–          ښاغليه اورلگيد لرې؟

ما ته يې ويل.  د ښکلې مجسمې لاندې په خړ کارټن ناست و.  د ژيړو وېښتو تارونه يې له خيرو سره ټول شوي وو. د پېړو گوتو تر منځ يې سېگريټ نيولى و. نوکان يې له خيرو تور وو. راته کتل يې، شنې سترگې يې زهيرې راښکاره شوې. داسې نه وې چې ته وا خير غواړي. ښايې ستړې وې. بې سېکه وې. په تمه مې و.

–          وبخښه نه يې لرم.

مخ يې واړاوه. لکه هيڅ چې نه يم.  لارې ته يې کتل چې بل څوک ورښکاره شي. مجسمه ښکلې وه. عجيبې بادامي سترگې يې درلودې. نرۍ اوږده پوزه يې وه. معصومه ښکارېده. داسې راښکاره شوه ته وا په ناسته هم محتاطه وه هغه ځاى خوږ نه شي چې دا پرې ناسته ده. د مهربانۍ مجسمه.

له سړي مې وپوښتل:

–          يوه شېبه درسره کښېناستى شم؟

راته ويې نه کتل.  ځواب يې هم رانه کړ. غلى پاتې شو. ما امممم وکړل چې د پوښتنې ځواب ترې وغواړم. دا ځل يې وويل:

–          ازادي ده، هر ځاى کښېناستلى شې.

ده ته نژدې کښېناستم. ده لا هم نه راته کتل. بوى يې راغى. لکه چې ډېر وخت يې ځان نه و مينځلى. پر پوځي خاکي  کوټ يې تورې تورې ټاپې وې نه پوهېږم کله به يې مينځلى و. دوه کتابه ورته پراته وو. خړه کمبله يې درلوده. تر هغې لاندې کې يې څه اېښي وي، و به خو نور څه يې نه درلودل.  ومې پوښت:

–          بې کوري او يوازېتوب سخت نه دى.

راته ويې کتل. لکه اپلته چې مې ويلې وي. موضوع مې بدله کړه. مجسمه مې وستايله.

–          څومره ښکلې ده؟

پوه شو چې مجسمه يادوم. مخ يې واړاوه. ورو يې وويل:

–          څه يې ښکلي دي؟

–          سترگې يې، پوزه يې، مخ يې، څومره معصومه ده؟

–          پوه شوم چې نه يې پوه شوى.

–          څه مانا؟

سړى غلى شو. غصه راغله. ومې غوښتل پورته شم.  لا نه وم پورته شوى چې ځواب يې کښېنولم:

–          په ظواهرو کې ورک يې.

–          څه مانا؟

–          سترگې ، پوزه، مخ . دا ټول ظاهري شيان دي، ښکلا بل څه ده؟

–          ښکلا څه ده؟

سړى وغځېد. لکه د اورلگيد تمه چې يې ختمه شوه. دواړه لاسونه يې سر ته تکيه کړل. سگرېټ يې پر سينه کېښود. ما ته يې کتل.  ژبه يې په خوله کې اړوله را اړوله.  نه پوهېدم غاښونه پرې پاکوي که  يې هسې عادت دى.  اوږده ساه يې واخيسته:

–          دا مجسمه ډېره ښکلې ده. خبر دې اوري. ستا په خبره غبرگون نه ښيي. تندى يې نه گونځې کېږي. د احساساتو بوجۍ نه ده.

–          ډبره ده، زړه نه لري، ورکړه ، زړه ورکړه بيا يې وگوره.

–          زړه وينه پمپ کوي، نور نو د کولمو او زړه فرق نشته، هسې خلکو ترې يو څه جوړ کړي.

خندا راغله، ځان مې ټينگ کړ. سړى ډېر جدي غږېده. ناڅاپه په ځاى کې کښېناست.

–          اغلې اورلگيد لرې؟

يوې لاروۍ ته يې غږ کړى و. هغه ورته ودرېده. لايټر يې ورته ونيو. ده سېگريټ ولگاوه.   ښځه ورته موسکۍ شوه. ده لاس په خپل تندي کېښود لکه سلامي چې کوي. هغه موسکۍ شوه. چې تله ده ورپسې غږ کړل:

–           ښکلې مېرمنې ډېره مننه.

مېرمن ښکلې نه شوه راښکاره.  زانگه وانگه رهي شوه. ده د سېگريټو لوگي کش کړل. مجسمې ته يې مخ واړاوه.  ورته ومې ويل:

–          د خلکو د زړه خوښولو په چل پوهېږې.

–          څرنگه؟

–          هغې ښځې ته دې هم ښکلې وويل.

–          عمل يې ښکلى و.

-��         سېگريټ يې درولگاوه. ناروغۍ ته يې لار پرانيسته دا نو ښه عمل و؟

سړي سگرېټ پرله پسې کش کړ.  ژبه يې په خوله کې واړوله راواړوله. راته ويې کتل.

–          درته وايم ته په ظواهرو کې ډوب يې.

–          څه مانا؟

–          مېرمن زه خوشحاله کړم. زما د روغتيا پرېکړه يې ماته پرېښوده.

–          ښکلې خو نه وه، بل صفت به دې ورته کاروله.

–          په پيل کې مې ښکلې ورته ونه ويل، وروسته مې ښکلې وبلله. عمل يې ښکلى و، ښکلا دغه ده.

عجيب نظر يې درلود. له داسې کسه چې نه کور لري نه کار، په داسې ښار کې چې د شتمنيو مرکز دى، دى يې په زړه کې بې کوره خيرن پروت دى خو عجيب نظر لري. رخه مې وشوه. ومې غوښتل ترې لاړ شم. پورته شوم. لکه ماتې خوړلى عسکر چې تر شا نه گوري. رهي شوم. دى لکه بريالى افسر پر ځاى پاتې شو. له خپلې مجسمې سره به په خواله و. زما په کيسه کې نه و.

One thought on “ښکلا/ ايمل پسرلى”
  1. پـسرلی صیب ژوندی اوسی له پنده ډکه اوښکلی کیسه زماپه نظردژوندانه څلوراړخه پکی انځورشوی دی چی ټول واړه له ورځنی ژوندسره تړاولری له همدی ښکلاپرته انسان نیمګړی ده همداچی ژوند ښکلی ده ،چاپیریال ښکلی ده،هواښکلی ده،هسک ښکلی ده،هاښکلی اوداښکلی نوجوته ده چی دانسان کړه وړه هم هرومروښکلي وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *