نعمت الله عزیزي
د شنبې ورځ د ډسمبر ۱۵ مه په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه تر سره شوه، په دې ناسته کې پر سوله، امنیت، او سیمه ییزو همکاریو باندې خبرې اترې وشوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل: په افغانستان کې سوله په پاکستان او سیمه کې د سولې په معنا ده او پاکستان هم په دې قانع دی، خو اوس د دې وخت دی چې پاکستان د خپلې ارادې د ښودلو لپاره عمل وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی بیا وویل: د دې لپاره چې پایلې ته ورسېږو باید نظر ته مو بدلون ورکړو او د یو بل په تورنولو سره هېڅ ځای ته نه رسېږو او باید له یو بل سره په همغږۍ په افغانستان کې د سولې لپاره هڅه وکړو.
د چین د بهرنیو چارو وزیر “وانګ یي” هم څرګنده کړه چې درې واړه هېوادونه له ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره ژمن دي او په افغانستان کې د سولې لپاره د افغانانو ارادې ته احترام لري او په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي، خو ترڅو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ باور رامنځته نه شي دا ډول ناستې بې پایلې دي.
د دې لړۍ تېره ناسته تېر کال د ډسمبر پر ۲۳ مه د چین په پلازمېنه بیجینګ ښار کې ترسره شوه چې په هغه کې هم د دریو واړو هېوادونو ترمنځ په همکاریو، په سیمه کې پر روان وضعیت، له تروریزم سره د مبارزې په شدت او اقتصادي او سوداګریزو همکاریو باندې خبرې اترې شوې وې.
چین ولې کابل او اسلام آباد نږدې کول غواړي؟
چین چې د پاکستان سیمه ییز او ستراتیژیک ملګری او ملاتړی هېواد دی او تل یې په سیمه ییز او نړیوال ډګر کې د پاکستان اړخ نیولی دی، د چین ولسمشر”شي جین پینګ” د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د اپریل په ۲۰ مه اسلام آباد ته د یو تاریخي سفر په ترڅ کې د (چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز) China-Pakistan Economic Corridor- CPECد جوړولو لپاره د ۴۶ میلیارډو ډالرو د پانګونې اعلان وکړ، دا اقتصادي طرحه په وروستیو کلونو کې لا پراخه شوه چې اوس یې ارزښت ۶۲ میلیارډو ډالرو ته لوړ شوی دی. دا پروژه په حقیقت کې د (یو کمربند یوې لارېOne Belt One Road (OBOR) ) طرحې مهمه برخه ده چې چین په دې سره وکولای شول د پاکستان بندرونو په ځانګړي ډول ګوادر ته لاسرسی پیدا کړي.
د چین او پاکستان اقتصادي کواریډور په سیمه کې د ارتباط یوه شبکه ده چې د پاکستان بېلابېلې برخې له یو بل سره او ګوادر بندر چې په بلوچستان کې واقع دی د چین له سنګیانګ ایالت سره تړي، په دې شبکه کې د لویو لارو جوړول، اوسپنې پټلۍ، نوري فایبر، هوايي راکړې ورکړې کانالونه، د ګازي انرژۍ د انتقال پایپ لاین شتون لري او په ټوله کې د ګوادر بندر له لارې د چین سوداګریزې اړیکې د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره پراخوي.
چین په سیمه کې له یوې خوا غواړي د انرژۍ په برخه کې د ګاز او تیلو اړتیا د منځنۍ آسیا او خلیجي هېوادونو څخه پوره کړي او له بلې خوا اروپا، افریقا او منځنۍ آسیا ته خپل سوداګریز توکي انتقال کړي. چین د سترې طرحې {یو کمربند یوې لار (One Belt One Road (OBOR} په واسطه غواړي په سیمه او نړۍ کې خپل نفوذ پراخ او د هېوادونو تر منځ د راکړې ورکړې په پراختیا کې ونډه واخلي.
چین د همدې موخو لپاره قوي ملګرو ته اړتیا لري ترڅو وکولای شي په سیمه کې د راکړې ورکړې قوي شبکه رامنځته کړي او پر بنسټ یې خپلې اړتیاوې پوره او خپل صادرات په بیړه نورو هېوادونو ته ورسوي. د همدې لپاره یې په پاکستان کې د سی پیک پر پروژه پانګونه وکړه چې په نتیجه کې یې د ګوادر بندر تر خپل کنټرول لاندې راوستی او د ځینو سرچینو پر بنسټ هلته یې بحري اډه هم جوړه کړې ده چې کولای شي د هندي سمندر ډېرې برخې تر خپل څار لاندې ولري.
دا چې چین په سیمه کې د خپلو پروژو د تطبیق په موخه په لوړه کچه پانګونې کوي او د دې پیل یې د پاکستان څخه کړی اوس اوس غواړي دا پروژې د پلان سره سمې افغانستان او د سیمې نورو هېوادونو ته وغځوي د دې لپاره چې د پاکستان او افغانستان اړیکې په وروستیو کې کړکیچنې دي او د سیاسي ناندریو په میچن دل شوي دي چین هڅه کوي د دې هېوادونو اړیکې ورغوي ترڅو لږ تر لږه د چین د پروژو د تطبیق پر وړاندې معمولي خنډ هم جوړ نه شي.
په سیمه کې د چین پر وړاندې خنډونه:
دا چې چین په سیمه کې د راکړې ورکړې د شبکې د رامنځته کولو لپاره په پراخه کچه پانګونې کوي او غواړي خپل نفوذ پراخ کړي په بېلابېلو برخو کې یې پر وړاندې ستونزې هم شته.
