تاند، دوشنبه، د عقرب ۱۳مه: د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی مشر نن په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل احضار کړی او ناسم چلند یې ورسره کړی چې له کبله يې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غوسه راپارېدلې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، د پاکستاني استخباراتو له خوا د افغانستان سفیر احضارول او ورسره ناسم چلند د ټولو دیپلوماتیکو اصولو او موازینو خلاف کار دی.

د  افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي، پاکستان باید له افغان حکومت سره خپلې اړیکې د نړیوالو کنوانسیونونو په رڼا کې په دیپلوماتیکو ادابو سمبالې کړي.

 پاکستان نن دوشنبه په افغانستان کې خپل سفارت د امنیتي تهدیداتو په بهانه تړلی او په اسلام اباد کې یې د بهرنیو چارو وزارت ته نه یوازې افغان شارژدافیر احضار کړی، بلکې افغان سفیر هم د آی ایس آی د مشر له خوا خپل دفتر ته وربلل شوی چې د افغان حکومت له خوا یې چلند ناسم بلل شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پاکستان دا ادعا به هم وڅېړل شي چې ګواکې په افغانستان کې د پاکستاني دیپلوماتانو ژوند ته کوم خطر متوجه دی.

One thought on “کابل، د آی ایس آی د مشر له خوا د افغان سفیر احضارولو غوسه کړی دی”
  1. کله چی کنړ پاکستان پوځ توغندی وتوغول او همدارنګه یی له سرحدی ځواکونو سره نښته وکړه او له هغه مخکی چی ۷۰۰ توغندی ویشتی وو یا یی جلال آباد باندی توغندی توغولی وو نو زیاتره سیاسیونو او پوځی چارو کارپوهانو دا نظری ورکولی چی باید په پاکستان کی خپل سفارت د یو میاشت لپاره بند کړو ترڅو نړی پوه شی چی د پاکستان پوځ او استخبارات په افغانستان کی لاسوهنه کوی
    مګر چی ګورو د بهرنیو چارو وزارت او قبایلو وزارت هیڅ غبرګون نه ښایی داسی ښکاری چی دولت د پاکستان په هر کړنه خوښ دی ځکه د سفارت بندول افغانانو ته مشکل نه ایجادوی مګر نړی پاکستان په ظلم خبریږی
    کله یی چی په پیښور د افغان مارکیټ ملکیت یو کشمیر تجار ورکړ نو همغه وخت ولس او سیاسیون د بهرنیو چارو وزارت باندی نیوکی کولی چی همدارنګه بیا د پاکستان دولت اعلان خپور کړ چی ددی مارکیټ د دعوی لپاره موږ په ۲۰۱۷ کی چی زاخلیوال سفیر وو دعوه لیږولی وو مګر دوی کومه غبرګون ونښود نو اوس ددی خبری وخت تیر دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *