تاند، دوشنبه، د عقرب ۱۳مه: نن سهار د کابل دیارلسمې ناحیې اړوند د تېلو په یو ټانک کې اورلګېدنې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
عیني شاهدان وايي، اورلګېدنه د ورس پټرولیم ټانک کې په شل متره سړک د کابل لویدیځه غاړه کې رامنځته شوې.
بلخوا چارواکي هم تاییدوي چې د دشت برچي په ساحه کې اورلګېدنه شوې نه یوازې یې لارې بندې کړې دي، بلکې شاوخوا ځایونه یې هم زیانمن کړي دي.
چارواکي وايي، له سهار راهیسې یې د اور وژنې هڅې روانې دي.