خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-١۲-۱۲

کندهار، افغانستان- د کندهار يو شمېر ښځينه مدني فعالانو نن ماپښين مهال له مرستيال والي سره وکتل.

په دې ليدنه کي چي په ولايت مقام کي وسوه، د مرستيال والي عبدالعلي شمسي تر څنګ يو شمېر مېرمنو ګډون کړی وو. د جميلې په نوم يوې مدني فعالي وويل چي په حکومتي ادارو کي د مېرمنو د کار کولو ونډه کمه ده. هغې زياته کړه له ښځو چارو رياست پرته په نورو ادارو کي د جنسيت د تعادل ساتلو لپاره توجه نه ده سوې، په داسي حال کي چي ډېري مېرمني کار ته اړتيا لري. د هغې په خبره چي د سولي شورا تر څنګ بايد په نورو رياستونو کي هم ښځو ته د کار زمينه برابره سي.

د ليلا افاق په نوم يوې بلي مېرمني وويل په حکومتي ادارو کي ښځو ته د کار زمينه نه ده برابره چي دې مسئلې ډيري ستونزي راولاړي کړي دي. هغې زياته کړه که مېرمنو ته په ادارو کي د کار زمينه مساعده سي، نو ښځينه مراجعيني به په اسانۍ او له کوم ډار پرته ادارو ته مراجعه کوي.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل د دولت پاليسي دا ده چي په ادارو کي د جنسيت يا جنډر تعادل وساتي، خو ځيني وختونه داسي سوي چي يوې ادارې ښځينه کارکوونکو ته د اړتيا اعلان کړی وي، مګر مېرمني غوښتنليکونه نه ورليږي او کار کولو ته نه حاضريږي.

ښاغلي شمسي زياته کړه چي د ښځو فعاليتونه بايد له پروژوي شکل څخه راوباسو او په يقيني ډول دا زمينه ورته برابره کړو چي کار وکړي او د ټولني په جوړښت کي نقش ولوبوي. نوموړي وويل د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخي مقررۍ بندي دي، خو چي کله د مقررۍ لړۍ پيل سوه، نو د ولايت له سپارښتني سره به په ټولو ادارو کي مېرمنو ته ځای ورکول کيږي.

د شمسي په خبره: تاسو د مقررۍ د لړۍ تر بيا شروع کېدو پوري زغم وکړئ، کله چي دا پروسه پيل سوه، زه ژمنه کوم چي مېرمنو ته به د کار زمينه برابروم.

نوموړي وويل چي ولايت مقام هر وخت د مېرمنو د فعاليت طرفدار او همکارۍ ته يې چمتو دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *