تاند، چهار شنبه، د سنبلې ۱۳مه: افغانستان د لومړي ځل لپاره د چابهار بندر له لارې هند ته د تازه مېوو صادرات پیل کړل.
چابهار بندر چې د افغانستان لپاره د سمندر له لارې د نړیوالې سوداګرۍ په موخه تر ټولو نژدې لار بلل کېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند سمیر رسا وایي په تیرو دریو اونیو کې دوی ۱۰۰ ټنه تازه میوه د چابهار بندر له لارې هندوستان هیواد ته صادر کړې ده.
یاد وزارت وايي په ۲۰ ټنو انګورو بار دا مال تېره ورځ په بریالي ډول د هند ممبۍ ښار ته رسېدلی دی.
ښاغلی رسا وایي که څه هم د خپلو مالونو د خرابیدو ویره یې لرله خو تازه له هوايي دهلېزونو وروسته له دې لارې د تازه مېوو تجربه ګټوره وه او دې لړۍ ته به دوام ور کوي.
دغه وزارت وایي دا لومړی ځل دی چې له دې لارې دوی نورو هیوادونو ته تازه میوه صادروي.
چابهار بندر چې په ۲۰۱۶ کال کې د ایران، افغانستان او هندوستان مشرانو له لورې د سوداګریزو توکو د لېږد په خاطر د یو تړون په اساس رامنځته شو، تر ډیره یې پایله ګټوره ده .
د یاد وزارت ویاند زیاتوي چې په راتلونکو څو اونیو کې به د کندهار ولایت انار د شمال انګور او د میدان وردګ مڼې له دغې لارې هند او د نړۍ نورو هیوادونو ته ورسیږي.
IF FRUITS TRANSPORT CONTNARS BE WITH REFRIGERATOR SYSTEM CAN KEEP FRUITS FRESH FOR LONG TIME.
CHINAS ALIBABA COMPANY CAN READY CONTAINERS WITH REFRIGERATORS.
INDIAN CAN DO IT TOO.
IF AFGHAN GOVERNMENT CLOSED ANY INPORT&EXPORT WITH PAKISTAN.
THIS IS GOOD FOR AFGHANISTAN,BECAUSE PAKISTAN WILL LOSE BUSINESS,
THANK YOU