هغه اعتراف هيڅ ارزښت نه لري چي له وهلو وروسته وي:
عن أبي عيينة بن المهلب قال : سمعت عمر بن عبد العزيز يقول : من أقر بعد ما ضرب سوطا واحدا فهو كذاب.مصنف ابن ابي شيبه
له أبي عيينة بن المهلب روايت دئ چي له عمر بن عبدالعزيز رضي الله عنه مي واورېدل چي ويل ئې: څوك چي له يوې درې وهل كېدو وروسته اقرار وكړي نو هغه دروغجن دئ.
هغه واكمن د الهي عذاب مستحق دئ چي په حد كي كموالى او زياتوالى كوي:
« يؤتى بوال نقص من الحد سوطاً، فيقال له لم فعلت ذاك؟ فيقول رحمة لعبادك، فيقال له أنت أرحم بهم مني! فيؤمر به إلى النار، ويؤتى بمن زاد سوطاً فيقال له لم فعلت ذلك؟ فيقول لينتهوا عن معاصيك، فيقول أنت أحكم به مني! فيؤمر به إلى النار » تفسير كبير
د الله تعالى په وړاندي به داسي چارواكى راوستل شي چي په حد كي ئې يوه دره كموالى كړى، ورته وبه ويل شي: ولي دي دا كار وكړ؟ وبه وايي: ستا پر بندگانو د رحم له كبله، نو ورته وبه ويل شي: آيا ته تر ما زيات پرې مهربان وې؟ نو د اور په لوري د بېولو امر به ئې وشي، او داسي څوك به راوستى شي چي يوه دره ئې زياته كړې، ورته وبه ويل شي: ولي دي دا كار وكړ؟ وبه وايي: د دې لپاره چي ستا له عصيان او سرغړاوي ډډه وكړي، نو ورته وبه ويل شي: آيا ته د دوى په اړه تر ما زيات ښه حكم كوونكى وې؟ نو د اور په لوري د بېولو امر به ئې وشي.
پر خپلي گناه پرده اچول غوره دي:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ : جَاءُ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَ : إِنِّي عَالَجْتُ امْرَأَةً مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ فَأَصَبْتُ مِنْهَا مَا دُونَ أَنْ أَمَسَّهَا، فَأَنَا هَذَا، فَاقْضِ فِيَّ مَا شِئْتَ، فَقَالَ لَهُ عُمَرُ : لَقَدْ سَتَرَكَ اللَّهُ، لَوْ سَتَرْتَ عَلَى نَفْسِكَ، قَالَ : وَلَمْ يُجِبِ النَّبِيُّ عَلَيْهِ السَّلامُ شَيْئًا، فَقَامَ الرَّجُلُ فَانْطَلَقَ، فَأَتْبَعَهُ النَّبِيُّ رَجُلا فَتَلا عَلَيْهِ هَذِهِ الآيَةَ : أَقِمِ الصَّلاةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ، فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الْقَوْمِ : وَهَذِهِ لَهُ خَاصَّةً يَا رَسُولَ اللَّهِ ؟ قَالَ : بَلْ لِلنَّاسِ عَامَّةً مسند ابن ابي شيبه و مسلم
له عبد الله بن عمر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: يو سړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغى او وئې ويل: د ښار د لري برخي له يوې ښځي سره مي له مجامعت (جنسي نږدېكت) پرته نور هر څه وكړل، زه دا دئ دلته ولاړ يم چي څنگه دي خوښه وي زما په اړه پرېكړه وكړه، عمر رضي الله عنه ورته وويل: الله پر تا پرده اچولې وه كاش تا هم پر خپل ځان پرده اچولې وى، راوي وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم هيڅ ونه ويل، نو دا سړى پورته شو او ولاړ، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم يو سړى ورپسي ولېږو (راوئې غوښت) او دا آيت ئې ورته ولوست: أَقِمِ الصَّلاةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ: د ورځي دواړو خواوو او د شپې په يوې نږدې برخي كي لمونځ كوه، يقيناً چي ښېگڼي بدي له منځه وړي. د هغه قوم يوه سړي وويل: يا رسول الله! آيا دا يوازي د ده لپاره مختص ده؟ وئې فرمايل: نه بلكي د ټولو خلكو لپاره ده.
