وروستی تعقیب: تاند، سه شنبه، د دلوې۲۲مه: په کابل کې د نن سهار ځانمرګي برید ۴ نظامیان او دوه ملکيان وژلي، ۵ ملکیان او ۷ نظامیان یې ژوبل کړيدي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي له تاند سره په خبرو کې وايي، د نن سهار په برید کې د دوه ملکیانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او د پنځو ملکیانو په ګډون ۱۲ نور ژوبل دي.

نوموړی د برید په اړه د موټر بم اوازه ردوي او وايي، دا یو ځانمرګی بریدګر و چې قمبر څلور لارې ته نږدې یې ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول: (( دوه ملکیان او ۴امنیتي سرتېري په برید کې وژل شوي همداراز د ۵ ملکیانو په ګډون په پېښه کې ۱۲ تنه ژوبل دي.))

همدا راز دفاع وزارت په دې اړه تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، برید د پنځمې حوزې اړوند مارشال فهیم پوهنتون ته نږدې ترسره شوی دی.

خو د پنځمې ناحیې اوسېدونکي وایي، پېښه موټر بم چاودنه وه چې قمبر څلورلارې کې د مارشال فهیم اکاډمۍ ته څېرمه شوې چې شاهدان تر درنې چاودنې وروسته د وړو ډزو خبر هم ورکوي

دا په کابل کې له مودې وروسته چاودنه ده چې کېږي.

پخوا داسې راپورونه وو چې طالبانو له امریکا سره د تاوتریخوالي راکمولو او په لویو ښارونو کې د لویو بریدونو نه کولو ژمنه کړې ده.

One thought on “د کابل نننۍ چاودنې په اړه دفاع او داخله وزارتونه ضد و نقیض راپورونه ورکوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *