خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۴-۱-۷
کندهار، افغانستان- د کندهار يو شمېر ښځينه او نارينه مدني فعالانو په شهيدي فرخندې پسي د قرآن کريم ختم او روح ته يې دعاګاني وکړې.
د قرآن کريم ختم نن سهار د کندهار ولايتي شورا د ښځينه غړي سرينا فيضي په غوښتنه د هغې د کار په دفتر کي جوړ سوی وو.
د قرآن کريم تر ختم وروسته شهيدي فرخندې ته د فردوس جنت دعاګاني وسوې او کورنۍ ته يې د تسليت مراتب وړاندي سول او دا د ټولو افغانانو لپاره يوه دردوونکې او خواشينوونکې پېښه ياده سوه.
د ولايتي شورا ښځينه غړي سرينا فيضي د فرخندې وژنه په سختو ټکو وغندله او ويې ويل له راټولو راغونډو سوو اسنادو څخه ثابته سوه چي نوموړې کاملاً بېګناه او معصومه وه او په ډېر ظالمانه او بې رحمانه ډول په شهادت ورسېده. سرينا فيضي زياته کړه فرخندې نه يوازي دا چي قرآن کريم نه وو سوځولی، بلکي خپله د قرآن عظيم الشان حافظه او متعليمه وه.
سرينا وايي په ياده دردوونکې پېښه د کندهار ټول ولس خواشينی دی او د همدې غمشريکۍ په خاطر يې په فرخندې پسې د قرآن کريم ختم وکړ او هغې ته يې د مغفرت غوښتنه وکړه. نوموړي د فرخندې قاتلينو ته د سختي سزا غوښتنه وکړه او هيله يې وښوده چي په راتلونکي کي په هيواد کي د دا ډول ناوړو او وحشيانه پېښو مخنيوی وسي.
سرينا فيضي پر ټولو افغان مېرمنو او ځوانانو ږغ وکړ چي نور له خپل حقوقو څخه دفاع وکړي او د دغه ډول تشدد او افراطيت مخه ونيسي، تر څو نور ځوانان او مېرمني د فرخندې په برخليک اخته نه سي.