كه د مسلمانانو امير ته كومه قضيه وړاندي شي هغه مكلف دئ چي د الله تعالى قانون به نافذوي، خو داسي تفحص او تجسس به نه كوي چي د مجرم له اعتراف او شاهدانو له گواهي پرته له نورو لارو د متهم جرم ثابت كړي او سزا وركړي، د جرم ثابتولو او د حد جاري كولو ته بايد لېوالتيا ونه لري.
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم … وَمَنْ جَاءَ مِنْكُمْ مُطْلِعُنَا عَلَى عَوْرَةٍ سَتَرَهَا اللَّهُ فَلْيَسْتَتِرْ بِسَتْرِ اللَّهِ، وَيُسِرَّهَا إِلَى مَنْ يَمْلِكُ مَغْفِرَتَهَا، فَإِنَّا لا نَمْلِكُ مَغْفِرَتَهَا، وَنُقِيمُ عَلَيْهِ حَدًّا … “. المعجم الكبير للطبراني
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: … او ستاسو كوم يو چي راشي او غواړي موږ پر داسي پټ كار خبر كړي چي الله پرې پرده اچولې نو هغه دي د الله په ستر كي ځان مستور وساتي او هغه چا ته دې وړاندي كړي چي د هغې (گناه) د بخښلو خاوند دئ، او موږ د بخښلو خاوند نه يو، او حد به پرې پلى كوو…
اَيُّهَا النَّاسُ قَدْ آنَ لَكُمْ أَنْ تَنْتَهُوا عَنْ حُدُودِ اللَّهِ مَنْ أَصَابَ مِنْ هَذِهِ الْقَاذُورَاتِ شَيْئًا فَلْيَسْتَتِرْ بِسِتْرِ اللَّهِ فَإِنَّهُ مَنْ يُبْدِي لَنَا صَفْحَتَهُ نُقِمْ عَلَيْهِ كِتَابَ اللَّهِ. موطأ مالك
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: اې خلكو! تاسو ته هغه وخت رارسېدلى چي د الهي حدودو له تجاوز ډډه وكړئ، او څوك چي له دغو ناولو كارونو څخه كوم څه وكړي نو د الله په پرده كي دي ځان پټ وساتي، دا ځكه چي كه څوك موږ ته خپله عمل پاڼه څرگنده كړي موږ به د الله كتاب پرې قائموو (د كتاب الله مطابق به سزا وركوو).
د حدودو د پلي كولو تلوسه مه كوئ:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم « ادْفَعُوا الْحُدُودَ مَا وَجَدْتُمْ لَهُ مَدْفَعًا ». سنن ابن ماجه
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: حدود دفع كړئ (له پلي كېدو څخه) تر كومه چي د دفع كولو وجه او مدرك ورته موندلى شئ.
عن عائشة رضي الله عنها، أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال :« ادرءوا الحدود عن المسلمين ما استطعتم، فإن وجدتم لمسلم مخرجا فخلوا سبيله، فإن الإمام أن يخطئ في العفو خير من أن يخطئ بالعقوبة » المستدرك على الصحيحين للحاكم
عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم “ادْرَءُوا الْحُدُودَ عَنِ الْمُسْلِمِينَ مَا اسْتَطَعْتُمْ ؛ فَإِنْ كَانَ لَهُ مَخْرَجٌ، فَخَلُّوا سَبِيلَهُ ؛ فَإِنَّ الْإِمَامَ أَنْ يُخْطِئَ فِي الْعَفْوِ، خَيْرٌ مِنْ أَنْ يُخْطِئَ فِي الْعُقُوبَةِ” سنن البيهقي و رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ مَرْفُوعًا وَمَوْقُوفًا.
له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: تر هغه چي توانېدى شئ له مسلمانانو څخه د حدودو پلي كېدا دفع كړئ، كه كوم مخرج (د وتلو لار) ورته وي نو لار ئې ورته پرانيزئ، يقيني خبره دا ده چي كه امام په عفو كي خطا شي دا تر دې غوره ده چي په سزا وركولو كي خطا شي.
عن ابي هُرَيْرَةَ: يَقُولُ جَاءَ الأَسْلَمِىُّ إِلَى نَبِىِّ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فَشَهِدَ عَلَى نَفْسِهِ أَنَّهُ أَصَابَ امْرَأَةً حَرَامًا أَرْبَعَ مَرَّاتٍ كُلُّ ذَلِكَ يُعْرِضُ عَنْهُ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم فَأَقْبَلَ فِى الْخَامِسَةِ فَقَالَ« أَنِكْتَهَا ». قَالَ نَعَمْ. قَالَ « حَتَّى غَابَ ذَلِكَ مِنْكَ فِى ذَلِكَ مِنْهَا ». قَالَ نَعَمْ. قَالَ « كَمَا يَغِيبُ الْمِرْوَدُ فِى الْمُكْحُلَةِ وَالرِّشَاءُ فِى الْبِئْرِ». قَالَ نَعَمْ. قَالَ « فَهَلْ تَدْرِى مَا الزِّنَا ». قَالَ نَعَمْ أَتَيْتُ مِنْهَا حَرَامًا مَا يَأْتِى الرَّجُلُ مِنِ امْرَأَتِهِ حَلاَلاً. قَالَ « فَمَا تُرِيدُ بِهَذَا الْقَوْلِ ». قَالَ أُرِيدُ أَنْ تُطَهِّرَنِى. فَأَمَرَ بِهِ فَرُجِمَ فَسَمِعَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم رَجُلَيْنِ مِنْ أَصْحَابِهِ يَقُولُ أَحَدُهُمَا لِصَاحِبِهِ انْظُرْ إِلَى هَذَا الَّذِى سَتَرَ اللَّهُ عَلَيْهِ فَلَمْ تَدَعْهُ نَفْسُهُ حَتَّى رُجِمَ رَجْمَ الْكَلْبِ. فَسَكَتَ عَنْهُمَا ثُمَّ سَارَ سَاعَةً حَتَّى مَرَّ بِجِيفَةِ حِمَارٍ شَائِلٍ بِرِجْلِهِ فَقَالَ « أَيْنَ فُلاَنٌ وَفُلاَنٌ ». فَقَالاَ نَحْنُ ذَانِ يَا رَسُولَ اللَّهِ. قَالَ « انْزِلاَ فَكُلاَ مِنْ جِيفَةِ هَذَا الْحِمَارِ ». فَقَالاَ يَا نَبِىَّ اللَّهِ مَنْ يَأْكُلُ مِنْ هَذَا قَالَ « فَمَا نِلْتُمَا مِنْ عِرْضِ أَخِيكُمَا آنِفًا أَشَدُّ مِنْ أَكْلٍ مِنْهُ وَالَّذِى نَفْسِى بِيَدِهِ إِنَّهُ الآنَ لَفِى أَنْهَارِ الْجَنَّةِ يَنْغَمِسُ فِيهَا ». سنن ابي داؤد و مصنف عبدالرزاق
د حکمتيار صيب ټول اثار همداسې ګټور او باارزښته دي، دی يو ستر ديني عالم دی.
الله دی حکمتیار ته اجر ورکړی
زه تر اوسه د حدودو پلی کیدو په اړه په غلطه وم
ما فکر کوه کوه چی په زور او وهلو وروسته هم اقرار د منلو وړ ده
استغفرالله
hekmatyar saheb Allah de ta ta ajar dar ki.
حکمتیار ځکه په لوی لاس د کفري نړۍ او ګاونډیانو په لمسون څنډې ته شو چې سیمه ییز او نړیوال مافیایي استکبار یې له علمي ، مبارزاتي او تجرباتي بصیرت ، درایت او پوهې څخه ډارېږي . ځکه نړیوال او سیمه ییز استکبار پر دې پو هېږي چې که حکمتیار په صحنه کې یو فعال موجودیت ولري ، ددوی ټولې تو طْیې به افشأ او له خاورو سره خاورې کړي ځکه یې په سیمه ، نړۍ او هېواد کې ورته د زر ، زور او تزویر له مخې موانع او خنډونه را مخې ته کړي استعمار او استکبار خپلې رمې په کې پیایي ، او ګاو چرانۍ په کې کوي ، خو زموږ هېواد او خاوره یې له خطر سره مخ کړې ده . هو ! د نړیوال استعمار او سیمه ییزو او کورنیو مافیایي کړیو همدغه سترا تیژي ده چې پوه ، مسلمان او وطن پرسته افغانان په صحنه کې د خپل سیاسي تمثیل له پاره نه پرېږدي . او ټول یې ځپلي او څنډې ته کړي دي . خو اشاءالله العزیز چې د امریکې دغه یو طرفه وړۍ به شړۍ نه شي . دوی به هم د انګرېزانو په څېر تور مخي له دې هېواد او سیمې څخه په بدنامۍ شړل کېږي ، او د لاس پوڅو به یې قبر او هدیره نه وي معلوم . او افغانان به د تل له پاره د غربي نړۍ دښمنان وي . هو! انګرېزانو د امریکایانو له پاره هدا غوښتل .
زه حکمتیارته وایم چې سړیه دا ټول حقوق خو دې ښځو ته ورکړل، نارینه و ته دې هم څه پریښودل که نه؟
حکمتیار صیب ډیر ښه خوندور موضوعات مو را سپړلي دي
خو
ستاسو له لیکنو او هغه اسنادو چې وړاندې کړي مو دي چې زیاتره احادیث دي، داسې ښکاري چې په ننني ژوند او نننۍ نړۍ کې د حضرت محمد او صحابه رض د وخت د جزا او مکافات قوانین د تطبیق وړ ندي. په بل عبارة د صحابه و د وخت په څیر د نن ورځې مجرمانو ته همداسې معافي کول او یا د هغوی څخه د صحابه و په څیر اقرار اخیستل د ټولنې د مجرمینو په کنټرول او کمښت کې هیڅ رول نلري. بلکه مجرمانو ته به د هر ډول جنایت او پر هغه د پردې اچولو زمینه برابره شي.
د نن مسلمانان په تیره بیا هغه ټولنې چې په لسګونو ناخوالو ککړ دي او د خلکو خوی او خاصیت بیخي حیوانیت ته اوښتی دی، د جزا او مکافاتو قوانین باید د ټولنې د رواني، سیاسي، او کلتوري اړخونو په پام کې نیولو سره نوي قوانین جوړ او پلي شي.
د مجرمانو د پیژندلو او اقرار اخیستو لپاره نن د صحابه و تکتیک کار نه ورکوي، باید د ورځنۍ تکنالوژۍ په مرسته مجرمان و پیژندل شي ترڅو د وچو د لاسه لانده ونه سوزیږي.
احادیثو او ټولو ارزښتونو ته درناوی لرم خو چې نن ېې عملي کول ناشوني او یا د ملهم پر ځای د مالګې په ځای زموږ زخمونه را شلوي، بیا نو ښه ده چې پر یو بدیل فکر وکړو
السلام علیکم ۰۰۰۰ دا یو وا قعت دی چی حکمتیار صاحب یی اظهار کووی او که داسی خد متو نه وکړی او له جګړی لاس واخلی دیر زیات محبوبیت به فیدا کړی او فه انتخا باتو کی به هم کا میاب شی او مسلمان ولس ته به یی دیره نفعه ورسیږی ۰ او صدقه جاریه به یی وی
I am not sure if this aricle is written by Hikmatyar Sahib himslef, anyway, Hikmatyar Sahib, didn’t do well to bring peace to his nation, but I hope he has learned from mistakes and has improved. recently he has taken a very strong stance against western forces. My advice is to negotiate with his opponents as our prophet did with his opponents .