶ ورځنی کمپاین چې نوم یې وو: «د ټولنې د هر وګړي له خوا، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې، ارزښتمن اقدامات» دا د حکوت له خوا، د ډېرو رسنیو، مدني- فرهنګي بنسټو او د بشري حقونو سازمانو سره په ګډه بشپړ شو.

ودان افغانستان ګوند ویاړي چې یو خو د دې انسانپالونکي کمپاین د برجسته کمپاینر په هویت را مخې ته کیږي او بل یې دوې نیمې لسیزې پخوا لا، په خپله فکرې حوزه کې، د افغانې ښځې د ژوند پر ښېرازۍ او عزت، تر بل هر چا زیات، سیستماتیک او علمي- عملي تمرکز کړی دی.

سرليکنه/ اداره

بدلون اوونيزه/ دريم کال/ دوهمه / پرلپسي ۱۰۶ مه ګڼه/يکشنبه/ قوس/۲۱/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *