بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۴) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۳\ ۱۳۹۳

دبشري تاوتریوالو په لړ کې یوازنۍ ستره او د پام وړ موضوع د ښځو او دښځو دحقوقو ده چې په نړۍ کې د دفاع په موخه هر کال خورا لوړ مصارف لري لیکن بیا یې هم چنداني ښه نتیجه نه ده ورکړې. ډېریو ټولنو دخپل کلتوري تفکر پر اساس ښځه په بېل، بېل ډول تعبیر کړې ده دا چې ښځه طبعي نرم مزاجه، له عاطفې ډکه او جسماً کمزورې ده نو ډېرو یې له همدغه ټکو څخه ګټه پورته کړې او هغه یې په یوه نه یوه ډول تر خپل تسلط لاندي را ویستلې ده ترڅو داسي

یې وکاروي لکه د خپل لاس جوړه سوې آله. دمور واکۍ دورې د ختمېدو سره سم دښځو په ژوند کې له کړاونو ډک باب پرانیستل سو چي دښځو په وړاندي د تاوتریخوالي مبدا یې هم ګڼلای سو. له کله چې دمور واکۍ دوره پای ته رسېدلې ده له هغه وخت څخه ښځه د خورا پرېمانه ستونزو سره لاس او ګرېوان ده آن تر دې چې ځینو مذاهبو او عقایدو هم ښځه د بدبختیو او ناخوالو زېږولو لامل ګڼلې ده لکه:

بودایزم: ددې مذهب بنسټګر ګوتم بدا چې په ۴۸۶-۵۶۶ ق م کې یې ژوند کاوه په دې عقیده ؤ چې ښځه شرپیداکوونکې، کرکجنه، بخیله او بې عقله ده، ځکه خو ده له ښځي سره مینه او اولاد زېږول ګنا ګڼل. برهمي مذهب: په اوم قرن کې د انسانانو تر منځ داصل او کم اصل طبقې ایجاد کړې چې ښځه یې دوهمه طبقه بشر ګڼی.

کانفیشوس: دا مذهب ۴۷۹-۵۵۱ ق م په چین کې موجود ؤ که څه هم دا مذهب د تهذیب او تمدن په ارتباط ښه نوم لري خو بیا هم په عقایدو کې یې ښځه چنداني د اهمیت وړ نه وه ځکه په کانفیشوس زمانه کې مطلق واک د پلار سره ؤ هغه کولای سول چې خپله ښځه او ماشومان خرڅ کړي یا یې هم ووژني، ښځو ته دا حق نه ؤ چې له نرانو سره یو ځای پر دسترخوان ډوډۍ وخوري. یهودیت: که څه هم یهودیت یو الهی خو منسوخ سوی دین دی بیا هم دخپل تحرف پر مهال په دې اند ؤ چې په جنت کې حوا آدم خطا ایستی او منعه سوې مېوه یې په وخوړه. نن سبا په افغاني ټولنه کې هم دا خبره په بېلو، بېلو شکلونو سره دښځينه نړۍ دپستوب او شیطانیت دثبوت په موخه اورېدل کيږي خو رښتیا دا دی چې دا عقیده د یهوديت ده. دیهودانو مذهبي توماس اکومانیاس ښځه ناقص لعقله ګڼل ځکه خو ده ټينګار کاوه چې ښځه باید دنر تر اطاعت لاندي وي همدارنګه په اسپانیه کې چې کله د جنسي تعصباتو بازار ګرم ؤ نو دا فکر موجود ؤ چې ښځه د حیوان او انسان تر منځ ده. په ټولیز ډول بغیر له اسلام نه ټولو مذاهبو دښځي په تړاو سم قضاوت نه دی کړی. سوال پیدا کیږي چې ولي داسلامي عقیدې سره ، سره بیاهم ښځه له دوزخ نه ونه وتل؟ اصل کې لویه بدبختي دا ده چې اسلامي اُمت لا تر اوسه اسلام په صحي ډول نه دی زده کړی، ځيني کسان چې کله د نورو مذاهبو احکام او دعقایدو په اړه څه اوري نو د خپل کلتوري شباهت په وجه پر هغو د اسلامي ارشاداتو ګمان کوي او د عمل جامه ور اغوندي. مؤرخين د مور واکۍ دوره دبشر لپاره تر ټولو د اسودګۍ او هوسایۍ دوره ګڼي چې ۱۷۰۰۰ کاله یې دوام وکړ. په دې دوره کې ټول کورنۍ تړاو د مور پر پښه جوړېدی ځکه د ډلیز واده په وجه به اصلي پلار نه سوای مشخص کېدلای. ټول باندني درانه کارونه او د خوړو را وړل د نرانو ذیه مواري وه خو دهغوي وېش او مصرف د ښځو مسؤلیت ؤ.

لکه څنګه چې یادونه وسوه یوازینی دین اسلام دی چې ښځه او نر یې د مساوات دوه طرفونه وګڼل، ښځه یې په ارثي مسائلو کې شریکه وګڼل، هغې ته یې دکور روښنایي وویل، خپلو پیروانو ته یې امر وکړ چې له ښځو سره مو نرم چلند وکړئ، ښځي ته يې د زده کړي حق ورکړ، اولاد ته یې لار ښوونه وکړه چي د خدای (ج) او رسول څخه وروسته تر ټولو دمور مقام لوړ دی باید تعظیم یې وسي، پیغله او کونډه یې دنکاح په مورد خود مختاره وبلل او داسي نور…

دا چې لا اوس هم ښځه له کړاونو خلاصه نه ده ستر لامل یې د ځينو ټولنو خودخواهي او بدلون نه منونکی طبعي نظام دی، تاسي به په تاریخ کې ووینئ چې ډېرو ټولنو د باندني تحرک آمېزه عواملو سره تر ډېره وخته مبارزه کړې ده دې ټکي ته په کتو سره کله چې اسلام تقریباً دنړۍ تر هر ځای او هري ټولني پوري ورسېدی نو اکثرو ټولنو هڅه وکړه چې خپل کلتوري ارزښتونه وساتي او دا هڅه لا روانه ده همدارنګه افغاني ټولني هم دا مبارزه جاري ساتلې ده چې ښه نمونه یې نن سبا د ځینو کسانو هڅي دي، دوی هڅه کوي چې خپل کلتوري بدن ته اسلامي جامې ور واغوندي. دوی خپلو کلتوریکو اصولو ته داسلامي قواعدو ګمان کوي ځکه خو ځيني اذهان هر ډول ناروا پر ښځه بده نه ګڼي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *