مشعل او باجوه

تاند، چهار شنبه، د عقرب ۱۵مه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینې تاند ته وايي، حکومت پر ناړۍ ولسوالۍ د پاکستان بریدونو، د آی ایس آی لخوا د کابل د سفیر احضار او په کابل کې د پاکستان د سفارت بندېدو د موضوعاتو له کبله په دې غور کوي چې لنډو ورځو کې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړي.

سرچینه وايي، له پاکستان څخه یې وضاحت غوښتی دی چې ولې د آی ایس آی د مشر لخوا افغان سفیر د هغه دفتر ته ورغوښتل شوی او ناوړه چلند ورسره شوی دی؟

سرچینه همدا راز وايي، له عاطف مشعل سره به هم د دې خبرې حساب وشي چې ولې د پوځ دفتر ته ورغلی او د هغوی غوښتنه یې په داسې حال کې منلې چې ټول دیپلوماتیک اداب یې پخپله تر پښو لاندې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او پاکستان تر منځ په دې وروستیو کې اړیکې ترینګلې شوي او پاکستان په ناڅاپي ډول له دریو ورځو راهیسې په کابل کې خپل سفارت تړلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *