تاند- په کندهار کې د بشري حقونو فعالان وايي، په دې ولایت کې یو شمېر ښځې بندیانې د محکومیت د دورې له پای ته رسېدو وروسته نه غواړي چې له محبسه ووځي.
دوی وايي چې دا ښځې د دې لپاره له محبس څخه وتل نه غواړي چې د اوسېدو لپاره سرپناه نه لري.
د کندهار په محبس کې نژدې ۱۰۰ تنه ښځې بندیانې دي.
له بلې خوا د کندهار د محبس چارواکي وايي چې دوی د هغو ښځو د ساتنې مسوولیت منلی نه شي چې د محکومیت موده یې پای ته ورسېږي.
د دوی په وینا ځینې ښځینه بندیانې په دې خاطر له محبسه وتلو ته زړه نه ښه کوي چې کورنۍ ستونزې لري او کورنۍ یې نه غواړی چې ورشي.
ښځې دې ته ورته ستونزه د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم لري. د ډېرو افغانانو په نظر که نارینه هر جرم او جنایت وکړي د دوی لپاره د بدنامۍ سبب کېږي نه؛ خو د ښځو جرم او محکومیت ځان ته شرم او پېغور ګڼي.
د دې ستونزې د حل کولو لپاره په پلازمېنه کابل او څو نورو ولایتونو کې د امن کورونه جوړ شوي خو کندهار د بې سرپرسته ښځو لپاره امن کور هم نه لري.