تاند- افغانستان، ایران او امریکا د راتلونکې میاشتې د لومړۍ اوونۍ په پای کې په هرات کې په ګډه یوه امنیتي غونډه جوړوي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر داوود مرادیان پرون په یوه خبري غونډه کې وویل:«د افغانستان، ایران او امریکا استازي به په درې اړخیزو خبرو کې امنیتي مسایل وڅېړي.»
د ده په وینا افغانستان، ایران او امریکا به د هرات د دوهم امنیتي کنفرانس ترڅنګ په خپل منځ کې خبرې وکړي. په دې کنفرانس کې به د ۳۰ نړیوالو موسسو، ادارو او غیرحکومتي ادارو استازي ګډون وکړي.
مرادیان وايي، په غونډه کې به له پوځي مسایلو جلا پر امنیتي موضوعاتو بحث وشي.
د سږکال په اګست کې افغانستان او ایران د ستراتیژیکو همکاریو موافقه لاسلیک کړه. دا موافقه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا او د ایران د ملي امنیت د شورا رييس سعید جلیلي په تهران کې لاسلیک کړه. دوی د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم ږغېدلي ول.
په غونډه کې د ایران د ملي امنیت د شورا ريیس د ایران – افغانستان اړیکې ژورې او دوستانه وبللې او زیاته یې کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقې لاسلیکېدا به په مختلفو برخو کې د دوو هیوادونو ستراتیژیکې همکارۍ زیاتې کړي.
د طالبانو د واکمنۍ په مهال هم امریکا له ایران سره د افغانستان پر سر همکاري لرله. افغانستان یوازینی مورد و چې د امریکا او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پرې د خبرو لپاره یوه مېز ته کښېنستي ول.
د سیاسي چارو د ډېرو کتونکو په وینا د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو نژدې کېدا به ایران په افغانستان کې مثبت رول ته وهڅوي. دا هیله د امریکا له ولسمشربارک اوباما سره د ایران د ولسمشر ښاغلي روحاني له وروستیو ټېلفوني خبرو سره زیاته شوې ده.