حمیدالله حمیدي–
انسان چې کله په ښه او بد پوه شي، یوه غوښتنه یې دا وي چې باید ښایسته وي او ښایست ته ورسېږي. هغه څه چې د ښکلا لامل کېږي هغه د روح ښکلا ده. د روح ښکلا په راستۍ او حق ویلو کې ده. پوهان وایي، رښتیا ویل د انسان ښکلا او د ایمان کېږدۍ ده. دا هم وایي چې ښکلا په راستۍ کې ده نه په جامو او لباس کې. افلاطون په یوه ځای کې لیکي: «که په نړۍ کې داسې یو څه وي چې په ژوند کولو و ارزي، هغه به ښکلا وي». په ادبیاتو کې د ښکلا لپاره دا تر ټولو ستر تعریف بلل شوی دی. افلاطون همدا راز وایي چې په انسان کې درې شیان ډېر د لمس وړ دي: حقیقت ویل، ښېګڼه او ښکلا او همدا درې واړه د یوه ښه انسان لپاره ښه صفتونه بلل کېږي. له دیني اړخه بیا د ښه انسان ځانګړنه په تقوا او پرهېزګارۍ ده. ډېری خلک بیا په دې اند دي چې ښکلا مینه زيږوي، مانا دا چې کله یو انسان ښایست ویني پرې مینېږي، خو په اصل کې مینه ده چې ښکلا زيږوي. د پښتو مشهوره ټپه ده چې وایي:
مینه په تور او په سپین نه ده
زړه چې مین شي بس هماغه ښکلی وینه
که په عمومي ډول د ښکلا په اړه خبرې کوو، نو ویلی شو چې ښکلا خدایي ورکړه ده.
