“ته به د بل ښځه کښته کوې او ستا اصیله نامداره به په کور، په امن ناسته وي! ؟”
دا پورته پیغام هغه بې وسه کس د غزني د طالبانو یوه قوماندان ته را استولی، چې څه موده وړاندې یې د کور تورسرې د طالبانو له خوا له موټره کښته، او د پنجابي او پاکستاني ناسنتو په ګرو کې، په دښتو او بانډو کې په مخه کړای شوې.
دغه بې وسه، مظلوم او ظالم انسان طالبانو ته پیسې، مشران، دین، پښتو، او ټول ارزښتونه وړاندې کړل، خو طالب د ده د ناموس له سره لاس وا نه خیست.
دغه کس له ناچارې او ناکامه، هغه کار ته لاس واچاوه، چې د هر افغان لپاره نوی او نابلده دی. د طالب قوماندان کور یې پیدا کړ او د هغه له کوره یې د هغه د کاله ځوانې او زړې تورسرې په مخه کړې.
ډېره د شرم او درد خبره ده، خو عجیبه دا ده، چې ما او تا هم د طالب له خوا د هغه بل مظلوم د کور د ښځو د تښتولو پر مهال دا شرم نه احساساوه.
هیچا غوږ پرې و نه ګراوه. هیڅ فیس بوکي تبصره پرې و نه کړه. که دا کار اربکي کړی وای، څومره لویه غوغا به وه. په پښتنو کې د ښځو تښتول ډېره لویه سپکه او بې غیرتي ده، خو که مو د اسلام په نامه د چا ښځه وتښتوله، نو هیڅ پروا یې نشته. یوازې د ښځې تښتول نه، هر جرم چې د دین په نامه کوې، شرم یې په برم اوړي. دین ډېر ښه شی دی(!)… د ملا لاس چې په خوشاییو ولګېږي، خوشایي ورته سره زر شي. چې په سپېتانه ولګېږي، سپېتانه ورته مېړانه شي.
هیچا طالب ته دا و نه ویل، چې ملا صاحبه، له کلي ووځه، له نرخه مه وځه. مېړه و ووژنه، مېړانه یې مه وژنه.
هیچا ورته و نه ویل، چې ملا صاحب، زموږ جګړه ییز فرهنګ مه را خرابوه. په دې هېواد کې تل جګړې وي. که دې یو ځلې د ښځو تښتول او د خلکو د کورونو د حریم تېری عام کړ، بیا به د هیچا ناموس هم خوندي پاتې نه شي.
زموږ کلتور زموږ د عزت د فولادو کلا ده. هیچا طالب ته و نه ویل، چې د خپل ایډیالوژیک اسلام په برمه دې زموږ د کلتور په فولادي کلا کې برمې مه وهه. زموږ د عزت دا ستر ساتونکی، زموږ پښتني کلتور مه خرابوه.
ښایي لامل به یې دا و، چې له طالبه خو د هر سپک عمل تمه کېدای شوای.
نن چې هغه کس په ورته کار لاس پورې کړ، ټول خلک د دې کار ناوړتیا ته څک شول.
ټول وایو، پښتو وایي، افغانیت وایي، چې ډېر ډېر ډېر ناوړه کار شوی او د ډېر ناوړه کار اساس اېښودل شوی، خو د دې خبرې ځواب بیا هیڅوک هم نه لري، چې د طالب بې ناموسۍ ته ولې بې ناموسي نه ویل کېږي؟
د طالب له خوا د ښځو تښتول ولې عادي ګڼل کېږي؟
په تېره لنډه موده کې دا څووم ځل دی، چې طالب ښځې کښته کوي او په مخه کوي.
تېر کال یې په وردګو او وړم کال یې په غزني کې د حکومت د کارمندۍ په تور ښځې ووژلې.
دا د ملایانو له خوا زموږ په جګړه ییز کلتور کې یوه نوې اضافه ده. د افغانستان په جګړه کې غدر، تښتونې او د کور، فاتحې، جنازې، واده او هدیرې پر حریم تېری طالب پیل کړ.
د ښځو تښتونې، د ښځو وژنې طالب پیل کړې. د ښځو جامې کارول طالب پیل کړل. د وړو ماشومانو تېر ایستل، جنګول او په لیکو کې د جنګ او جنسي اشباع لپاره کارېدنه طالب پیل کړه.
ګمنامې او غدري وژنې طالب پیل کړې. د بې وزلو، بې وسلې او سپین ږیرو وګړیو وژنې طالب پيل کړې.
زموږ په جګړه ییز کلتور کې کور، د کور حریم او ښځه په امن وه. واده، جنازه، فاتحه او دودیز مراسم په امن و. یوه کس به د بل پښتانه ورور و واژه، خو چې د بل ورور کور ته به یې پنا ور وړه، نو نه به وژل کېده.
دا ټول درانه افغاني دودونه طالب سپک کړل. د ښځو جامې، د ښځو نومونه یې په تخریبي عملیاتو کې وکارولې. بګړۍ، شمله او واسکټ یې سپک کړل. د دین نوم یې غلط وکاراوه.
دا دی، اوس یې ښځي تښتول هم پيل کړل. برالا یې تښتوی. په رسنیو کې یې مسؤولیت هم اخلي. ټینګ شئ پښتنو!
مجيد قرار
نو چې زه وایم چې د ړانده دجال لښکر دی، تاسو یې ولې راسره نه منئ؟
طالبان نه پښتانه دی نه مسلمانان
ځکه چی پښتانه داکار نه کوی
قرار صاحب ليكنه دي ديره فه زره فوري وه له داسي اسلام او افغان فالو ليكنونه دي يوه نرى مننه كاش دفنجاب مفتي لوست درلو داي
د هغه وخت څخه چي پنجابي(ا س ا) زموږ ګران وطن ته د جهاد په نامه دسيسه طرحه کړه، نو لمړۍ برخه يې د دې وطن د اصيلو او زړه ورو خلګو د مغزو پرېمينځل وه ، چي تر ډيره حده همداسي وسول.
لمړی يې د پښتونولۍ ټول قوانين او کودونه په همدغه پښتنو باندي تر پښو لاندي کړه،وروسته يې د ځناورو په شکل سره وجنګول او د تل لپاره يې يو او بل ته بدنامي،بې عزتي او بدي پرېښودل او لا روان دي(دا د پټي سر دی پټی ورسته سوره ور دی).
د مغزو پرېمينځل يعني څه؟ تاسو کوم مجاهيد ليدلی دی چي زموږ ملي وياړونه خلګو ته تشريح کړي؟ که ورته ووا يې چي ماته د پير روښان ،خوشحال خان نيکه ،ميرويس نيکه، شاه محمود هوتک،شاه اشرف،غازي اکبرخان،محمود طزي،محمدجانخان وردګ، امين الله خان لوګري ، مير مسجيدي خان،غازي امان الله خان ،محمدګل خان مومند … کيسې وکه، په هغه ورځ په مرموز ډول ترور کيږې.
تقريبي ۳۳کاله مخکي د پکتيکا اوسيدونکی چي په کابل کي يې ماموريت درلود، ميرمن يې په پکتيکا کي د مجاهيلينو بړيڅو څو کاله کابل ته نه پرېښول چي خپل ميړه ته ولاړه سي، په همدا سي سرنويشت د اروزګان اوسيدونکی اخته وو، کوم چي په کورنيو چارو وزارت کي منصبدار وو…
مقصد مي دا دی چي د محمدګل خان مومند صفتونه چي پښتانه ته يې ورکړيدي ، په اوسني طالبانو او پخواني مجاهيدينو کي ا س ا وژلي د
Qarar saheb dera pa zra pore tabsera de likale. Kho zma pa fekr da tol moga pashtano kpala pa zan da karona kawo, wale che nan pashton la kpal zan sara zalam kawi aw la kpal sartambali na os zmoga ghairat aw na namos pa aman ki nada, wale che moga kpal da kor darwaza dasi batbakhteyota waza kari che nor ba ham dasi der basona pe wasi…tarmakha ba che pa kali ke yaw masher wa no hagha kali ta ba poshey be ijaze natla os dasi kasan garzi che sok ye napezani aw babawalay ham kawi…
د پښتنو په وړاندی توطیه په مختلفو بڼو سره روانه ده. که دی یوی خوا د کرزی ملیشای کوماندان عبدالحکیم شجاعی په پښټنی کورونو تیری کوی خلک ، نارینه ، ښځینه او ماشومان وژنی او د بلی خوا بنجابی مزدوران د خلکو ښځي تښتوی دا نوره د زغم وړ نه ده اوس نوره پښتانه باید د ځانه دفاع وکړی د کرزی د پښتنو ضد ملیشاو ، پنجابی مزدورانو سره باید داسی چلند شوی لکه چی د جلال اباد خلکو ورسره وکړ. دوی باید دا ډول کسان په هره بیه چی وی پیدا کړی او بیا ورته اور واچوی تر څو دا د پښتنو ضد جنایت کارانو ته معلومه شی چی نور د پښتنو زغم ختم شوی او ځانونه دی د کرزی او بنجابی افت څخه ژغوری
وروه دیره به زره پوری تبصره دی کری خونه پوهیژو چی ولی زمونژبشتانه ورونه دومره کمزوری اوبی حسه شول چی دپردیو پرسرخبل عزت لوت کوی ددوی دلاسه خوقسم به الله ج چی دپشتوتوری دخاوروسره خاوری شو
دغه کسانو ته د پښتون نوم ورکول به لویه جفا وی، مجاهد، طالب د ایران او پنجاپ ډیری بدرنګی څیری دی، دوی نه ناموس پیژنی، نه دین، نه پښتو، دا بیغیرته او او کثیف مولایان دی، چه د تاریخ په څپوکښی یی د افغانانو او افغانستان سره داسی کړنی کړی چه د شرم باعث دی
الله ج دی هلاک کړی
امین
قرار صاحب ډیره په زړه پوری لیکنه دی کړی ده مګر کاش چی لږ د عدالت او انصاف دی لارلی ځکه تاسو لیکلی دی چی دا جګړه اول ملا پیل کړه مګر ډیره د انصاف او حقیقت څخه لیری خبره دی کړی ده ځکه چی د نن څخه دوولس کاله مخکی بیا تر نن ورځی پوری (امریکایان) او ستاسو ملی اوردو د خلکو په کورونو ور ننوزی هغه هم د شپی په داسی وخت چی ټول خلک په خوب ویده وی چی په هغه وخت افغانان خپل زوی ته هم اجازی نه ورکوی چی خونی ته یی داخل شی مګر ستا لنډهغر هلته داخل شی او کومی بی عزتی هلته و نه رسوی ایا دا جګړه ییز فرهنګ افغانان لری که دا هم ملا شروغ کړی دی بل ته خپل اساسی قانون هم نه دی لوستلی چی د یو مجرم سزا به بل چاته نه ورکول کیږی نو نه په کوم جګړه ییز فرهنګ د ملا سزا د هغه ښځی ته ورکوی هغه د ملایانو ښځی چی ستاسو سره په جګړه بوختی دی او تاسو نیولی دی هغه اوس هم ستاسو په زندانونو کی دی د هغه په باره کله چا ستاسو څخه پوښته کړی ده او کله چا څه ویلی دی چی د ښځی نیول او د هغوی بندیناول زمونږ جګړه ییز فرهنګ نه دی مګر د داسی ښځو او ناریناو نیول وژل او بندیانول چی هغه مجرم نه وی په یو صف کی هم شمولیت ونلری هغه که تاسو دا کار کوی او که ملایان یی کوی دا دی بی طرفه خلکو خق دی چی د هغی خلکو په ضد با مظاهری کوی شکایت به کوی تاسو هیڅ کله دا جرات ځانته مه ورکوی چی د بی ګنه خلکو په خوله لاس نیسی
هسې پښتانه مه بدرنګوئ ، دا کار کوم پښتانه نه دی کړی ، په غزني کې یو تاجک دی دشیراغا په نوم چې دغزني دمرکز اوسیدونکی دی او په فارسي میشته اسپنده کې فعال دی دا څه موده له طالبانو یاغي شوی دی او په دې علاقه کې یې خپل سري کارونه شروع کړي دي هغه دغه ښځې کوزې کړي دي او دغزني چارواکو دنوموړي دیوه ملګري له کور څخه ښځه بیولې چې هغه هم فارسیوانان دي ، دغه دواړه بې ناموسۍ فارسیوانو کړي چې یو طالب په جامه کی دی او بل دحکومت په جامه کې
واه خلکو مونږ درته دا ۱۵ کاله چیغې وهو چې د طالبي اجنډي مرام دا دې چې پښتون دې بی تعلیمه شي، د پښتون بډایه کلتور دې سپک شي. پښتون دې نړی ته ترهګر وروپېژندل شي، پښتون دې له عصري ژوند لرې وساتل شي، کني ودې وژل شي،
چې دا ټولې خبرې په ثبات ورسیدې، خو بیا هم په تلویزیوني بحثونو کې خولې جینګې جینګې کوو چې طالبي حرکت افغان مقاومت دې،
د سقیم صیب خبره نو ایا مونږ د سړي زامن یو؟
Thank you Karaar Sab, You are really true. I hope this message will help awake the sleepy pashtun nations.
I.S.I just respect their-selves not to every one
قرار صاحب واقعیآ همداسی ده او دستا لیکنه ډیره په زړه پوری ده تسو ته د خدای ډیر عمر در کړی په درنښت.