په پاکستان کې د چین ډېری پروژې د بلوچو له سیمو څخه تېریږي، ګوادر بندر هم په بلوچستان کې واقع دی چې هلته بیا ځینې بلوچ بیلتون پال ګوندونه د مرکزي دولت پر وړاندې وسله واله مبارزه کوي او د بلوچو سره د نا عادلانه چلند څخه سر ټکوي، خو چین هم د اسلام آباد په ژبه له هغوی سره چلند غوره کړی چې په دې سره بلوچو څو ځله پر چینایي کارکوونکو او موخو بریدونه هم کړي دي او وروستۍ بېلګه یې تېره میاشت په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ د (بلوچ لیبریشن آرمی) ډلې وسله وال برید یادولای شو.
همدارنګه په سیمه کې د چین- پاکستان پر وړاندې د هند او امریکا د اړیکو نږدې کېدل او په افغانستان کې د امریکا شتون او د چابهار بندر له لارې د هند سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو زیاتیدل هم کولای شو ددغو خنډونو یوه بیلګه وګڼو.
همدارنګه په سیمه او افغانستان کې د چینايي بیلتون پالو ډلو (د شرقي ترکستان ګوند غړیو) د فعالیت زیاتېدل چې چین ویره لري په سینګیانګ ایالت کې ورته سرخوږی جوړ نه کړي چې دا هم د همدې لړۍ یوه برخه ده.
دا هغه ستونزې دي چې په سیمه کې د چین د پراختیایي پروژو پر وړاندې شتون لري او چین په پوره ځواک سره هڅه کوي د سیمې د هېوادونو ملاتړ ترلاسه او کوچني خنډونه هم د خپلې لارې لرې کړي.
په حقیقت کې همدا اوس په پاکستان کې د چین هغه امپراطوري حاکمه ده چې اقتصادي بنسټ یې چینايي دی او امریکا په خپل ټول توان هڅه کوي چې له دوی څخه میلیارډونه ډالرو ترلاسه کوونکی پاکستان، د چین پر دفاعي او نفوذي ډګر بدل نه شي. او د بېلګې په توګه د پاکستان د بلوچستان ایالت په چاغي سیمه کې د ریکودیک د سرو زرو د کان قرار داد یادولای شو چې امریکا ډېر فشار وارد کړ ترڅو دا کان د چینایانو لاس ته ونه غورځي.
له بل لوري چین اوس مهال په پاکستان کې په لوړه کچه پانګونه کړې او پاکستان یې په خپل محور را ګرځولی ترڅو د امریکا او هند پر وړاندې ورسره یوه قوي ملګرتیا جوړه کړي چې په مقابل کې امریکا په پاکستان خپلې مرستې کمې کړي یا یې درولې او له هند سره یې چې د چین او پاکستان مشترک رقیب دی، اړیکې پراخې کړې دي چې په دې منځ کې بیا په خواشینۍ سره افغانستان د ناکام بهرني سیاست یا هم د مجبوریت له مخې د امریکا پر پل قدم ایښی او لا هغه وړتیا نه لري ترڅو په خپل شا او خوا کې د رقابتونو څخه په خپله ګټه کار واخلي.
امریکایان په پاکستان او شاوخوا ټوله سیمه کې د چین له پروژو خبر دي او په دې برخه کې یې اندیښنې هم څرګندې کړې دي په وروستیو ورځو کې د امریکا د پوځ د ریزرف ځواکونو یوه متقاعد ډګروال «لارنس سېلین» ویلي: “چین او پاکستان د افغانستان لپاره ګډ پلانونه لري او د دغو پلانونو د عملي کولو لپاره غواړي، چې متحده ایالتونه او لویدیځ ملګري یې له افغانستانه وتلو ته اړباسي.”
دغه پخوانی امریکايي پوځي زیاتوي، چین او پاکستان غواړي افغانستان او مرکزي اسیا ته د ګډ اقتصادي کواریډور پروژه وغځوي او ټوله سویلي او مرکزي اسیا تر خپل نفوذ لاندې راولي.
چین که له یوې خوا په سیمه کې د خپلو پراخو او سترو پروژو د تطبیق لپاره هڅه کوي، د امریکا او هند سره رقابتونه پالي او له پاکستان څخه په دې برخه کې کار اخلي له بلې خوا د افغانستان په شمال ختیځ سیمو کې د را ټولو شویو ایغور بیلتون پالو له نفوذ څخه په ویره کې دی او هڅه کوي په هر ډول چې کېږي د خپلو سرحدونو پر ساتنې سربېره له افغان دولت سره هم توافق ولري.
دې ټولو ته په کتو سره چین غواړي په سیمه کې د خپلو پروژو د تطبیق په موخه لږ تر لږه د ذیدخلو هېوادونو ترمنځ اړیکې ورغوي او په هر ډول چې کېدای شي د خپلو پروژو د تطبیق لپاره کار وکړي، ځکه دا داسې پروژې دي چې د چین راتلونکې ورپورې تړل شوې ده.
چین د خپلې انرژۍ د کمښت د پوره کولو او د نړۍ بېلابېلو برخو ته د خپلو صادراتو رسولو لپاره د دې پروژو تطبیق ته جدي اړتیا لري او پرته له دې نه شي کولای خپلې اقتصادي ودې ته په ښه بڼه دوام ورکړي او د وړاندوینو سره سم تر ۲۰۳۰ کال پورې په نړۍ کې لومړی اقتصادي ځواک وګرځي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو په رغولو سره غواړي له یوې خوا هند او امریکا ته وښيي چې چین کولای شي له دوی پرته افغانستان او پاکستان سره نږدې کړي او خپلې سترې پروژې تطبیق کړي او له بلې خوا د سیمې د هېوادونو تر منځ د تضاد فضا کمه کړي چې په دې سره به د امریکا د لاسوهنو زمینه را کمه او د وسله والو ډلو د فعالیت مخه به ډپ شي.