تازه تعقیب: تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: امنیتي سرچینو تاند ته ویلي، د کابل لویدیځه غاړه کې د دارالامان پر سړک د کابل شهر دوبۍ د ودونو په تالار کې چاودنې لږ تر لږه ۶۳ کسان وژلي او له ۱۸۰ زیات ټپيان دي.

عیني شاهدان وايي، چاودنه ډېره زوروره وه او په قربانیانو کې یې لوی شمېر ښځې او ماشومان هم شته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي دا پېښه د ځانمرګي برید په نتیجه کې شوې ده خو د تلفاتو په تړاو یې ارقام نه تاییدوي.

 رحیمي زیاته کړه، پېښه بیګا۱۰:۴۰ بجې د شپږمې ناحیې اړوند شهر دوبۍ هوټل کې شوې ده.

عیني شاهدان تاند ته وايي، د واده مراسمو ته نږدې ۱۲۰۰ مېلمانه راغلي وو. تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، بلکې طالبانو هم په یوه اعلامیه کې دا برید غندلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *