د نوي کال په ویاړ د لومړۍ میرمنې په رابلل شوې ښځينه میله کې ولسمشر ښځو ته په خبرو کې وویل: د ښځو ستونزې له اقتصادي پلوه حللارې ته اړتیا لري.

دا خبره راته د پام وړ وه، ځکه دا ښکاره خبره ده کومې ښځې چې له اقتصادي پلوه په ځان بسیا کیږي نو له حقوقي پلوه یې هم ستونزې راکمیږي. یو خو دا چې له روحي پلوه ښځه په خپل ځان کې د په ځان ډاډ او ملکیت شته مړژواندي احساس پالي او وده ورکوي له بلې خوا شاوخوا خلک لکه کورنۍ او له دې سره په اړیکه کې خلک هغې ته د یو شخصیت یا لږ تر لږه یوه مکمل انسان په سترګه ګوري، او په ټولنه کې ورته مناسب ځای ورکوي.

خو زموږ اصلي ستونزه دا ده چې په دې برخه کې د افغان میرمنو صلاحیت د بل هر صلاحیت په پرتله په نشت حساب دی.

افغان میرمنې له زیږون نه تر مرګه د اقتصادي پلوه فلج او د نورو تر واک لاندې دي.

یوه ښځه له ماشومتوبه د پلار ورور یا هم د کورنۍ د بل نارینه غړي لاسنیوي ته اړه ده او پلار ورور او د کورنۍ ټول غړي او ټولنه دا ګمان کوي چې د پلارشته یا له پلار څخه پاتې شته یوازې د نارینه اولاد حق دی او لور د هغوی حق خوري نو له همدې امله اړه ده چې تل ځان یو مصرفي او نورو ته اړ موجود وګڼي، ډیرې میرمنې په دې تمه وي چې له واده وروسته به یې دا ستونزه ختمه شي او دوی به د خاوند په کور کې د ملکیت څښتنې شي خو له بده مرغه دا هم هسې یوه خامه خبره ده. ځکه کله چې ښځه د خاوند کور ته لاړه شي ظاهراً خو د هغې مالي ضروریات د خاوند له خوا پوره کیږي مګر دا په دې معنا نه ده چې دا به په دې شتو کې بشپړ واک ولري.

څه وخت مخکې د یوه تلویزیون د دیني معلوماتو خپرونې ته یوې میرمنې زنګ وهلی وو او پوښتنه یې کوله چې پرته د خاوند له اجازې د هغه له پيسو د خپل ضرورت وړ پیسې خرڅولی شي؟

هلته خو ورته ځواب ورکړل شو چې هو دا کار کومه ګناه نه ده، مګر په عامو خلکو او کلیوالو سیمو کې خلکو په تیره بیا ښځو ته داسې ذهنیت ورکول شوی چې د خاوند له اجازې پرته د هغه له شتو څخه ګټه اخیستل د یوې ښځې لپاره حرام دي او ښځه خو په دې اړه خبره هم نه ده چې د هغې د مهر حق او د خاوند په شتو کې نور حقونه څه دي. کله چې یوه ښځه کونډه شي نو د دې پر ځای چې هغې ته د خاوند په مال کې حق ورکړل شي دا په خپله د خاوند د شتو یوه برخه ګرځي او د هغه د مال په توګه د هغه د وروڼو یا د نورې خسرګنۍ په مینځ کې ویشل کیږي. څوک ورسره د واده کولو دعوا کوي څوک یې د دوهم ځل ودولو او ولور اخیستلو لپاره ډغرې وهي. یا هم که زامنو ته پاتې شي نو اړه به وي چې د هغوی ګټې ته کښينې البته دا خبره بیا بیله ده چې موږ وایو چې د مور او پلار ساتل په چا نه غمیږي.

