(ښکلا د خوشحال په غزل کې) د اجمل پسرلي د کره کتنې کتاب دی چې د خوشحال خان خټک د نړیوال سیمینار په ویاړ چاپ شوی.
کتاب د نابغه خوشحال په غزلونو کې د ښایست فلسفه سپړي. د لیکوال په باور خوشحال بابا په خپله شاعري کې ښایست د پښتو ادب تر هر بل شاعر په فلسفي مفهوم کارولی. په کتاب کې د ښکلا د فلسفې مهمې تیوريګانې ذکر شوي او بیا د بابا له غزلو سره پرتله شوي دي. د دې تحقیق جالبه برخه دا ده چې د ښکلا هغه فلسفي تصور چې بشر اوس لري نابغه خوشحال ۴۰۰ کاله مخکې لا درلود.
په کتاب کې ښکلا د شرق او غرب د فلسفه له نظره معرفي شوې. کتاب د بابا په غزلونو کې راغلي فلسفي مفهوم ته د ارواپوهنې له نظر هم کتلي. او په پای کې د ښایست او کلتور په اړیکه خبرې شوي.
په کتاب کې راغلي فصلونه دا دي:
ښکلا د خوشال په غزل کې
ښایست، فلسفه او خوشال
ښایست، ارواپوهنه او خوشال
ښایست او کلتور
د ښاغلي پسرلي چاپ شوي کتابونه:
پسته اور (شعر، نقد)
نوی عربي شعر (شعر، نقد)
نجیب محفوظ څرنګه کیسه لیکي؟ (نقد)
ماشومانو ته څرنګه کیسه ولیکو؟ (نقد)
لنډې کیسې به څرنګه لیکو (ژباړه او تالیف)
میږتون (د لنډو کیسو مجموعه)
لپه (د لنډو کیسو مجموعه)
اوبو وړی ( ناول)
نور خلک (د بهرنیو کرکټرونو هنري معرفي)