وايي، چې د ترکستان پاچا د اوږد عمر هيله من و. هغه نه غوښتل، چې مړ شي. د دربار طبيبانو ورته وويل: (( په هندوستان کې ځينې بوټې پيدا کيږي، چې د آب حيات تاثير په کې پروت دی. که ته هغه بوټي راوغواړې؛ نو موږ به ترې داسې درمل جوړ کړو، چې د هغې له خوړلو وروسته، تر کومه چې وغواړې، ته به ژوندی يې!!!
د ترکستان پاچا يو لس کسيز پلاوی تيار کړ او د هندوستان شهزاده ته يې ولېږه. په دې پلاوي کې د ترکستان طبيبان هم شامل وو او د پاچا نږدې سلاکاران هم.
پلاوي د هندوستان شهزاده ته د ترکستان د پاچا پيغام ورسوه.
شهزاده د پيغام له لوستو سره کټ، کټ په خندا شو. سپاهيان يې راوغوښتل او د پلاوي ټول غړي يې بنديان کړل او بيا يې د يوه هسک غره لمنې ته يوړل.
ده د غره په لمنه کې خېمه ووهله. لس واړه يې په خېمه کې ايسار کړل او بيا يې داسې امر وکړ: ((تر هغې چې دا غر رانسکور شوی نه وي، تاسو له دې ځای څخه هېچېرې نه شئ تللی. که چا هم د تېښتې هڅه وکړه؛ نو غاړه به يې ورپرې کړم!))
شهزاده خپله پوځي قطعه همالته پرېښوده او په خپله راستون شو.
ترکستاني پلاوي په رڼو سترګو د خپل مرګ ننداره کوله. غر ورته لوی مصيبت وبرېښېد. د دې لويې بلا پر مهال له الله ج پرته د دوی بل ملاتړی او مرستندوی نه و. خدای ته په زاريو شول او د خلاصون دعاګانې يې پيل کړې.
لوی څښتن پرې ورحمېده. هغه داسې چې يوه ورځ سخته زلزله وشوه. غر له بېخه وښورېد. کمرونه او ډبرې يې پر ځمکه راورغړېدې او غر دړې، وړې شو.
دا لس استازي او پوځيان په منډه راوتښتېدل او ځانونه يې وژغورل.
د شهزاده سپاهيان، له لسو کسانو سره دربار ته حاضر شول او شهزاده ته يې ټوله کيسه وکړه. شهزاده په خندا شو. بيا يې دغو لسو تنو استازو ته کړه: (( تاسو خپل پاچا ته لاړ شئ. دا ټوله کيسه ورته وکړئ او بيا ورته زما پيغام واوروئ. هغه ته ووايئ:
((هماغسې چې د لسو کسانو ښېرا غر چپه کولی شي، همداشان د لسو لکو وګړو ښېراوې، د پاچا ژوند او واک دواړه خاورې کولی شي. که ته اوږد ژوند او اوږده پاچاهي غواړې؛ نو د ولس له ښېراوو څخه ځان وژغوره. تا ته به د هېڅ درمل او بوټي اړتيا پيدا نه شي.))
دعاوې هغه چا ته کيږي، چې د خدای بنده ګانو ته خير او خوښي رسوي.
د کفر واکمني پاتې کيږي؛ خو د ظلم نه پاتې کيږي!!!