تر دې ځایه خبرې د ښځو د هغو حقونو وې  چې د پلار او خاوند په شتو کې یې لري او نه ورکول کیږي چې له امله یې ښځه په یوه محتاجه کس بدلیږي چې د دې او ټولنې په ګمان تل یې باید د نوور له برخې وخوري او ځان اړ او بې وسه وګڼي، چې ګمان کوم کلونه کلونه وخت به واخلي تر څو په دې اړه  زموږ د ټولنې ذهنیت تغیر وکړي.

خو له دې ورهخوا که وګوور نو افغان میرمنې خپله هم د کار کولو او پیسو ګټلو لپاره کومه لار نه لري چې پرته د پلار، ورور، خاوند، له شتمنۍ ځانته شته پیدا کړي او له دې  محتاج حالت څخه ځان راوباسي. ښايي دلته به پوښتنه رامینځته شي چې افغان میرمنې خو ټولې لوستې نه دي چې کار او ګټه وکړی شي. ځواب دا دی چې یوازې لوستې ښځې نه دی چې په خپل لاس ګټه کولی شي بلکې هغه ښځې چې نالوستې هم دی کولی شي د کور د ننه او بهر په لویو او وړو کارونو لاس پورې کړي او ځانته ګټه ولري. په دې شرط چې خپله ښځې په ځينې ابتکاراتو لاس پورې کړي، په خپلو وړتیاو باوري شي او ګټه ترې واخلي. داسې بیلګې به په نړۍ او زموږ خپل هیواد کې کمې نه وي. یوې هندۍ میرمنې ویل چې دا او د لیوره ښځه یې د جامو( ساري) په چین کولو سره ښې پیسې ګټي. دلته په کابل کې یوه ښوونکې پیژنم چې ډير وخت یې د کاغذي پاکټونو په جوړولو او خرڅولو خپله کورنۍ  چلولې.

له خپلې یوې کلیوالې مې وپوښتل چې تنها سرې یې د غوا د شیدو مستې کول او ځګ مږل به درته سخت وي. وویل: نه خورې اوس شیدې د ولسوالۍ بازار ته لیږم او خرڅوم یې ښې پیسې په لاس راځي.

بلې یې ویل خامک کوم او د ځان او لورګانو د جامو پیسې مې له همدې لارې لاسته راوړم. دا او دې ته ورته کوچني کارونه د ښځو د ستونزو د سملاسي حل لارې په توګه ډير اغیزمن دي.

همدارنګه ښه به وي چې په دې برخه کې د دولت په تیره بیا ښځو چارو وزارت او مرستندویو ټولنو له خوا منظم پلانونه جوړ شي او ښځې وهڅول شي ترڅو له وړو وړو مالي فرصتونو ګټه پورته کړي.  له بله پلوه د عامه ذهنیت په روښانه کولو په تیره بیا په دې اړه د ښځو د پوهاوي په برخه کې یو پراخ کمپاین هم کولی شي چې تر ډيره بریده مرسته وکړي، ځکه له دې سره به ښځې په خپلو پښو ودریږي او هغه ښځې چې د کورنۍ له شتو یعنې د میراث، مهر او نورو مالي حقونو څخه محرومې دي وکولی شي چې د یوې سولیزې حل لارې په خپلولو سره له اقتصادي پلوه خپل ژوند څه نا څه منظم کړي او ورو ورو په ټولنه کې خپل وړ ځای ته ورسیږي.

په همدې هیله.

——————————–

په تاند کې د اغلې غني نورې لیکنې

په پل کې د اغلې غني لیکنې

One thought on “ښځې او اقتصادي ستونزې/ نعیمه غني”
  1. اغلې خورکۍ! د مېرمنو ټولې ستونزې مو څېړلې وې، د هغوی د همت خبرې مو هم هېرې شوې نه وې، رب دې په ګوتو برکت کړه، قلم دې بې رنګه مه شه!
    پردې هيله چې لا د مېرمنو ستونزو ته پام واړوئ، د هغوی سره ستا همدا مرسته مهمه ده، چې ميډيا خبره شي او ستا د قلم له نرۍ څوکې څخه د ښځو د ستونزو د هواري په برخه کې اړوندې ادارې خپل کارونه سر ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *